د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۱

د پولیسو او وکیلانو شخړه؛ د ولسي جرګې یوې کمېټې دوه لوړپوړي چارواکي وربللي وو


د ولسي جرګې یوې کمیټې د دوشنبې په ورځ د کورنیو چارو سرپرست وزیر او د ملي امنیت شورا مرستیال د وکیلانو او پولیسو ترمنځ د شخړې ارزولو لپاره ورغوښتې وو.
د ولسي جرګې یوې کمیټې د دوشنبې په ورځ د کورنیو چارو سرپرست وزیر او د ملي امنیت شورا مرستیال د وکیلانو او پولیسو ترمنځ د شخړې ارزولو لپاره ورغوښتې وو.

د افغانستان د ولسي جرګې یوشمېر غړو د پولیسو د هغو مامورینو د مجازات غوښتنه وکړه چې څلور ورځې وړاندې یې د دغې جرګې له دوو غړو سره شخړه کړې وه.

د ولسي جرګې یوې کمیټې د دوشنبې په ورځ (میزان ۲۲مه) د کورنیو چارو سرپرست وزیر او د ملي امنیت د شورا مرستیال د پیښې د ارزولو لپاره ورغوښتې وو.

د ولسي جرګې لومړي مرستیال امیرخان یار چې نن یې د جرګې د ناستې مشري کوله وویل، امنیتي ځواکونه د تلاشۍ حق نه لري، خو دده په ټکو د توهین حق نه لري.

"د تالاشۍ پر ځای په دې وروستیو کې بي عزتي پیل شوې ده. موږ ددې لپاره یوه کمیټه جوړه کړې، هلته د کورنیو چارو سرپرست وزیر او د ملي امنیت د شورا مرستیال جلسه لري چې ملامت او سلامت معلوم او مجازارت شي."

تېره شپه هم د ولسي جرګې یوشمېر غړو د ولسمشر اشرف غني د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره ددغې موضوع په اړه لیدلي دي.

د ملي امنیت شورا په خپلې اعلامیه کې لیکلي چې ښاغلي محب ویلي، هېڅوک د چا د سپکاوي حق نه لري، خو پولیس مکلف دي چې قانون پرټولو یو شان پلی کړي.

ولسي جرګه د یادې پېښې د څیړلو لپاره د یوې کمیټي جوړولو خبر هم ورکوي.

خو بلخوا د ولسي جرګې یوشمېر نور غړي بیا د پولیسو ملاتړ کوی.

رمضان بشر دوست وايی: "موږ باید وپوهیږو چې "و ج" زرهي موټرچې تورفلم ولري، د قانون خلاف دی . له امنیتي یونیفورم نه ګټه اخیستل د قانون خلاف دي. تاسې له هغو کسانو دفاع کوئ چې موټر یې "و ج"پلیټ لري. دا په قانون کې جرم دی. ستاسې کمېټه د قانون خلاف ده، مشروعیت نه لري. څوک چې دا کار کوي نه یوازې دا چې مجرم دی او څوک چې ترې دفاع کوي، هغه لا مجرم دی."

د کورنیو چارو وزارت ویلي، د پولیسو ځواکونو ته یې سپارښتنه کړې چې د تورو ښيښو موټر ودروي.

د شکایت کوونکو استازو موټرو هم تورې ښیښې لرلې چې پولیسو د کابل په ختیځ کې درولي وو.

ددغه وزارت ویاند نصر ت رحیمي وايي: "وکیلان د افغانستان د خلکو عزتمنده استازي دي. ورته احترام لرو. د کورنیو چارو د وزارت لخوا ورته هېڅکله توهین نه دی شوی. یوه قضیه چې د دوو وکیلانو او پولیسو ترمنځ شوې وه، زموږ تر ارزونې لاندې ده."

په ورته وخت کې د هرات یو شمېر اوسیدونکو په دې اړه د پولیسو ملاتړ کړی دی.

سربیره پردې د ټولنیزو شبکو یوشمېر کاروونکو هم په دې برخه کې د ولسي جرګې پرغړو انتقاد کړی او د پولیسو عمل یې ستایلی دی.

XS
SM
MD
LG