د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۰

د انتخاباتو کمېسیون: له ټاکنو پاتې رأی پاڼې به ژر تر ژره قرنطین شي


د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، ډېر ژر به هغه میلیونونه رأی پاڼې قرنطین شي چې د ټاکنو په ورځ پاتې دي.

د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د لسو میلیونو رأی پاڼو د چاپ څخه شااوخوا اووه میلیونه یې د کمېسیون په ولایتي دفترونو کې لا تر اوسه پاتې دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، ټولو ولایتي دفترونو ته امر شوی چې دغه رأی پاڼې ژر تر ژره کابل ته انتقال کړي.

د دې کمېسیون مرستیال عصمت الله مل د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، هغه رای پاڼې چې ترې کار نه دی اخیستل شوی، په مرکزي دفتر کې به ژر تر ژره قرنطین شي.

دی وایي: ټولو ولایتي دفترونو ته مو امر کړی چې هغه رأی پاڼې چې په منظم ډول ولایتونو ته لېږدول شوې وې، پاتې یې بېرته مرکزي دفتر ته انتقال شي او دلته د څارونکو او یو پلاوي په حضور کې قرنطین شي.

خو پر ټاکنو د څار یو شمېر بنسټونه وايي چې د ولسمشرۍ ټاکنو پاتې رأی پاڼې باید وسوځول شي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ فیفا مشر یوسف رشید وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید د څارونکو بنسټونو، خلکو او رسنیو ته د رأی پاڼو او بایومټریک په اړه روښانه ځوابونه ورکړي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ فیفا اجرائیه مشر یوسف رشید
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ فیفا اجرائیه مشر یوسف رشید

ده وویل: د هغو رأی پاڼو برخلیک چې د ټاکنو په ورځ نه دي کارول شوي، باید ژر تر ژره معلوم شي، ښه لاره دا ده چې دغه پاتې پاڼې باید د څارونکو بنسټونو پر وړاندې د یوې مشخصې محاسبې له مخې وسوځول شي، که ټاکنې دوهم پړاو ته هم لاړې شي، دغه پاتې رأی پاڼې نه پکارېږي، د دې لپاره چې دوهم پړاو ټاکنې به د دوو نوماندانو ترمنځ وي.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون یو بل کمیشنر مولانا محمد عبدالله وايي، د پایلو له اعلان وروسته به د پاتې رأی پاڼو په اړه پرېکړه وشي.

هغه وايي، د دې پاڼو سوځول د کمېسیون کار دی.

ده زیاته کړه: د وروستیو پایلو له اعلان وروسته یو مشخص وخت شته چې هغه فکر کوم شپږ میاشتې دی، وروسته له شپږو میاشتو کمېسیون پرېکړه کوي چې له دې رای پاڼو سره څه وکړي، قرنطین شي که وسوځول شي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون کمیشنر مولانا محمد عبدالله
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون کمیشنر مولانا محمد عبدالله

د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې د میزان په شپږمه په ټول هېواد کې ترسره شوې.

د ټاکنو کمېسیون د وروستیو ارقامو له مخې په دې ټاکنو ۲ میلیونه او ۶ سوه زره رأی پاڼې کارول شوي دي.

د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره ۱۰ میلیونه رأی پاڼې چاپ شوې وې چې له دې ډلې یوازې شااوخوا درې میلیونه یې وکارول شوي او ۷ میلیونه نورې یې نه دې کارول شوي.

XS
SM
MD
LG