د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۰۸

بارسلونا د اروپا د اتلولیو په فوټپال لیګ کې لومړۍ بریا خپله کړه

تزئیني بڼه لري (د ارشیف انځور)
تزئیني بڼه لري (د ارشیف انځور)

د بارسلونا د فوټبال کلب تېره شپه د اروپا د اتلولیو په لیګ کې لومړۍ بریا خپله کړه.

بارسلونا د مسابقې په درېيمه دقیقه کې ګول وخوړ، خو وروسته لوییس سواریز سیالې لوبډلې انترمیلان ته دوه ګولونه ورکړل.

د بارسلونا کپټان لیونیل میسي چې له خوږېدو وروسته تېره شپه د لوبې میدان ته راوتلی و، خبریالانو ته وویل چې لا هم احساس کوي چې د معمول په شان لوبېدلی نه‌شي.

ده وویل: "خپله هڅه کوم، د روان فصل له پیله تر اوسه پورې دا لومړی ځل دی چې په یوه سیالۍ کې مې پوره ۹۰ دقیقې لوبه وکړه، خوښ یم چې لوبه په ښه نتیجه پای ته ورسېده."

د تېرې شپې بري، بارسلونا لوبډله د اېف ګروپ د جدول دوهم مقام ته ورسوله.

په دې ډله کې لومړی مقام د دروتموند دی.

This item is part of
XS
SM
MD
LG