د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۵۶

مشرانو جرګه: یو سناتور ۵ ساعته پولیسو له ځانه سره ساتل و


د ملي شورا له یو شمېر غړو سره د کابل پولیسو له سخت چلند وروسته، اوس مشرانو جرګه وايي، پولیسو یو سناتور هم د پنځو ساعتونو لپاره نیولی و.

د کابل په هودخېلو کې د ولسي جرګې د غړو او پولیسو ترمنځ تر لفظي شخړې وروسته، اوس مشرانو جرګه وايي، امنیتي ځواکونه باید نور د ملي شورا غړو ته بې احترامي ونه کړي.

د دې شخړې له کبله ولسي جرګې وړمه شپه فوق العاده غونډه وکړه او د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي یې خپلې غونډې ته ور وغوښت.

د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي
د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي

د مشرانو جرګې غړو د یکشنبې په ورځ وویل، د دې شخړې په اوږدو کې پولیسو د مشرانو جرګې غړی محمد حنیف حنفي هم د پنځو ساعتونو لپاره نیولی و.

د مشرانو جرګې غړی رحمت الله اڅکزی وایي: "د حنفي صاحب ګناه معلومه نه ده، که څه هم د مشرانو جرګې کارت او خپل ساتونکی ورسره و، مګر پولیسو د پنځو ساعتونو لپاره له خپل ځان سره وساته."

سناتوران وايي، پولیس په داشان موضوعاتو کې د ملي شورا د هېڅ غړي د نیولو حق نه لري.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د کورنیو چارو وزارت نظر واخلو، خو د دې وزارت ویاندویانو زموږ ټیليفون ته ځواب را نه کړ.

بل لور ته بیا یو شمېر سناتوران وايي، وروستیو کې د کابل پولیس د ملي شورا له غړو سره ښه چلند نه کوي او دوی د پولیسو له خوا د ملي شورا له غړو سره له بې احترامۍ تر پوزې راغلي دي.

د مشرانو جرګې غړی محمد نادر بلوچ وايي: "نن ګارنیزیون لرو او دا یې دنده ده، خو ولې د پولیسو ځانګړی ځواک د ملي شورا د غړو د توهین لپاره د کابل په څلور لارو کې ګمارل شوی، له دوی باید د دښمن د نابودۍ لپاره ګټه واخیستل شي، دا یو ملي خیانت دی، له ولسمشره غواړو چې دې بې احترامۍ ته د پای ټکی کېږدي."

خو د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار که څه هم د دې موضوع په جدي پلټنې ټینګار کوي، د ملي شورا له غړو غواړي چې د پولیسو د سخت چلند پر وړاندې له صبر او حوصلې کار واخلي.

د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار
د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار

دی وایي: "له سناتورانو زما غوښتنه دا ده چې که چېرې په پلټنو کې د پولیسو له سخت چلند سره مخ کېږئ، تاسې حوصله وکړئ او له مهربانۍ کار واخلئ، څو موضوع جنجالي نه شي."

دا په داسې حال کې ده چې پرون بیا د ولسي جرګې یو شمېر غړو په دې تړاو د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال د ګوښه کېدو غوښتنه وکړه.

د ولسي جرګې غړو د شنبې په ورځ وویل، د ولسي جرګو د دوو غړو نرندرا سنګ خالصه او مریم سلیمان‌خېل پر وړاندې د پولیسو ناسم چلند د ملت کور ته سپکاوی دی، خو د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیالې مروه امینې بیا پرون ازادي راډیو ته وویل، د دې وزارت سرپرست مسعود اندرابي وکیلانو سره ژمنه کړې چې دا موضوع به په جدي ډول وڅېړل شي.

راپور: امید زهیرمل

XS
SM
MD
LG