د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۲

د تاجکستان ولسمشر د ډله ییزې بخښنې قانون پارلمان ته وړاندې کړی


امام علي رحمان د تاجکستان د اساسي قانون د ۲۵مې کلیزې په مناسبت دا غوښتنه کړې ده.
امام علي رحمان د تاجکستان د اساسي قانون د ۲۵مې کلیزې په مناسبت دا غوښتنه کړې ده.

د تاجکستان ولسمشر د دغه هیواد له پارلمان څخه د ډله ییزې بخښني د قانون د تصویب غوښتنه کړې ده چې د بهرنیو اتباعو په ګډون شاوخوا ۲۰ زره کسان ترې اغېزمن کیدای شي.

امام علي رحمان د تاجکستان د اساسي قانون د ۲۵مې کلیزې په مناسبت دا غوښتنه کړې ده.

د تاجکستان د ولسمشرۍ دفتر پر وبسایت راغلي، تر ۳۰۰۰ کسان چې په زندان محکوم دي، خوشې کېږي او دغه راز تر ۵۰۰۰ ډیر هغه کسان به وبخبښل شي چې سزا یې حبس نه وي.

د تاجکستان د ولسمشر د دغه وړاندیز له مخې به د څه باندي ۲۰۰۰ مشکوکو کسانو پر وړاندي پلټني ودرول شي او هم به د شاوخوا ۱۰ زرو بندیانو د حبس موده راکمه شي.

دا وړاندیز دا هم رانغاړي چې په جدي جرایمو محکومې ښځي چې تر ۱۲ کلونو ډېر وخت یې حبس تیر کړی وي او تر ۷۰ کلونو ډېر عمر لرونکي نارینه بندیان او ټول بهرني اتباع به له زندانونو خوشې شي.

په عمري بند محکومین، هغه کسان چې تر مخکنیو بخښنو وروسته یې بیا جرمونه کړي، په زندان کې دننه د جرمونو عاملین او هغه بندیان چې په سیستماتیک ډول یې د زندان قوانین مات کړي، له دې بخښنې نه برخمن کیږي.

له ۱۹۹۱ کال راهیسي چې تاجکستان د پخواني شوروي اتحاد تر ړنګیدو وروسته خپلواکې اخستې، دا پنځلسم ځل دی چې په دغه هېواد کې حکومت دا ډول ډله ییزه بخښنه اعلانوي.

په هغو بخښنو کې د سیاسي پارونو په تور محکومین نه دې بخښل شوي.

تاجکستان د نومبر په ۶مه د اساسي قانون کلیزه نمانځي.

XS
SM
MD
LG