د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۰

ولسمشر غني: جنرال عبدالرازق د "دښمنانو" د يوې لويې دسيسې په پایله کې ووژل شو


افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

د جنرال عبدالرازق اڅکزي د وژل کېدو لومړی تلين د یو شمېر لوړ پوړو دولتي چارواکو په حضور کې ولمانځل شو.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د جمعې په ورځ په دغه غونډه کې وویل چې د کندهار پخوانى امنيه قوماندان ستر جنرال عبدالرازق اڅکزی د "دښمنانو" د يوې لويې دسيسې په پایله کې ووژل شو.

دی وایي: "جنرال عبدالرازق زمونږ د امنیتي ځواکونو له هغو رښتینو او زړورو بچیانو څخه و چې د افغانستان د دښمنانو د یوې لویې دسیسې په پایله کې د هېواد په دفاع کې شهید شو، خو نن زرګونه نور عبدالرازق خان جوړېږي."

د کندهار پخوانی امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق
د کندهار پخوانی امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق

د ولسمشر غني د خبرو بله برخه تر ډېره سولې او ولسمشریزو ټاکنو ته متمرکزه وه او ټينګار یې وکړ چې سوله د ټولو افغانانو غوښتنه او حکومت د سولې د ټينګښت لپاره پوره ژمن دی.

ده زیاته کړه: "دولت او خلک د یوې بنسټیزې سولې پلوي دي او سوله ماته لومړیتوب لري او حکومت د سولې د ټينګښت لپاره ژمن دی."

ولسمشر غني همدارنګه د پولیسو اکاډمي د جنرال عبدالرازق په نوم ونوموله.

د حکومت اجرائيه مشر عبدالله عبدالله هم په یاده غونډه کې د جنرال رازق وژنه يوه ضايعه وګڼله.

نوموړي زیاته کړه: "دا څرګنده ده چې جنرال عبدالرازق ملي وحدت ته ژمن او سولې ته هیله مند و، په وطن کې سوله د ټولو شهیدانو یوازنی ارمان و او هیله مند یوو چې یوې سراسري سولې ته ورسېږو."

د افغان حکومت اجرائيه مشر عبدالله عبدالله
د افغان حکومت اجرائيه مشر عبدالله عبدالله

د جنرال عبدالرازق اڅکزي د لومړي تلین په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د ولسمشر غني او اجرائیه رئیس په ګډون د ولسمشرۍ یو شمېر نورو نوماندانو، جهادي مشرانو، د جنرال عبدالرازق کورنۍ، په کابل کې د مېشتو بهرنیو سفارتونو استازو، د افغان حکومت د بېلابېلو وزارتونو او ادارو چارواکو ګډون کړی و.

د کندهار ولایت پخوانی امنیه قوماندان عبدالرازق د ولسي جرګې له انتخاباتو دوه ورځې مخکې د میزان په ۲۶مه د کندهار د ولایتي غونډو په خونه کې په داسې حال کې چې د بهرنیو ځواکونو یو شمېر لوړپوړي چارواکي هم پکې حاضر وو، د یو افغان ساتونکي په ډزو ووژل شو.

د کندهار ولایت دغه وژل شوي امنیه قوماندان له تېرو څو کلونو راهیسې په کندهار ولایت کې د مخالفینو ډېری حملې شنډې کړې او د دغه ولایت د امنیت په ټینګښت کې ېې ستره برخه لرله.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي چې د دې پېښې ډېری عاملین نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي

رحیمي وویل: "د شهید جنرال رازق قضیه په جدي ډول څېړل شوې، هغه کسان چې پکې ښکېل وو نیول شوي دي او هغه ترورېستان او طالب ترهګر چې دغه ترورېستي برید یې پلان کړی و، هغوی له منځه وړل شوي او هغه نور کسان چې دننه په هېواد یا بهر کې دي، د هغوی په برخه کې هم کار روان دی."

هڅه مو وکړه څو د ملي امنیت عمومي ریاست د څېړنو په تړاو هم معلومات ترلاسه کړو، خو بریالي نه شو.

XS
SM
MD
LG