د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۶

"افغانستان کې د ۱۸ کلنو ماشومانو عمر په جګړه کې تېر شو"


سېف ده چلډرن ویلي چې په تېرو ۱۸کلونو کې ۳،۷ میلیونه ماشومان له زده کړې محروم پاتې شوي چې ۶۰ سلنه یې نجونې دي.
سېف ده چلډرن ویلي چې په تېرو ۱۸کلونو کې ۳،۷ میلیونه ماشومان له زده کړې محروم پاتې شوي چې ۶۰ سلنه یې نجونې دي.

د ماشومانو د ساتنې موسسې (سېف ده چلډرن) پر افغانستان د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو د برید اتلسمې کلیزې په مناسبت په یوه تازه راپور کې ویلي چې ۱۸ کلنو ماشومانو خپل ټول عمر په جګړه کې تېر کړی دی.

د سېف ده چلډرن په راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ په افغانستان کې۱۲۵۰۰ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د افغانستان د رسمي شمېرو له مخې ددغه هېواد ۴۸ سلنه اتباع تر ۱۵ کلونو کم عمرونه لري.

په راپور کې راغلي، په ورځني ډول په میلیونونو ماشومان په افغانستان کې د بریدونو او چاودونو له لاسه په وېره کې ژوند کوي. ددغې موسسې د راپور له مخې، په افغانستان کې د چاودنو او پاتې شویو چاودېدونکو موادو ۸۴ سلنه قربانیان تر ۱۸ کلونو کم عمره ماشومان دي.

سېف ده چلډرن ویلي چې په تېرو اتلسو کلونو کې ۳،۷ میلیونه ماشومان له زده کړې محروم پاتې شوي چې ۶۰ سلنه یې نجونې دي.

د دې موسسې ویاندې مریم عطایي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "له بده مرغه چې په تېرو اتلسو کلنو جګړې کې چې کوم ماشومان زېږېدلي، پرته له جګړې یې بل څه نه دي لیدلي. زموږ اندېښنه داده چې په دې جګړه کې چې ماشومان ټپیان کیږي او هم له روحي پلوه زیان ګوري، هغه له درس څخه محروم پاتې کیږي او مجبوریږي چې واټونو ته ووځې."

د ماشومانو د ساتنې موسسه په افغانستان کې د جګړې له ښکېلو غاړو غواړي چې په دغه هېواد کې د ولسي خلکو او په تېره بیا د ماشومانو ژوند ته پام وکړي.

اتلس کاله مخکې امریکا په همدې ورځ پر افغانستان برید وکړ چې ورسره د طالبانو رژیم ړنګ شو او ورپسې دغه هېواد د یوه ډیموکراتیک دولت خاوند شو.

خو دا دی د شاوخوا دوو لسیزو په تېرېدو سره لا هم افغانستان د جګړې په اور کې سوځي او د جګړې اصلي قربانیان له کليو او بانډو نیولې تر ښارونو پورې ولسي وګړي دي.

XS
SM
MD
LG