د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۳۶

د کابل بانک د تصفیې کمېټه: په ۶میاشتو کې ۲۵ میلیونه ډالر کابل بانک ته ګرځول شوي

په تېرو شپږو میاشتو کې د کابل بانک له پورونو ۲۵ میلیونه ډالر دغه بانک ته راګرځول شوي دي.

د کابل بانک سقوط هغه څه چې د ولسمشر غني د کار د لومړیو وختونو ژمنه وه، خو لیدل کېږي چې د ولسمشر غني حکومت تر پنځو کلونو وروسته هم ونه توانېد چې دغه ژمنه عملي کړي.

خو تازه د کابل بانک د تصفیې کمېټې ولسمشر ته راپور ورکړی چې دغې کمېټې وکړای شول چې په تېرو شپږو میاشتو کې د کابل بانک له پورونو ۱۶ جایدادونه د ۱۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د مالیې وزارت حساب ته انتقال کړي.

دغې کمېټې دا هم ویلي چې د کابل بانک له قرضدارانو ۱۳ میلیونه ډالر د راګرځولو نورې چارې هم روانې دي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي چې د کابل بانک د تصفیې لپاره د لا نورو هڅو اړتیا شته.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي
د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي

ده وویل: د کابل بانک د تصفیې کمېسیون په دې برخه کې زیات کارونه کړي او پرمختګ هم شوی دی، خو په دې برخه کې د لا نورو هڅو اړتیا شته، ډېرې پیسې تر لاسه شوي، کره یې ویلی نشو چې کله به دا پروسه ختمه شي، هیله مند یوو چې دا کمېټه زیات پرمختګونه ولري.

په هغه ناسته کې چې د چهارشنبې په ورځ ناوخته په ارګ کې ترسره شوه، د کابل بانک د تصفیې کمېټې غړو ولسمشر غني ته ویلي چې د کابل بانک د یوه پخواني سهمدار خلیل الله فیروزي چې څو ورځې وړاندې د ناسم روغتیایي حالت له امله له زندانه خوشې شو، تر خوشې کېدو وروسته یې له پور څخه ۱۴ میلیونه ډالر ورکړي او ټاکل شوې چې ۱۸ میلیونه ډالر نور هم ورکړي.

د کابل بانک پخوانی سهمدار خلیل الله فیروزي
د کابل بانک پخوانی سهمدار خلیل الله فیروزي

په ورته وخت کې له اداري فساد سره پر مبارزې د څارنې او ارزونې ګډ خپلواک کمېسیون وایي چې تېر پنځه کاله د حکومت لپاره ښه فرصت و، تر څو دغه ټول پورونه یې کابل بانک ته راګرځولي وای، خو حکومت دغه فرصت له لاسه ورکړی دی.

د دغه کمېسیون د دارالانشا رئیس میوند روحاني ازادي راډيو ته وویل: کمېټې چې کوم راپور ارګ ته ورکړی، هغه دې له خلکو سره هم شریک کړي چې له چا یې څنګه پیسې تر لاسه کړي؟ او چېرې انتقال شوي؟ حساب باید شفاف وي، تر دې دمه روښانه نه ده چې څومره اندازه پیسې تر لاسه شوي او څومره پاتې دي، موږ چې څارنه کوو، نه پوهېږو، هغه ډول چې تمه کېده او ولسمشر ژمنه کړې وه، هغسې ونه شول، د دوی سرمایې تر اوسه بهر لیلام شوي نه دي.

له دې سره د کابل بانک د تصفیې کمېټې ولسمشر ته په خپل راپور کې ویلي چې د کابل بانک د هغو پورونو د جایدادونو راګرځولو لپاره هم هڅې روانې دي چې له هېواده بهر ژوند کوي.

له زیاتو هڅو سره سره بیا هم ونه توانېدو چې په دې اړه د کابل بانک د تصفیې کمېټې د غړو نظر ولرو.

This item is part of
XS
SM
MD
LG