د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۴

حقوقپوهان: افغان دولت باید د معتادانو د ملاتړ قانون جوړ کړي


آرشیف
آرشیف

معتادین د کورنۍ او ټولنې له بد چلند څخه سر ټکوي او وايي چې دوی ته په سپکه سترګه کتل کېږي او حقونه یې تر پښو لاندې کېږي.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې ټول افغانان مساوي حقونه لري، خو بيا هم معتادینو ته خپل حقونه نه ورکول کېږي او په سپکه سترګه ورته کتل کېږي.

د ارین په نوم يو معتاد وايي چې کورنۍ له کوره شړلی، څو میاشتې پرله پسې يې له کوره دباندې تر شنه اسمان لاندې شپې سبا کړي او اوس په یوه دولتي روغتون کې بستر دی.

ده وویل: کله چې معتاد شوم، په کور کې په سپکه سترګه راته کتل کېدل، د لسو روپو باور یې نه راباندې کاوه، لکه زه چې بېخي د دې ټولنې غړی نه یم، په کور کې یې حقونه راڅخه اخیستي وو، مشورې يې نه راسره کولې، په ځينو دودونو کې يې د برخې اخیستلو اجازه نه راکوله، ځکه نو له کوره را ووتم او د سړک پر غاړه مې خېمه ودروله، خو حکومت خېمه را ړنګه کړه او روغتون ته یې په زور راوستلم، د راوړلو پر مهال یې بد چلند راسره وکړ، په لرګي يې ووهلم، باید په روغتون کې ښه چلند راسره وکړي چې ځانونه ارام احساس کړو، خو دوی اوس داسې نه کوي.

حقوقپوهان وايي چې معتادین هم د دې ټولنې غړي او باید د نورو عامو انسانانو غوندې مناسب چلند ورسره وشي.

حقوقپوه یار محمد یاري وايي چې دولت او اړوندې ادارې باید د معتادینو د حقونو لپاره لازمې هڅې وکړي.

دی وایي: د افغانستان په نافذه قوانینو کې معتادینو ته واضح حقوق ورکول شوي دي، که سیاسي او ټولنیز حقونه دي، که د کورنۍ جوړولو حق دی او که د واده کولو حق دی، مثلاً څوک یو ځوان معتاد په ښوونځي کې له زده کړو څخه نه شي بې برخې کولای، دولت او نورې ادارې باید معتادین له کار کولو څخه منع نه کړي، له دوی سره باید مرسته وشي چې کورنۍ یې ګډه وډه نه شي او تر ټولو مهم حق یې درملنه ده، بايد دې برخې ته ځانګړې پاملرنه وشي.

یو شمېر افغان معتادین
یو شمېر افغان معتادین

د معتادینو د درملنې زر بستریز روغتون معالجوي مرستیال ډاکتر واحدالله کوشان وايي چې د افغانستان له نشه يي موادو سره د مبارزې د قانون له مخې معتاد ناروغ بلل شوی او بايد د ناروغ په ډول چلند ورسره وشي.

دی زیاتوي: د روغتیا قانون وايي چې بايد د معتادو ناروغانو معاينات وړيا وي، دا قانون ټولو افغانانو ته په یوه سترګه ګوري، هغه که د ناروغۍ تشخیص او یا هم د ناروغ درملنه ده، معتاد ناروغ بلل کېږي، که هغه ته روغتیايي اسانتياوې په خپل وخت او سمه توګه ونه رسېږي، نو د ده په ګډون يې کورنۍ ته هم زيان رسېږي، کله چې کورنۍ ته زيان ورسېد، ټولنه هم ورسره زيانمنه کېږي، نو په دې اساس بايد معتادينو ته د نورو حقونو ترڅنګ روغتیايي حقونه هم ورکړل شي.

ارواپوهان وايي چې کورنۍ او ټولنه بايد د معتادینو جسمي او رواني اړتياوو ته پام وکړي.

ارواپوه ډاکتر مطیع الله وزیري وايي، که معتادینو ته د دوی حقونه ور نه کړل شي، نو ډېر امکان لري چې له کورنيو څخه نور هم لېرې او درملنه يې ستونزمنه شي.

دی وایي: معتادین اوس هغومره وس نه لري چې تر ناروغۍ مخکې یې درلود، د دوی ذهن او جسم نیمګړی او ټپي شوی دی، کورنۍ باید معتادينو ته د ناروغ په سترګه وګوري او هغه چا چې نشه پرې ایښې، بايد د روغو انسانانو غوندې حقونه ورکړل شي، بايد پر دوی باندې د پخوا په ډول باور وشي چې په دوی کې پخواني استعدادونه بېرته را ژوندي او پر ځان باندې باور يې نور هم پياوړی شي.

حقوقپوهان په افغانستان کې د معتادینو ډېروالي ته په کتو سره وايي چې بايد د نورو هېوادونو غوندې په افغانستان کې هم د معتادینو د ملاتړ قانون جوړ شي او تر هغه وروسته يې دولت او نورې اړوندې ادارې عملي کړي.

راپور: محمد ایاز ترنک

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:57 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG