د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۱

په عراق کې د حکومت ضد اعتراضونو پرمهال ۴۲ تنه وژل شوي


د راپورونو له مخې په عراق کې د مظاهرو په ترڅ کې د وژل شویو اعتراض کوونکو ټول شمير ۴۲ ته ورسېد.

په دې مظاهرو کې د عراقي ځواکونو په ګډون لږترلږه ۱۴۰۰ نور کسان هم ټپیان شوي دي.

د روغتونونو مسؤلانو چې نه غواړي نومونه یې افشا شي، اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي دي چې نوي تلفات پرون په نصیریه ښار کې پېښ شوي دي.

نصیریه د بغداد د جنوب په ۳۲۰ کیلومترۍ کې پروت دی او د تشدد تر ټولو زیاتې پېښې په همدې ښار کې شوي چې د راپورونو له مخې، هلته د یوه پولیس په ګډون ۲۵ کسان وژل شوي دي.

د عراق صدراعظم عادل عبدالمهدي ویلي چې د فساد د پای ته رسولو لپاره د مظاهره چيانو غوښتنه پرځای ده.

ښاغلي مهدي نن جمعه په يوه ټلويزيوني وينا کې وويل چې د مظاهره چيانو ټولې پرحقې غوښتنې به ومنل شي.

د عراق د پلازمېنې بغداد او نورو ښارونو په لارو او سړکونو کې له تېرې سې شنبې راهیسې د حکومت ضد مظاهرې پیل شوې چې وروسته بیا نورو ښارونو ته هم وغځېدې.

اعتراض کوونکو پرون د دولتي ځواکونو له خوا له اعلان شوي ګرځبندیز څخه سرغړونه وکړه او واټونو ته راووتل، خو پولیسو یې د تیت او پرک کولو لپاره له اوښکې بهوونکي ګاز، د اوبو له پایپونو، ربړي مرمیو او حتی حقیقي مرمیو څخه کار واخیست.

چارواکو په پلازمېنه بغداد کې د سهار له پنځو بجو ګرځبندیز اعلان کړی و، خو له دې سره سره لسګونه اعتراض کوونکي د بغداد په تحریر چوک کې راټول شول.

د بښنې نړیوال سازمان او ملګرو ملتونو په جلا بیانونو کې دواړو خواوو ته د زغم سپارښتنه کړې.

د ایمنسټي انټرنېشنل د منځني ختیځ د څېړنو د برخې مشرې لین مالوف روېټرز خبري اژانس ته وویل، د عراقي ځواکونو دا کار ډېر ظالمانه دی چې د مظاهره چیانو پر وړاندې یې په بې رحمۍ سره له وژونکې وسلې او غیر ضروري ځواک څخه کار اخیستی.

هغې له چارواکو غوښتي دي چې د پېښې په اړه بې پرې او خپلواکې څېړنې وکړي.

ملګرو ملتونو بیا د حکومت او اعتراض کوونکو ترمنځ د ډیالوګ غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفان دویاریچ پرون د پنجشنبې په ورځ په نیویارک کې د دې سازمان په مقر کې د خبرو پرمهال د معترضانو پر مړینه خواشیني څرګنده کړه او همداراز د صدراعظم عادل عبدالمهدي د هغې ژمنې ستاینه یې وکړه چې وايي، په دې برخه کې به تحقیقات کوي.

دویاریچ زیاته کړه چې د عراق لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې د چهارشنبې په ورځ د اعتراض کوونکو له ځینو مشرانو سره له کتنې وروسته وویل، د اعتراض کوونکو غوښتنې چې کار، حساب کتاب، ډاډمن عامه خدمات، ښه حکومتولي او اقتصادي اصلاحات دي، مشروع دي.

په عراق کې اعتراضونه د سې شنبې په ورځ پیل شول او ورو ورو د جنوب سیمو ته چې ډېری اوسېدونکي یې شیعیه دي، وغځېدل.

روان اعتراضونه د صدراعظم عبدالمهدي د حکومت لپاره ترټولو لوی چلنج ګڼل کېږي.

کړکېچ وروسته له هغه لا پراخ شو چې انټرنټي خدمات په بشپړ ډول په ټپه ودرېدل، په بغداد کې دولتي ودانۍ بندې شوې او پر دې ټولو سربېره شیعه عالم مقتدي صدر د عمومي اعتصاب لپاره غږ وکړ.

امنیتي چارواکي وايي، پرون سهار د بغداد په زرغون زون یا امنیتي کمربند کې دننه، دوه چاودنې وشوې.

دا د پلازمېنې هغه سیمه ده چې بهرني سفارتونه او یو شمېر وزارتونه پکې دي او خورا کلک امنیتي تدابیر ورته نیول شوي دي.

له چاودنو څو ساعته مخکې عراقي چارواکو دې ساحې ته ننوتل ممنوع اعلان کړي وو، ځکه ويرېدل چې اعتراض کوونکي دا سیمه ونه نیسي.

XS
SM
MD
LG