د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۸

ارګ: د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو تر اعلان وروسته حکومت د سولې خبرې له سره پیلوي


د افغانستان ولسمشرۍ ماڼې وايي، د ټاکنو د پایلو تر اعلانه وروسته حکومت د سولې خبرې له سره پیلوي.

له هغې وروسته چې پاکستاني چارواکو د طالبانو تود هرکلی وکړ، افغان حکومت وايي، دغه تود هرکلی بې پایلې دی او روانې لیدنې کتنې د افغانستان د سولې له پروسې سره مرسته نشي کولی.

د افغانستان د جمهور رئیس ویاند صدیق صدیقي د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو تر اعلان وروسته افغان حکومت به د سولې خبرې بېرته له سره پیل کړي.

د افغانستان د جمهور رئیس ویاند صدیق صدیقي
د افغانستان د جمهور رئیس ویاند صدیق صدیقي

ده وویل: له بده مرغه هغې ډلې ته چې اوس هم په جګړه کې ښکیله ده، امتیاز ورکول د افغانستان خلکو ته زیان رسوي، د سولې پروسه د افغانستان حکومت او خلکو پورې اړه لري، ټاکل شوې د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو تر اعلان وروسته افغان حکومت دغه پروسه پرمخ بوځي او بالاخره به د یوې سرتاسري اجماع په رامنځته کېدو سره د افغانستان د ستونزې لپاره د حل لاره پیدا کړو.

دا په داسې حال کې ده چې طالب پلاوي نن په اسلام اباد کې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره لیدلي چې په دغه لیدنه کې د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه هم ګډون درلود.

د طالبانو او امریکا ترمنځ د نهم پړاو له خبرو وروسته هیله وه چې نږدې راتلونکي کې دواړه یو تړون لاسلیک کړي.

خو کابل کې د موټربم چاودنې له امله د یوه امریکايي په ګډون د ۱۲ کسانو وژل کېدو پسې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ دا خبرې وځنډولې او وروسته یې مړې اعلان کړې.

له هغې وروسته چې امریکا له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه اعلان کړې، د طالبانو یوه ډله روسیې ته په سفر لاړه.

په همدې حال کې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، طالبان له امریکا سره د سولې د خبرو د بېرته پیل په تمه دي.

ښاغلی شاهین وايي، که امریکا له طالبانو سره هوګړه لیک لاسلیک کړي، طالبان به اوربند او له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي.

شاهین وايي، اوسنۍ او یا هم راتلونکی حکومت شاید د بین الافغاني خبرو یو برخه وي.

دی وایي: په دې مذاکراتو کې به د کابل اداره د یوه جهت په بڼه ګډون ولري، په دې احتمالي بین الافغاني ناسته کې به د اوربند، راتلونکي حکومت او یو شمېر نورو مواردو په اړه بحث وشي.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین

خو له دې وړاندې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له ازادي راډیو سره په یوې مرکه کې ویلي وو چې د سولې د خبرو لپاره اول باید اور بند وشي.

طالبان تر اوسه نه دې حاضر شوي چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG