د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۲۱

ډونالد ټرمپ په سوریه کې د وضعیت په اړه د ستر پرمختګ خبره کړې

د سوریې له جنګي سیمو ځایي خلک د وتلو په حال کې
د سوریې له جنګي سیمو ځایي خلک د وتلو په حال کې

د امریکاد متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون د اکټوبر په اتلسمه په یوه ټوېټ کې ولیکل چې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره ږغېدلی دی.

ټرمپ ولیکل چې د ترکیې ولسمشر ورته ویلي چې د سوریې په شمال کې د سنایپر ټوپکو او هاوان ډزې شوي، خو ژر بندې شوي دي.

ډونالد ټرمپ په یوه ټوېټ کې په سوریه کې د وضعیت په اړه د ستر پرمختګ خبره کړې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم پرون په استانبول کې خبریالانو ته وویل چې د سوریې په شمال کې پوځي عملیات يې درولي او پر هغه موافقه ولاړ دي چې له امریکا سره یې کړې ده.

خو په سوریه کې د بشري حقونو د څارنې خپلواکې ادارې چې مرکز يې په لندن کې دی، ویلي چې د هغه هېواد په شمال ختیځو سیمو کې پرون د اکټوبر په اتلسمه د ترکیې په مشرۍ ځواکونو هوايي حملې کړي دي.

دې ادارې ویلي چې په هوايي عملیاتو کې ۱۴ تنه وژل شوي دي.

هوايي حملې د رأس العین ښار ختيځو پولو ته نږدې د باب الاخیر په کلي کې شوي دي.

په دې سیمه کې د ترکیې د متحدو ځواکونو له لوري د هاوان مرمۍ هم ویشتل شوي دي.

په سوریه کې د بشري حقونو د څارنې ادارې ویلي چې هلته د کُردانو په مشرۍ د سوریې ډموکراتیک ځواک ۸ جنګیالي هم وژل شوي دي.

د ترکیې حکومت د پنجشنبې په ورځ له یوه لوړ رتبه امریکايي پلاوي سره چې د امریکا د جمهور رئېس د مرستیال په مشرۍ انقرې ته تللی و، د سوریې په شمال کې پر اوربند موافقه وکړه.

د امریکا د متحدو ایالاتو د جمهور رئیس مرستیال مایک پنس د پنجشنبې په ورځ په انقره کې خبریالانو ته وویل چې ترکیې موافقه وکړه چې ۱۲۰ ساعته د سوریې په شمال کې پوځي عملیات ودروي، څو کُرد ملېشه ځواکونه د سوریې پولې ته نږدې له مصؤن زون څخه ووځي.

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان
د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

د ترکیې جمهور رئيس رجب طیب اردوغان پرون خبرداری ورکړ چې که کُرد ملېشه له هغې سیمې ونه وتل، دوی به د کُردانو پر ضد خپل پوځي عملیات د اکټوبر په دوه ویشتم له سره پیل کړي.

خو د کُردانو په مشرۍ د ډموکراتې سوریې ځواکونو ویاند مصطفی بالي پرون ویلي چې ترکي ځواکونو اصلاً عملیات نه دي درولي.

هغه ویلي چې ترکیې له کړې موافقې سرغړونه کړې او په سیمه کې یې هوايي او ځمکني عملیات جاري ساتلي دي.

مصطفی بالي ویلي چې د ترکیې هوايي او ځمکنو قواوو د وسله والو پر پناه ځایونو، د ملکي خلکو پرکورونو او روغتونونو حملې کړي دي.

د ترکیې جمهور رئيس رجب طیب اردوغان د اکټوبر په نهمه اعلان وکړ چې د سوریې په شمالي سیمو کې پوځي عملیات کوي.

د ترکیې دا کار په نړیواله کچه وغندل شو.

اردوغان دې عملیاتو ته د سولې چینه نوم ورکړ او ویې ویل چې د سوریې په شمال کې د داعش وسله وال او کُرد ملېشه ځواکونه به وځپل شي.

د ترکیې حکومت هغو کُردانو ته چې د سوريې په شمالي سیمو کې یې د اسلامي دولت د وسله والو یاداعش پرضد په عملیاتو کې له امریکا سره همکاري کوله، د ترورېستانو په سترګه ګوري.

This item is part of
XS
SM
MD
LG