د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۱

"ټرمپ د افغانستان له نشه يي موادو سره د مبارزې ۱۲۹ ميليونه ډالر د مکسيکو پر دېوال لګولي"


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امريکا متحده ايالتو تر سل ميليونو ډالرو ډېري هغه پيسې چې په افغانستان کې له نشه يي موادو سره مبارزې ته ځانګړي شوي وې، د امريکا او مکسيکو تر منځ دېوال پر جوړولو باندې لګول شوي دي.

سږکال د امریکا متحده ایالتونو له افغانستان سره د (۲۰۰) میلیونو ډالرو مرستې څخه يوه برخه پيسې د دې لپاره بېرته وګرځولې چې د مکسیکو او امریکا ترمنځ دېوال پرې جوړ کړي.

د امريکا په مشرانو جرګه کې د ډموکراټ ګوند پنځو سناتورانو ولسمشر ډونالد ټرمپ ته په استول شوي ليک کې انتقاد کړی چې د مکسيکو پر دېوال باندې له لګېدلو پيسو څخه (۱۲۹) ميليونه ډالر يې هغه پيسې دي چې په افغانستان کې له نشه يي موادو سره مبارزې ته ځانګړي شوي وې.

دې سناتورانو دا انتقاد هم کړی چې دا پيسې د کانګرس د مصوبې خلاف د مکسیکو پر دېوال باندې لګېدلې دي.

د امریکا د مشرانو جرګې غړی چک شومر وايي چې د نړۍ په سلو کې (۹۰) هیروئین د افغانستان له تاریاکو څخه جوړېږي چې له دې لارې ترلاسه شوې پيسې د طالبانو جېبونو ته ځي.

د امریکا د مشرانو جرګې غړی چک شومر
د امریکا د مشرانو جرګې غړی چک شومر

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د ډونالد ټرمپ د دې کار په غبرګون کې وايي چې، افغان دولت له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې مالي ستونزه نه لري او درې واړه امنیتي ادارې یې په یوازې ځان له نشه يي موادو سره مبارزه کولی شي.

ده وویل: "افغان حکومت دا توان لري چې له نشه يي موادو او نشه يي موادو له قاچاقو سره مبارزه وکړي، د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونه، ملي امنیت ریاست او ناټو ځواکونه په ګډه د نشه يي موادو هغه لویې زېرمې له منځه وړي چې د طالبانو مالي سرچينه بلل کېده، موږ په تېر یوه کال کې د نشه يي موادو هغه (۱۶۰) کارخانې ویجاړې کړي چې ترهګرو به سلګونه میلیونه ډالر عوايد ځنې ترلاسه کول."

د امریکا دفاع وزارت د (۲۰۱۹) مالي کال په پیل کې له کانګرسه غوښتي چې د نشه يي موادو د کښت، تولید او قاچاقو سره د مبارزې په برخو کې له افغانستان سره (۱۵۳) میلیونه امریکايي ډالر مرسته وکړي، خو امریکايي سناتوران وايی، د امریکا دفاع وزارت دوی ته خبر نه دی ورکړی چې دا پیسې یې له مکسیکو سره پر پوله باندې جوړېدونکي دېوال باندې لګولي دي.

د امریکا د متحده ایالتونو پوځ د (۲۰۱۷) کال د نومبر په مياشت کې په افغانستان کې د نشه يي موادو پر کارخانو باندې بریدونه پیل کړل.

د امریکا د دفاع وزارت د راپور پر اساس، د نشه يي موادو څه د پاسه دوه سوه کارخانې یې ویجاړې کړي، خو د (۲۰۱۹) کال په لومړیو کې یې دا عملیات بېرته ودرول.

نظامي کارپوه محمداګل مجاهد وايي چې ناامنیو او د کوکنارو د کښتونو ډېروالي ته په پام سره افغان حکومت نه شي کولای چې په يوازې ځان له نشه يي موادو سره مبارزه وکړي.

دی وایي: " افغان حکومت په یوازې ځان له نشه يي موادو سره مبارزه نه شي کولای، په دې برخه کې بهرنيو مرستو ته اړتیا لري، کوکنار په نا امنو سیمو کې کرل کېږي چې ډېره ګټه یې وسله والو مخالفینو ته رسېږي، هغوی په دې پیسو وسلې را نیسي او خپل جنګي لګښتونه له همدې عوایدو څخه پوره کوي، افغان حکومت مکلف دی چې په افغانستان کې له نشه يي موادو سره مبارزه وکړی، خو بايد نړیواله ټولنه هم له افغانستان سره مرسته وکړي، ځکه چې افغان دولت اقتصادي ستونزې لري، که له نشه يي موادو سره په ګډه مبارزه وشي، نو نړیواله ټولنه به هم له دې جنجال څخه وژغورل شي."

سږکال افغان حکومت د کوکنارو اړولو پر ضد رسمي عملیات ونه کړل.

د کورنیو چارو وزات له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت د دې عملياتو نه کول مالي ستونزې يادې کړي دي.

راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:16 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG