د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۵

په افغانستان کې د پستي خدمتونو عصري کولو هڅې روانې دي


په افغانستان کې پستي خدمتونه ۱۵۰ کاله مخکې د امیر شېرعلي خان د واکمنۍ پر مهال پیل شول.
په افغانستان کې پستي خدمتونه ۱۵۰ کاله مخکې د امیر شېرعلي خان د واکمنۍ پر مهال پیل شول.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، په هېواد کې پستي خدمتونه تر بل هر وخت زیات پراخ شوي دي.

د افغان پست ادارې رییس احمد وحید فیض د دوشنبې په ورځ (میزان ۲۲مه) د پست د نړیوالې ورځې په مناسبت یوې غونډې ته وویل چې په افغانستان کې د پستي خدمتونو د عصري کولو هڅې روانې دي.

په داسې حال کې چې د افغانستان د مخابراتو او تکنالوژۍ وزارت د پستي خدمتونو د ښه کېدو خبره کوي، خو یو شمېر پست وړونکي او عام وګړي د دغو خدمتونو د نه معیاریتوب له امله شکایت لري.

محمد تمیم خیرزاد چې شپږ کاله کېږي د پست وړونکي په توګه دنده ترسره کوي وايي، کار شوی خو د پست رسولو لپاره لازم فرصتونه نه دي برابر شوي.

"د تېرو کلونو په پرتله لږ ښه شوی، مثلاً مخکې مو د سایکل په وسیله دا کار تر سره کولو، خو اوس یې د موټر سایکل په وسیله کوو. خو ستونزه دا ده چې تېل نه راکول کېږي، له خپلو پیسو تېل اخلو، د ورځې له ۶۰ تر ۷۰ پاکټه پستونه انتقالوو."

په ورته وخت کې، یو شمېر کابل ښاریان د پست رسولو د خدمتونو په اړه انتقادونه لري.

دوی وايي، تر ډېره پستي پاکټونه دوی ته په مناسب وخت او پته نه رسېږي.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی حامد وایي: "هغسې چې باید پستي خدمتونو پرمختګ کړی و، نه یې دی کړی. باید د مخابراتو وزارت د خدمتونو د ښه والي په هدف په دې برخه کې لا هڅې وکړي، ما غوښتل مالیزیا ته اسناد ولېږم، د خصوصي پستونو له لارې مې په ډېره لوړه بیه ولېږل، ځکه چې په خپل وخت یې رسول."

په افغانستان کې پستي خدمتونه ۱۵۰ کاله مخکې د امیر شېرعلي خان د واکمنۍ پر مهال پیل شول.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت مسوولان وايي، اوسمهال په افغانستان کې یو دولتي او ۹ خصوصي شرکتونه دغه خدمتونه ترسره کوي.

د افغان پست ادارې رییس احمد وحید فیض وویل، د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت د هڅو په نتیجه کې په دې برخه کې په هېوادنۍ او نړیواله کچه د خلکو ستونزې هوارې شوې دي.

"د باکسونو ډيجیټالول، د پسته خانو عصري کول، د تعقیب سیستم رامنځته کول، مرکز سره د ولایتي پسته خانو نښلول او د انلاین پلور او پېر د سیستم مطرح کېدل چې اوس خپل تدارکاتي مراحل بشپړوي، هغه کارونه دي چې دغه وزارت د پستي خدمتونو د وړاندې کولو د ښه کېدو په هدف ترسره کړي دي".

ښاغلی فیض وايي، اوسمهال د افغانستان د پست اداره ۴۶۳ پسته خانې او ۳۵ زره پستي صندوقه لري چې شل پسته خانې یې په کابل کې دي.

XS
SM
MD
LG