د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۸

افغان او امریکایي چارواکي: پر طالبانو نظامي حملې اغېزناکې دي


آرشیف
آرشیف

په افغانستان کې د حملو په ډېرېدو سره د امریکا دفاع وزارت وايي، په افغانستان کې د وسله والو طالبانو په وړاندې د امریکايي ځواکونو حملې زیاتې شوې دي.

د امریکا دفاع وزیر مارک ايسپر د جمعې په ورځ په واشنګټن کې امریکايي رسنیو ته وویل چې امریکايي ځواکونو د ولسمشر ټرمپ په لارښوونه په افغانستان کې د طالبانو په وړاندې خپلې حملې زیاتې کړي دي.

ښاغلي ايسپر له پوځې هډې څخه د را ستنېدو پرمهال ویلي، د سولې د خبرو اترو تر لغوه کېدو وروسته امریکايي ځواکونو وسله والو طالبانو ته ډېر تلفات اړولي دي.

د افغانستان دفاع وزارت هم وايي چې د طالبانو په وړاندې د امریکايي ځواکونو حملو د جګړې پر ډګر مثبت اغېز کړی او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به هم د طالبانو په وړاندې خپلو عملیاتو ته زور ورکړی.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان
د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وايي: له شک پرته هر څومره چې نړېواله ټولنه او امریکا د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي، خپلې همکارۍ زیاتوي، هغومره چې دوی خپلې مرستې زیاتوي، په هماغه اندازه به مونږ ډېرې بریاوې ولرو، پرته له شکه چې د پام وړ اغېزې به ولري.

نوموړی وايي، افغان امنیتي ځواکونو د امریکایي ځواکونو په ملاتړ توانېدلي چې د وسله والو په وړاندې پراخ عملیات وکړي او یو شمېر ولسوالۍ بېرته ونیسي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هم د سولې د هوکړې تر لغوه کېدو وروسته د وسله والو طالبانو په وړاندې د حملو د زیاتېدو خبر ورکړی و.

د ځینو ملي او نړیوالو راپورونو پر بنسټ، په دې وروستیو کې جګړو زور اخیستی او دغه شان د ملکي وګړو د تلفاتو د ډېرېدو اندېښنې هم مطرح شوي دي.

خو د ولسي جرګې د دفاعي چارو کمېسیون مرستیال غلام ولي افغان د بهرنیو ځواکونو حملو ته په اشارې سره وايي، د جګړو پرځای باید سولې ته لومړیتوب ورکړل شي.

دی وایي: اوس مهال هوايي حملې په ځانګړي ډول د بې پيلوټه الوتکو حملې زیاتې شوي او دا ډېرې اغېزې هم لري، خو زه فکر کوم چې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې تر ټولو غوره لار ده.

طالبانو هم ویلي چې د سولې خبرې دې بیا پیل شي، خو دوی دا هم ویلي چې که چېرې جګړه دوام پیدا کړي، نو جګړه به وکړي.

د سولې د خبرو اترو تر لغوه کېدو وروسته د وسله والو طالبانو مشرانو یو شمېر سیمه ییزو هېوادونو ته سفرونه کړي او دوی په دې هڅه کې دي چې له امریکا سره بیاځلي خبرې اترې پیل شي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او طالب پلاوی اوسمهال پاکستان کې دي.

د افغانستان حکومت د شته ستونزو د هواري یوازنۍ لار سوله ګڼي، خو وايي چې دا ځل د سولې په خبرو اترو کې اوربند اساسي شرط دی.

XS
SM
MD
LG