د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۲۹

د هسکې مېنې په پېښه کې ۶۲ تنه وژل شوي او ۳۶ ټپیان دي

د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ د جودرې په جومات کې پرون د اکټوبر په اتلسمه په حمله کې نږدې سل تنه وژل شوي او زخمیان شوي دي.

چاودنه په داسې وخت کې چې خلک د جمعې په لمانځه ولاړ وو، شوې ده.

د رپوټونو په حواله، د چاودنې له زوره جومات پر خلکو را نړېدلی دی او له دې امله ډېرو خلکو ته زیان رسېدلی دی.

زخمیان د هسکې مېنې په کلينیک او د جلال اباد په سیمه ییز روغتون کې بستر دي.

د هسکې مېنې د پېښې یو ټپي روغتون ته د انتقال په حال کې
د هسکې مېنې د پېښې یو ټپي روغتون ته د انتقال په حال کې

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل پرون ماښام د جلال اباد په دولتي روغتون کې خبریالانو ته وویل چې حمله د انسانیت او اسلاميت دښمنانو کړې ده.

میاخېل د کومې ځانګړې ډلې نوم نه دی اخیستی.

شاه محمود میاخیل وویل: "هغه ارقام چې موږ لرو، ۶۲ زموږ وطنوال شهیدان شوي او ۳۶ یې زخمیان دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګیاني اسوشېټېډ پرېس اژانس ته ویلي چې لا نه پوهېږي چې چاودنه انتحاري وه که بل ډول.

خوګیاڼي ویلي چې په تلفاتو کې تنکي ځوانان، ماشومان، د پاخه عمر نارینه او ځوانان شامل دي.

د هسکې مېنې د پېښې یو ټپي ماشوم
د هسکې مېنې د پېښې یو ټپي ماشوم

د افغانستان جمهور رئیس په ننګرهار کې چاودنه په شدت غندلې ده.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پرون پر ټوېټر لیکلي چې وسله والو طالبانو او د هغوی شریکانو وحشت او جنایت ته دوام ورکړی او د عبادت په وخت کې پر ملکي خلکو حملې کوي.

خو وسله والو طالبانو دا حمله غندلې ده.

ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند معرفي کوي، پر ټوېټر په خپاره کړي بیان کې دا حمله جدي جنایت بللې ده.

تر اوسه د حملې مسؤلیت چا نه دی منلي.

خو په ننګرهار کې د طالبانو ترڅنګ د اسلامي دولت په نوم وسله واله ډله داعش هم فعاله ده.

په هسکه مېنه کې تر حملې یوه ورځ مخکې په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازي دفتر یوناما د افغانستان په جګړه کې د ملکي تلفاتو د بې ساري لوړېدو خبر ورکړ.

یوناما وویل چې د روان کال په درېیو میاشتو (جولای، اګست، سپټمبر) کې ۴۳۱۳ ملکي افغانان په جګړه کې وژل شوي یا زخمیان شوي دي.

یوناما وویل چې دا د تېرکال د همدې وخت په پرتله په ملکي تلفاتو کې ۴۲ فیصده زیاتوالی څرګندوي.

د یوناما د بشري حقونو د برخې مشرې فیونا فرېزر له اسوشېټېډ پرېس اژانس سره په مرکه کې د دې رپوټ او په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه ویلي: "هغه معلومات چې یوناما ثبت کړي، څرګندوي چې د دې کال په وروستیو نهو میاشتو کې تر ۸۰۰۰ زیات ملکي خلک وژل شوی او زخمیان شوي دي، په دې کې ۴۱ فیصده ماشومان او ښځې وې، د ملکي تلفاتو اساسي دلیل انتحاري حملې او نورې چاودنې وې، دوهم لوي دلیل یې ځمکني عملیات او هوايې حملې وې."

یوناما په ننګرهار کې د پرونۍ پېښې په اړه لیکلي چې د خلکو د عبادت پر ځايونو حملې پر نړیوالو قوانینو تېری دی او جنګي جنایت ګڼل کېدلی شي.

د يوناما د بشري حقونو ادارې ویلي چې د ملکي تلفاتو په اړه یې د حقیقت موندنې هڅې پیل کړي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان په دې اړه په بیان کې چې پرون ماسخوتن رسنیو ته استول شوی، په زغرده لیکلي چې پر لمونځ کوونکو حمله جنګي جنایت دی.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې جګړه د کمېدو نه بلکه د زیاتېدو په حال کې ده او قربانیان یې اکثر ملکي افغانان دي.

د دې سازمان د اسیا د جنوبي برخې مشر عمر وړیاچ ویلي چې نړیوال باید د افغانانو تلفاتو ته پام وکړي او پر نړیوالو بشري قوانینو داسې سرغړونې باید بابیزه ونه انګېرل شي.

په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالاتو سفیر جان بس پر ټوېټر ولیکل چې د ننګرهار په یوه جومات کې عمدي حمله چې لمونځ کوونکي په کې ووژل شول، په شدت غندي.

جان بس پر ټوېټر ولیکل چې ټول افغانان په سوله او امنیت کې د عبادت کولو او را غونډېدو حق لري.

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت هم پر ټوېټر لیکلي چې په ننګرهار کې حمله غندي او د نړیوال ترورېزم پر ضد په مبارزه کې د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG