د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۶

له کندهاره تر بلخه معترضان اوربند غواړي


د کندهار او بلخ مدني فعالانو په مزارشریف کې د یوې اعتراضیه غونډې په ترځ کې په افغانستان کې د جګړې له ښکېلو خواو د اوربند غوښتنه وکړه.

د افغانستان د سولې ملي حرکت غړو او د بلخ مدني فعالانو د ملکي وګړو د ټپي کېدو او وژل کېدو د ختمېدو لپاره په هېواد کې د جګړې له ښکېلو خواو د اوربند غوښتنه وکړه او ویې ویل چې باید داوړه لوري په خپلو وسله والو جګړو کې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله وانه ړوي.

دوی د شنبې په ورځ د میزان په ۱۹مه په مزارشریف کې حضرت علي ته په منسوب زیارت کې یوې غونډې ته حاضر شول او له طالبانو یې وغوښتل چې بین الافغاني خبرو ته حاضر شي او په افغانستان کې د جګړې له دوامه لاس په سر شي.

هغوی په دې اړه یو ۶ ماده ییز هوکړه لیک صادر کړ چې په یوه برخه کې یې راغلي: مونږ د جګړې له ښکېلو خواو غواړو چې اوربند وکړي، د جګړې دواړه خواوې دې د ملکي وګوړو د وژلو او ټپي کولو څخه ډډه وکړي.

د افغانستان د سولې د ملي حرکت مسؤل عبدالجبار رویال او د دغه بنسټ نور غړي چې له کندهاره بلخ ته تللي، وايي چې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې له مختلفو ولسي بنسټونو او له مدني فعالانو سره ګوري، ترڅو په یو ځای او په یوه غږ د جګړې له ښکېلو خواو څخه د سولې غوښتنه وکړي.

هغه وویل چې وروستي حرکتونه به یې د سولې غوښتنې پراخ لاریونونه وي چې په همغږي ډول او پر یوه وخت به په ټول هېواد کې ترسره شي.

ښاغلی رویال دننه په افغانستان او یا هم یو بل اسلامي هېواد کې د سولې بین الافغاني خبرو په ترسره کېدو ټینګار کوي.

هغه زیاته کړه: راشئ! د سولې مذاکراتو لپاره او یا هم بین الافغاني خبرو لپاره په خپله افغانستان کې او یا هم کوم بل اسلامي ملک کې کېنئ، تاسو په نورو پردیو هېوادونو کې مذاکرې کوئ او هلته ورځئ.

  • د اوربند ترسره کېدل
  • د جګړې د دواړو لورو له خوا د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په ټپه درېدل
  • د خبرو اترو له لارې د ستونزو حل او د غوښتنو مطرح کول
  • په یو اسلامي هېواد کې د سولې د خبرو ترسره کېدو لپاره د ملګرو ملتونو مداخله
  • د جګړې د دواړو خواو ترمنځ د منځګړي په ټوګه د داخلي با نفوذو او بې پرې کسانو کارونه

دا موارد د بلخ مدني فعالانو او د افغانستان د سولې د ملي حرکت د ګډ هوکړه لیک اساسي غوښتنې دي چې معترضان یې د دولت او طالب وسله والو له لوري پر عملي کېدو ټینګار کوي.

XS
SM
MD
LG