د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۰

خان ولي عادل خپل واده ته پنځه زره افغانۍ بېلې کړي


ښاغلي عادل وایي، په واده کې لږ لګښت سره غواړي د خپلې کورنۍ لاس‌نیوی وکړي چې مالي توان یې کم دی.
ښاغلي عادل وایي، په واده کې لږ لګښت سره غواړي د خپلې کورنۍ لاس‌نیوی وکړي چې مالي توان یې کم دی.

د پکتیا اوسېدونکی او مدني فعال خان ولي عادل د خپل ولایت له ځوانانو غواړي چې په ودونو کې ناسم دودونه له پامه وغورځوي.

د پوهنتون محصل خان ولي او رازقه تسکین چې په دیني علومو کې یې زده‌کړې کړي، تر راتلوونکو درېیو ورځو پورې د خپل واده خوشحالي نمانځي.

دوی په داسې یوه هېواد کې ژوند کوي چې د یوه واده لګښت په کې سلګونه زره افغانۍ دی، خو دوی وايي د خپل واده په مراسمو کې یوازې پنځه زره افغانۍ لګوي.

ښاغلي عادل ازادي راډیو ته وویل، په دې کار سره غواړي د خپلې کورنۍ لاس‌نیوی وکړي چې مالي توان یې کم دی.

"د مېلمنو لپاره مې یو ګیلاس چای او کیک په نظر کې نیولي. که واده کې دوه سوه تنه هم راشي، دا پیسې ورته بسنه کوي او لګښت یې هم ډېر کم راځي، ځکه هوټل کې واده نه کوو."

ښاغلي عادل او کوژدن یې تر اوسه له بدو دودونو سره د مقابلې په برخه کې تر ډېره ځان بریالي بولي، خو هغه څه چې اوس یې د دوی لپاره سر خوږی جوړ کړی دی، څه دي؟
ښاغلي عادل او کوژدن یې تر اوسه له بدو دودونو سره د مقابلې په برخه کې تر ډېره ځان بریالي بولي، خو هغه څه چې اوس یې د دوی لپاره سر خوږی جوړ کړی دی، څه دي؟

عادل یوولس میاشتې وړاندې له رازقې تسکین سره کوژده وکړه، هغې په دومره موده کې خپلې کوژدنې ته هیڅ ډول اختری او براتی نه دی وروړی.

د عادل له قوله، د کوژدنې په مېشت ځای کې یې، درې ډوله ولور اخیستل کېږي.

لومړی د نجلۍ د پلار له‌خوا چې نږدې پنځه سوه زره افغانۍ دي او بل د نجلۍ د ماما او کاکا لپاره چې د دواړو لوریو په هوکړه اخیستل کېږي، خو عادل له رازقې سره د واده لپاره هیڅ ولور نه دی ورکړی.

افغانستان کې د معمول سره سم، ناوې او زوم دواړه د نکاح پر مهال وکیل ټاکي، خو دغې جوړې پر دې هوکړه کړې چې له وکیل پرته مخامخ سره کېنې او نکاح وکړي.

ښاغلي عادل او کوژدن یې تر اوسه له بدو دودونو سره د مقابلې په برخه کې تر ډېره ځان بریالي بولي، خو هغه څه چې اوس یې د دوی لپاره سر خوږی جوړ کړی دی، څه دی؟

عادل غوښتل چې د خپل واده په بلن‌لیک کې د خپلې مېرمنې نوم هم ولیکي، خو دا کار د هغه او د کوژدنې د کورنۍ له مخالفت سره مخ شوی دی.

بالاخره هغه دې پایلې ته رسېدلی دی چې د واده لپاره بلن‌لیک چاپ نه کړي، نو له همدې کبله هغه خپلو ملګرو او خپلوانو ته د ټیلفون او فیسبوک له لارې بلنه ورکړې چې واده کې یې ګډون وکړي.

"زه له هیڅ شخص سره مخالفت نه کوم چې د ښځې نوم مې یاد کړي، څو ورځې وړاندې مې په خپل فیسبوک کې د خپلې مېرمنې نوم ولیکه، چې وروسته بیا د خپلوانو او کورنۍ له‌خوا را ته زنګونه ووهل شول او زه یې په بې غیرتۍ تورن کړم. بالاخره مجبور شوم چې له فیسبوک مې لیکنه ډیلټ کړم. "

په افغانستان کې په هوټلونو کې د ودونو لګښت سلګونو زرو افغانیو ته رسېږي او ځینې کسان وايي دود ته په کتو اړ دي دغه لګښت ته اوږه ورکړي.
په افغانستان کې په هوټلونو کې د ودونو لګښت سلګونو زرو افغانیو ته رسېږي او ځینې کسان وايي دود ته په کتو اړ دي دغه لګښت ته اوږه ورکړي.

که څه هم په افغانستان کې د واده بلن‌لیک کې د ناوې نوم نه لیکل کېږي، خو نږدې دوه کاله وړاندې د مدني فعالانو یوې ډلې د یوه کمپاین له لارې غوښتنه وکړه چې د داشان بلن‌لیکونو تر څنګ، د ډاکټرانو په نسخو او نورو رسمي او غیر رسمي پاڼو کې د ښځو نومونه ولیکل شي.

بل لورته بیا یو شمېر دیني عالمان د ناوړه دودونو پر وړاندې د خان ولي عادل له مبارزې ملاتړ کوي.

کابل کې یو دیني عالم مولوي محمد ناصر فروتن وايي، د واده بلن‌لیک کې د ناوې د نوم یادول، له دیني اړخه هیڅ ستونزه نه لري.

"عادل او مېرمن یې حق لري چې د واده بلن‌لیک کې یې نوم ولیکل شي. دا چې د عادل کورنۍ له دې کار سره مخالفت کړی دی، متاسفانه په افغانستان کې د منفي افکارو پایله ده. د دې دودونو د ورکولو لپاره وخت او مبارزې ته اړتیا ده. دا د دیني عالمانو کار هم دی چې د دې ډول کارونو پر وړاندې لاس په کار شي. "

مولوي فروتن زیاتوي، د نکاح پر مهال د وکیل پر ځای، مېرمن او خاوند کولای شي خپله د یوه او بل پر وړاندې ودرېږي او د مهر سربېره په نورو مسایلو هم بحث او خبرې وکړي.

دا دیني عالم ولور اخیستل هم د اسلام خلاف عمل ګڼي او زیاتوي، هغه څه چې اسلام روا ګرځولي، د مهر اخیستل دي چې د خاوند له‌خوا مېرمن ته ورکول کېږي.

راپور: امید زهیرمل

XS
SM
MD
LG