د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۸

په تېرو ۶مياشتو کې تر ۶۰۰ ډېر کسان د نشه يي موادو د قاچاق په تور محکوم شوي


آرشیف،
آرشیف،

په تېرو شپږو مياشتو کې تر شپږ سوه ډېر کسان د نشه يي موادو د قاچاقو په تور نيول شوي دي.

د سږکال په لومړیو شپږو میاشتو کې له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته (۵۵۷) دوسیې رسېدلي چې تر څېړلو وروسته د دې مرکز محکمو (۶۷۷) کسان د نشه يي موادو د تولید، قاچاق او خرڅلاو په تور له شپږو میاشتو څخه نیولې بیا تر شلو کالو پورې په بند باندې محکوم کړي دي.

د دې مرکز ویاند خالد موحد ازادي راډیو ته وویل، د دوی څېړنې ښيي چې د (۱۳۹۸) کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د نورو نشه يي موادو ترڅنګ د بنګو او خاشخاشو قاچاق هم ډېر شوی دی.

له نشه يي موادو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد
له نشه يي موادو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد

دی وایي: د (۱۳۹۸) شمسي کال د سرطان، اسد او سنبلې په مياشتو کې په مجموعي ډول دې مرکز ته د افغانستان له بېلا بېلو سیمو څخه (۳۰۱) دوسیې رسېدلې او د نشه يي موادو د قاچاقو په تور (۳۵۶) کسان نیول شوي دي، په دې کسانو کې (۵۵) کسانو یې غوښتل چې د هېواد د هوايي ډګرونو له لارې هندوستان، عربستان او عربي اماراتو ته هیروئین قاچاق کړي.

د سږکال په لومړیو مياشتو کې بنګ او خاشخاش د نشه يي موادو په لېست کې شامل شول چې اوس یې د افغانستان امنیتي او کشفي ادارې د نیولو پوره صلاحیت لري.

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت د معلوماتو پر اساس سږکال افغان ځواکونو د مالي ستونزو او جګړو له امله د کوکنارو اړولو رسمي کمپاین و نه کړ.

د کورنیو چارو وزارت پخوانی معین او امنیتي کارپوه میرزا محمد یارمند وايي چې ناامنیو د نشه يي موادو قاچاقو ته لاره هواره کړې ده.

دی زیاتوي چې یوازې د قاچاق کوونکو نیول مبارزه نه بریالۍ کوي، باید د کوکنارو د کښت او تولید مخه ونیول شي.

د کورنیو چارو وزارت پخوانی معین او امنیتي کارپوه میرزا محمد یارمند
د کورنیو چارو وزارت پخوانی معین او امنیتي کارپوه میرزا محمد یارمند

ده وویل: له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو اساسي مسؤلیت له نشه يي موادو سره د مبارزې او وقایې په برخو کې همکاري ده، د افغانستان جغرافیاوي موقعیت او جرمي اقتصاد څخه را پیدا شویو زیانونو ته په کتو سره باید وقایوي پروګرامونه جوړ شي، خلکو ته خدمات وړاندې کړي او له بزګرو سره د بدیلو کښتونو په برخه کې مرستې وشي چې بزګران کوکنار ونه کري، خو له بده مرغه چې د وقایې په برخه کې اوسني اقدامات ډېر لږ دي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز څېړنې ښيي چې سږکال په تېرو شپږو میاشتو کې له (۶۷۷) نیول شویو کسانو څخه (۱۲۷) کسانو یې غوښتل چې د افغانستان د هوايي ډګرونو له لارې نشه يي مواد بهرنيو هېوادونو ته قاچاق کړي.

راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:32 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG