د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۹

د معلوماتي ټکنالوژۍ د رئيس په اړه په شوې پرېکړه د ټاکنو کمېسیون نیوکه


د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دې ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ د رئيس محمد کبیر پناهي په برخه کې د کابل د ولایتي شکایتونو د کمېسیون وروستۍ پرېکړه د منلو وړ نه ده.

د کابل د ولایتي شکایتونو کمېسیون پرون وویل چې د جمهوري ریاست د ټاکنو په ورځ د بایومټریک معلوماتو د ثبت په سېستم او د رأی ورکوونکو په لېستونو کې د ډېرو ستونزو رپوټونه ورته رسېدلي او له دې امله باید پناهي د تحقیق لپاره لویې څارنوالۍ ته واستول شي.

خو د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ پرون د تلې په اتلسمه د کابل د ولایتي شکایتونو د کمېسیون پرېکړه رد کړه.

هغې بېګا له ازادي راډيو سره په مرکه وویل چې که د ټاکنو د خپلواک کمېسون د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس څارنوالۍ ته ور معرفي شي، د دوی کارونو ته به جدي خڼد پېښ شي.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ
د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ

حوا علم نورستانۍ وویل: موږ په ډېرو حساسو شرایطو کې یوو، باید د میزان په ۲۷مه د جمهوري ریاست د ټاکنو ابتدايي پایلې اعلان کړو، د هغه [محمدکبیر پناهي] په اړه هره مسئله باید له موږ سره شریکه شوې وای، دا پرېکړه له فکر پرته او په بېړه شوې ده.

خو د کابل د ولایتي شکایتونو د کمېسيون رئيس عبدالبصیر فایق پرون ازادي راډیو ته وویل چې پرېکړه یې د سلګونو شکایتونو پر بنا کړې ده.

هغه وویل چې د بایومټریک معلوماتو د ثبت په ماشینونو او د رأیې ورکوونکو په لېستونو کې د ستونزو په اړه ډېر شکایتونه ورته شوي دي.

فایق وویل چې پناهي درې ورځې وخت لري چې پر دې پرېکړه اعتراض وکړی.

عبدالبصیر فایق وایي: که هغه په درېیو ورځو کې استیناف وغوښت او زموږ پر پرېکړه قانع نه شو، بیا مسئله د شکایتونو مرکزي کمېسيون ته استول کېږي، که مرکزي کمېسون زموږ پرېکړه تائید کړه، مسئله به لويې څارنوالۍ ته ځي، وروستۍ پرېکړه په مرکزي کمېسيون پورې تړلې ده.

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو د کمېسيون ویاند محمدقاسم الیاسي بېګا په دې اړه ازادي راډیو ته وویل، هدف دا دی چې هغه کسان چې د انتخاباتو په ورځ یې رأی ورکوونکو ته تخنیکي ستونزې پېښې کړي، وپېژندل شي.

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو د کمېسيون ویاند محمدقاسم الیاسي
د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو د کمېسيون ویاند محمدقاسم الیاسي

د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات د میزان په شپږمه وشول.

د ټاکنو په ورځ د رأی ورکوونکو په لېستونو او د بایومټریک معلوماتو د ثبت په ماشینونو کې ځای ځای د ستونزو د موجودیت رپوټونه ورکول کېدل.

تمه ده چې د انتخاباتو ابتدايي پایلې د تلې په اووه ویشتمه او وروستۍ یې د لړم په شپاړسمه اعلان شي.

XS
SM
MD
LG