د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۱

د انتخاباتو کمېسیون: د انتخاباتي ډيټا سرور ستونزه جدي نه ده او ژر به حل شي


د انتخاباتو په کمېسیون کې د تخنیکي ستونزې د رامنځته کېدو د حل لپاره بهرني انجنیران کابل ته را رسېدلي او لاس په کار شوي دي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د کمېسیون په ډيټا سرور کې رامنځته شوې ستونزه جدي نه ده او ډېر ژر به حل شي.

د دې کمېسیون کمیشنر محمد حنیف دانشیار د پنجشنبې په ورځ له رسنیو سره په خبرو کې وویل، د دې ستونزې د حل لپاره د درملوک کمپنۍ دوه انجنیران کمېسیون ته را رسېدلي او د نن پنجشنبې تر پایه به رامنځته شوې ستونزه حل کړي.

ده وویل: د انتخاباتو کمېسیون په سرور کې یوه وړه ستونزه رامنځته شوې وه، هغه هم جدي نه وه، د دې ستونزې د حل لپاره د درملوک کمپنۍ دوه کسه اینجنیران کابل ته راغلي او اوس مهال په دې لګیا دي چې ستونزه چېرته ده، کله چې ستونزه معلومه شي او راپور یې موږ ته راشي، موږ به یې له تاسو سره شریک کړو.

که څه هم ښاغلي دانشیار د رامنځته شوې ستونزې د څرنګوالي په اړه څه نه وايي خو په کمېسیون کې یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل، هغه بایومټریک دستګاوې چې د رأی ورکونې په مرکزونو کې کارول شوي، د دې الو معلومات سرور ته په خنډ سره انتقالېږي او د دې ځنډني انتقال دلیل لاهم نه دی روښانه شوی.

د انتخاباتو په کمېسیون کې سرور ته هغه معلومات انتقالېږي چې د بایومټریک دستګاو له لارې د رأی ورکوونکي له لوري ثبت شوي وي، سرور همداراز د ټولو دقیقو رأیو شمېر له ځان سره ساتي او د تکراري رأيو مخنیوی کوي.

له دې سره هم مهاله د انتخاباتي ټیمونو یو شمېر څارونکي په کمېسیون کې د رامنځته شوې ستونزې په اړه اندېښنه لري.

د دولت جوړوونکي انتخاباتي ټیم څارونکی داود سلطانزوی ازادي راډيو ته وايي، که رامنځته شوې ستونزه ژر تر ژره حل نشي، پایلې یې د اندېښنې وړ دي.

ده وویل: په کمېسيون کې رامنځته شوې ستونزه موږ ته هم د اندېښنې وړ ده، موږ د یو قوي ټيم په توګه د دې ستونزې د ژر حل کېدو غوښتنه کوو، د درملوک کمپنۍ څخه غوښتنه کوو چې په دې اړه ژر تر ژره موږ ته معلومات راکړي او که دا ستونزه حل نشی، پرته له شکه چې پایلې موږ ته د اندېښنې وړ دي.

د ثبات او همپالنۍ د انتخاباتي ټیم څارونکی محمد یونس نواندېش بیا وايي، په دې حساسو شرایطو کې کمېسیون باید د دا ډول پېښو د مخنیوي لپاره جدی تدابیر په نظر کې ولري.

دی زیاتوي: موږ په دې اړه اندېښنه نه لرو، د دې لپاره چې درملوک کمپنۍ ډېره لويه او تجربه لرونکې کمپنۍ ده، خو مهمه دا ده چې ټولو خواو ته د دې ګونګ حالت په اړه معلومات ورکړل شي.

په دې برخه کې د ټکنالوژۍ برخې پوهانو باور دا دی چې د افغانستان په دې حساسو شرایطو کې د انتخاباتو کمېسیون سرور ته د لاسرسي په خاطر ډېر ګواښوونه دي، په کار دا ده چې د انتخاباتو کمېسیون په دې برخه کې جدي امنیتي تدابیر ونیسي.

د دې ستونزې په اړه په داسې حال کې اندېښنې راپورته کېږي چې له تېرو ۲۴ساعتونو راپدېخوا یو شمېر راپورونه خپاره شول چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مرکزي دفتر ډیټا سرور یا معلومات خونه له ستونزې سره مخ شوې ان تر دې چې د هک کېدو ګمانونه پرې کېږي.

XS
SM
MD
LG