د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۸

په کابل کې نن د شپږیزه کرکټ لیګ پایلوبه کېږي


په کابل کې به نن د اکټوبر په ۱۸مه د شپږیزه کرکټ لیګ پایلوبه وشي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې دا سیالي به د کابل په وخت په ۱۱نیمو بجو پیل شي.

د شپږیزه لیګ په وروستۍ سیالۍ کې د وزیرزي مس عینک اتلانو ډله د پراګان بند امیر ښامارانو سره مخامخ کېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې د الکوزي کولا شپږیزه پایلوبې ته ډېر خلک تلوسه لري.

د سیالیو په دې لړۍ کې پرون د بند امیر ښامارانو د کابل بازانو لوبډلې ته په ۳ منډو ماته ورکړه.

سیالۍ د تلې په پنځلسمه پیل شوې، په دې سیالیو کې د کرکټ شپږو لوبډلو ګډون درلود.

XS
SM
MD
LG