د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۹

د خوړو نړیواله ورځ؛ افغانستان کې دوه میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخامخ دي


د یونیسف د معلوماتو له مخې په افغانستان کې ۶۰۰ زره ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ کړېږي.
د یونیسف د معلوماتو له مخې په افغانستان کې ۶۰۰ زره ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ کړېږي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونیسف) وايي، په کلني ډول صحې خوړو ته د نه لاسرسي له کبله په افغانستان کې دوه میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخامخ دي.

کابل کې د یونیسف چارواکو په وینا، په دغو ماشومانو کې ۶۰۰ زره له شدیدې سوء تغذیې کړېږي.

د یونیسف د سوء تغذیې د برخې متخصصې ذکیه معروف نن (میزان ۲۴مه) آزادي راډیو ته وویل، دا ماشومان تر پنځو کلونو کم عمرونه لري.

اغلې معروف وویل، "په افغانستان کې هرکال دوه میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخامخ کېږي. په دې کې د ۶۰۰ زرو ماشومانو وضعیت ډېر خراب دی او باید تر درمنلې لاندې ونیول شي. دغې موضوع موږ ته هم جدي اندېښنه راپیدا کړې ده."

هغې خبرداری ورکړ، که اړوندې ادارې ددې ستونزې د حل لپاره لاس په کار نه شي، په نږدې راتلونکې کې یو ستر بشري ناورین رامنځته کېدونکی دی.

د اغلې معروف په خبره، جګړه، اقتصادي ستونزې او د پوهې د کچې ټیټوالی، افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ عمده عاملونه دي.

په افغانستان کې د خوارځواکۍ په اړه په داسې حال کې اندیښنې راپورته کیږي چې د دغه هېواد د اقتصاد وزارت د ارقامو له مخې، اوسمهال په افغانستان ۵۵ فیصده خلک د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د ماشومانو د خوارځواکۍ په برخه کې د جدي اقداماتو خبره کوي.

ددغه وزارت د خوارځواکۍ د برخې مسول ډاکټر همایون لودین ازادي راډیو ته وویل، ددې ستونزې د کنټرول لپاره په ټول افغانستان کې د خوارځواکۍ ۱۳۰۰ مرکزونه جوړ شوي.

ښاغلي لودین وویل چې د دغو مرکزونو ترڅنګ په پام کې ده په لویو روغتونونو کې هم رضاکارانه فعالیتونه پیل شي.

XS
SM
MD
LG