د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۱

محب: د نشه يي موادو جرمي اقتصاد د افغان جګړې اصلي عامل دی


د افغانستان د ملي امنيت مشاور حمدالله محب
د افغانستان د ملي امنيت مشاور حمدالله محب

د افغانستان د ملي امنيت مشاور امن او سولې ته د رسېدو لپاره د نوي افغان حکومت لومړيتوب دا بولي چې هغه مافيايي ډلې وځپي چې د افغانستان له خاورې څخه د نشه يي موادو د قاچاق لپاره کار اخلي.

د افغانستان د ملي امنیت مشاور وايي چې د افغانستان جګړه ګڼ شمېر کورني او بهرني عوامل لري چې د نشه يي موادو جرمي اقتصاد یې اصلي عامل دی.

حمدالله محب چې د نيويارک د ايشيا سوسايټي په تحقيقاتي انسټيټیوټ کې یې خبرې کولې، وویل چې د افغانستان په جګړه کې بېلا بېلې کورنۍ او بهرنۍ ډلې ونډه لري چې مالي سرچینه يې نشه يي مواد دي.

ښاغلی محب زیاتوي چې امن او سوله هغه مهال امکان لري چې د نشه يي موادو مافیايي ډلې وځپل شي.

ده وویل: د دې جګړې اقتصادي اړخ ډېر مهم دی، لکه څنګه چې تاسې هم پوهېږئ، له نشه يي موادو څخه لاس ته راغلې پيسې د دې جګړې اصلي عامل دی، له دې جرمي اقتصاد سره مبارزه به د راتلونکي حکومت له لومړیتوبونو څخه وي، له سولې څخه زموږ هدف دا دی چې د افغانستان ټولې سیمې له جرمي ډلو څخه پاکې کړو، موږ به دا هېواد له هغو ډلو څخه هم پاک کړو چې افغانستان د نشه يي موادو په نړیوال مرکز بدلوي.

د افغان دولت او نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې نړیوالې ادارې د ګډ راپور پر اساس په افغانستان کې د نشه يي موادو له لارې هر کال څه د پاسه شپږ میلیارده امریکايي ډالر تر لاسه کېږي، له دې پيسو څخه یوازې یو میلیارد یې افغان بزګرو او کارګرو ته رسېږي او پاتې ټولې پيسې د جنګي او ترهګرو ډلو جېبونو ته لوېږي.

افغان دولت په دې وروستیو وختونو کې له امریکا متحده ایالتونو څخه غوښتي چې له طالبانو سره د مذاکراتو پر مهال دې له دې ډلې څخه وغواړي چې د نشه يي موادو د کښت، قاچاق او تولید په اړه هم خپل دریځ روښانه کړي.

د مشرانو جرګې پخوانۍ غړې او سیاسي کارپوهه رڼا ترین په دې باور ده چې د نشه يي موادو له قاچاق کوونکو سره د مبارزې تر ټولو ګټوره او موثره لاره د قانون عملي کول دي.

دې وویل: په افغانستان کې د نشه يي موادو کاروبار ته زمینه برابره شوې ده، دلته په قضايي ادارو، څارنوالۍ او آن دا چې له نشه يي مواد سره د مبارزې په ځانګړو ادارو کې هم فساد شته، تر هر څه مخکې بايد قانون عملي شي او په دې ډول د فساد لمن ورټوله شي.

افغان دولت په داسې حال کې د نشه يي موادو د قاچاق کوونکو د ځپلو او طالبانو د مالي سرچینو پر وچولو ټینګار کوي چې د نشه يي موادو پر کارخانو باندې د بهرنیو ځواکونو هوايي بريدونه له لسو میاشتو راهیسې درېدلي، خو افغان ځواکونو په یوازې ځان په کابل، فراه، ننګرهار، لوګر او پکتیا ولايتونو کې یو شمېر ورته بریدونه کړي دي.

راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:26 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG