د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۹

د انتخاباتو کمېسیون: مرکزي سېستم ته د معلوماتو د لېږد بهیر پیل شو


د انتخاباتو د کمېسیون کار کوونکي
د انتخاباتو د کمېسیون کار کوونکي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسيون وايي، د یکشنبې په ورځ ناوخته یې له بایومټریک دستګاوو څخه مرکزي سېستم ته د معلوماتو د لېږد بهیر رسماً پیل کړ.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون د دارالانشاء رئيس حبيب ‌الرحمن ننګ وايي، د کاندیدانو څارونکي په ځینو برخو کې د دوی د کارونو د چټکتیا په وړاندې خنډ شوي او له همدې کبله دوی د انتخاباتو د لومړنیو پایلو د اعلان لپاره د چمتووالي په مهالوېش کې وروسته پاتې دي.

د نوموړي په وینا، مرکزي سېستم ته د معلوماتو د لېږد لپاره درې ورځې د کاندیدانو له څارونکو سره په همغږۍ او د هغوی په قناعت تېرې شوې او بالاخره وتوانېدل چې د یکشنبې د ورځې ناوخته د معلوماتو د لېږد دا بهیر د څارونکو په وړاندې رسماً پیل کړي.

تر دې مخکې د انتخاباتو د خپلواک کمیسېون یوه کمیشنر محمد عبدالله ویلي وو چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو پایلې به څو ورځې وځنډېږي.

محمد عبدالله ټینګار کړی و چې دوی نه شي کولی چې د انتخاباتو د ملې پروسې شفافیت د سرعت قرباني کړي.

د هغه مهالوېش له مخې چې د انتخاباتو خپلواک کمېسون خپله اعلان کړی، باید د تلې په ۲۷ مه نېټه د ولسمشرۍ د ترسره شويو انتخاباتو لومړني نتایج اعلان شي.

خو اوس چې دې نېټې ته یوازې پنځه ورځې پاتې دي، د کمېسيون چارواکي وايي، کارونه یې یو څه شاته پاتې دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دارالانشاء رئيس حبيب ‌الرحمن ننګ چې د یکشنبې په ماښام یې ازادي راډیو سره خبرې کولې، که څه هم ویې نه ویل چې د انتخاباتو لومړنۍ پایلې به په خپل وخت نه اعلانېږي، خو دا یې ومنله چې له مهالوېشه شاته پاتې دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دارالانشاء رئيس حبيب ‌الرحمن ننګ
د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دارالانشاء رئيس حبيب ‌الرحمن ننګ

دی وایي: "دا چې موږ درې ورځې په پیل کې له لاسه ورکړي او درې ورځې مو هم د معلوماتو د انتقال په برخه کې د کاندیدانو له څارونکو سره د هماهنګۍ په غونډو ولږېدې او د یکشنبې په ورځ وتوانېدو چې د معلوماتو لېږد پیل کړو، نو موږ له مهالوېشه یو څه وروسته پاتې شوي یوو، خو بیا هم موږ ژمن یوو چې د تلې په اووه ویشتمه لومړنۍ پایلې اعلان کړو، خو که چېرې بیا هم دا برخه وځنډېږي، نو موږ به د افغانستان خلکو ته په دې اړه خپل شفاف دلایل، دا چې ولې ونه توانېدو، وړاندې کړو، خو لا هم یوه اوونۍ لرو او دې اوونۍ کې موږ ژمن یوو چې ټول تخنیکي کارونه بشپړ کړو او د میزان اووه ویشتمې ته چمتووالی ونیسو.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون د دارلانشاء رئیس زیاته کړه چې د معلوماتو ملي مرکز ته د اطلاعاتو د لېږد بهیر دا مهال د کاندیدانو د څارونکو په وړاندې روان دی او د ټولو کمپیوټرونو شاته څارونکي حضور لري چې ټوله پروسه څاري.

مخکې تر دې د معلوماتو مرکزي سېستم ته د بایومټریک دستګاوو څخه د ډېتا د انتقال پر څرنګوالي د ولسمشرۍ ځینو انتخاباتي ټیمونو ملاحظات درلودل چې د ښاغلي ننګ په وینا، اوس ورسره یو قناعت ته رسېدلي او د ډېټا د انتقال بهیر د څارونکو په وړاندې شوی.

نوموړي ډاډ څرګند کړ چې ډېر زر به د رأیو ورکوونکو دا اطلاعات سېستم ته داخل شي او له سېستم څخه به غیر بایومټریک رأیې او هغه رأیې چې تکراري دي، ایستل کېږي او نورې تخنیکي چارې به د مهالوېش سره سمې پر مخ وړي.

که څه هم د انتخاباتو د خپلواک کمېسون د دارالانشاء رئیس د معلوماتو په لېږد کې د راغلي ځنډ سبب د کاندیدانو له څارونکو سره د همغږۍ درې ورځنۍ هڅې بولي، خو د انتخاباتو یو شمېر څارونکي سازمانونه د معلوماتو مرکزي سېستم ته له ولایتونو څخه د اطلاعاتو په لېږد کې ځنډ د کمېسیون دننه د یو منظم پلان د نشتوالي له کبله ګڼي چې د انتخاباتو د کمېسیون چارې یې پڅې کړي دي.

د افغانستان د شفافیت او پر انتخاباتو د څار موسسې اجرائیه رئیس حبیب الله شینواري ازادي راډیو ته ویلي چې د مهالوېش نقض یا ورته پام نه کول د انتخاتو له قانون سرغړونه ده، خو ښاغلی شینواری ټینګار کوي چې اوسنیو شرایطو ته په پام هغه څه چې اوس ډېر اهمیت لري، د انتخاباتو شفافیت او پاکې پایلې دي.

XS
SM
MD
LG