د ننګرهار د هسکې مېنې په یوه جومات کې نن لږترلږه ۶۲ تنه وژل شوي او ۶۰ نور ژوبل شوي دي.
له ننګرهار څخه د ازادي راډیو خبریالان د چارواکو په قول وايي چې د هسکې مېنې د جودرې په جامع جومات کې په داسې حال کې چاودنه شوې چې ګڼ خلک د جمعې په لمانځه ولاړ ول.
د ننګرهار د والي ویندوی عطاالله خوږیاڼی وايي، داسې هم ویل کېږي چې پر جومات د هاوان ګولۍ لګېدلې ده.
ده په دې پېښه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۶۲ او د ټپیانو شمېر ۴۹ وښود.
خو د هسکې مېنې د روغتون ډاکتر زرغون ازادي راډیو ته وویل، ۶۲ مړي او ۶۰ ټپیان روغتون ته وروړل شوي دي.
وسله والو طالبانو ویلي چې په دې برید کط لاس نه لري.
په ننګرهار کې طالبان او داعش فعالیت کوي.