د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۳

د علماوو سرتاسري شورا: پر جومات برید د اسلامي او بشري اصولو خلاف عمل دی


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د علماوو سرتاسري شورا، د حج او اوقافو وزارت او د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د ننګرهار د هسکې مېنې په یوه جومات کې چاودنه وغندله.

د افغانستان د علماوو سرتاسري شورا وايي، د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ په یوه جومات کې چادونه د اسلامي اصولو خلاف او د نه زغم وړ ده.

د دې شورا غړي مولوي شهزاده شاهد د شنبې په ورځ ازادي راډيو سره په خبرو کې د دې پېښې د عاملینو سزا وغوښته.

ښاغلي شاهد وویل: "د افغانستان د علماوو سرتاسري شورا دغه پېښه په کلکو ټکو غندي او دغه پېښې د اسلامي او بشري اصولو خلاف عمل بولي، دغه پېښه د مسلمانانو پر روحیه زیات منفي اغېز پرېښودلی شي او دا د افغانستان د مسلمان ولس پر وړاندې یو ناروا او د نه زغم وړ عمل دی."

د جمعې په ورځ د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ په یوه جومات کې چاودنه وشوه چې د سیمه ییزو مسؤلینو په وینا، ۶۲ کسان پکې ووژل شول او ۳۶ نور یې ټپیان کړل.

په ورته وخت کې د افغانستان د حج او اوقافو وزارت مرستیال امین الدین مظفري ازادي راډیو سره په خبرو کې دغه پېښه د اسلامي او انساني اصولو خلاف عمل بللی دی.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون هم دا برید غندلی دی.

د دغه کمېسیون ویاند شکرالله مشکور ازادي راډیو ته وویل چې دا برید یو بشري جنایت و او مونږ له حکومته غواړو چې د ملکي کسانو د ژوند د خوندېتوب لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

دی زیاتوي: "دغه عمل یو بشري جنایت دی او که د کومې جنګي ډلې له خوا شوی وي، نو یو جنګي جنایت دی، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د حکومت څخه غواړي چې د داشان پېښو عاملین ونیسي او د قانون منګلو ته یې وسپاري."

هم‌مهاله د هېواد د یو شمېر ولایاتو اوسېدونکي هم دغه پېښه غندې او د عاملینو د نیول کېدو غوښتنه یې کوي.

د کندهار مزار او پکتیا ولایتونو اوسېدونکي وایي:

"پرونۍ پېښه زیاته خونړۍ وه او دغه عمل زه په کلکو ټکو غندم، زه د دې پېښې د عاملینو د نیول کېدو غوښتنه کوم."

"د ننګرهار په ولایت کې رامنځته شوې پېښه ډېره دردوونکې وه، کافر هم دغه ډول کار نه کوي."

"موږ پکتیاوال دغه برید غندو او د جګړې له ښکېلو خواو غواړو چې د ملکي کسانو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي."

ملګرو ملتونو، د بخښنې نړیوال سازمان، په افغانستان کې د امریکا سفیر، د افغانستان لپاره د غوځ ملاتړ ماموریت، ارګ او اجرائيه ریاست هم د ننګرهار ولایت په هسکې مېنې ولسوالۍ کې دغه رامنځته شوې پېښه غندلې ده.

تر دې دمه د دې پېښې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټوېټ کې دا پېښه یو جنایت بللی دی.

XS
SM
MD
LG