د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۷

راپور: په انتخاباتو کې د خلکو د ګډون خپاره شوي ارقام د پوښتنې وړ دي


د افغان تحلیلګرانو شبکه د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له لوري په انتخاباتو کې د خلکو د ګډون په اړه خپاره کړي ارقام منتاقض بولي.

د افغان تحلیلګرانو شبکې د راپور په بنسټ، د میزان د شپږمې نېتې په انتخاباتو کې د خلکو د ګډون په اړه خپاره شوي ارقام د پوښتنې وړ دي.

د افغان تحلیلګرانو د شبکې د راپور پر بنسټ، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له انتخاباتو څو ساعته وروسته د میدان وردګ په اړه راپور ورکړ چې په ۶۷ مرکزونو کې ۴۷۶۳ کسانو رأیه ورکړې، خو یوه ورځ وروسته چې د کمېسیون له لوري ارقام خپاره شول، د مرکزونو شمېر ۶۴ ته راښکته شو، خو د خلکو د ګډون کچه په کې ۲۰۵۶۰ تنو ته پورته شوه.

د هلمند ولایت هم همدې ته ورته و، له انتخاباتو وروسته کمېسیون اعلان وکړ چې په دغه ولایت کې ۶۸ مرکزونو کې ۱۸۴۶۱ تنو رأیه ورکړې، په داسې حال کې چې یوه ورځ وروسته د مرکزونو شمېر ۶۱ ته او د خلکو د ګډون کچه په کې ۷۰۲۱۸ تنو ته پورته شوه.

پنجشېر هم د هغه ولایتونو په ډله کې و چې د لومړۍ او وروستۍ ورځې ارقام یې سره توپیر درلودل.

له انتخاباتو وروسته کمېسیون اعلان وکړ چې په دغه ولایت کې ۹۶ مرکزونه وو، چې ۱۰۱۴۴ تنو په کې رأیه ورکړې، خو تر اعلان یوه ورځ وروسته د رأی ورکوونکو شمېر په کې ۱۹۲۹۵ تنو ته لوړ شو.

د انتخاباتو کمېسیون اعلان وکړ چې په ننګرهار ولایت کې په ۳۰۹ مرکزونو کې ۲۲۸۱۳ تنو رأیه ورکړې چې وروسته د مرکزونو شمېر ۳۹۰ ته لوړ شو او د خلکو د ګډون کچه په کې ۲۵۴۸۷۱ تنو ته لوړ شوه.

د افغان تحلیلګرانو شبکې مدیر توماس روتیګ ازادي راډيو ته وویل، د انتخاباتو کمېسیون باید واضح کړي چې ولې د لومړۍ او دوهمې ورځې د شمېرو ترمنځ زیات توپير موجود دی؟

نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون باید په انتخاباتو کې د تفکیک په اساس د خلکو د ګډون کچه په ویبسایټ کې نشر کړي.

ده وویل: مثلاً د کمېسیون خپل ويبسایټ هم په دې اړه نږدې خالي پاتې دی، موږ د هغو مرکزونو لېست چې فعال او هغه مرکزونه چې غیر فعال وو، په ویبسایټ کې نه وینو او همداشان د انتخاباتو د پایلو د پاڼو په اړه معلومات هم په ویبسایټ کې نه دي خپاره شوي.

د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د شنبې په ورځ په پنځو بجو پای ته ورسېدلې، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون شااوخوا پنځه ساعته وروسته یعنې د شپې په لس نیمو بجو د ولایتونو د رأیو په نیمو مرکزونو کې د خلکو د ګډون شمېر د تفکیک په اساس اعلان کړ.

د دغه اعلان په اساس په ۲۵۹۷ مرکزونو کې شااوخوا یو میلیون او یو پنځوس زره کسانو رأیه ورکړې.

خو هغه څه چې یو ورځ وروسته د کمېسیون له لوري نشر شول، په ۳۷۳۶ مرکزونو کې شااوخوا دوه میلیونو یو لک او ۹۶ زرو کسانو رأیه ورکړې.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دارالانشا پخوانی رئیس عبدالله احمدزی وايي، د انتخاباتو کمېسیون د انتخاباتو او یو ورځ وروسته دقت د سرعت قرباني کړ.

نوموړی وايي چې په انتخاباتو کې د خلکو د ګډون کچه هغه وخت باوري کېدای شي، چې کمېسیون په یو شمېر محلونو کې د رأی ورکونو د تفکیک په اساس یې نشر کړي.

دی وایي: زه زیات په دغو شمېرو باور نه لرم، ځکه چې د مرکزونو او محلونو تفصیل موجود نه دی، همدا دلیل و چې په ولایتونو کې دوه ډېر متفاوت راپورنو ورکړل شول، موږ باید د پایلو جمع بندۍ ته منتظر شو.

خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، هغه څه چې د انتخاباتو په لومړۍ او یوه ورځ وروسته خپاره شول، کره ارقام نه وو.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیال عصمت الله مل وايي چې په انتخاباتو کې د خلکو د ګډون په اړه وروستي ارقام به ډېر ژر اعلان شي.

ده زیاته کړه: هغه ارقام چې د کمېسیون له لوري خپاره شول، تخمیني وو، تاسې پوهېږئ چې په ډېری ولایتونو کې امنیتي ستونزې وې، په ځانګړې توګه مخابراتي ستونزې مو درلودې، ومو نه شو کړای چې دقیق ارقام وړاندې کړو.

ښاغلی مل وايي چې د انتخاباتو او بیا یوه ورځ وروسته له انتخاباتو اعلان شوي ارقام مو د ټيلیفون له لارې ترلاسه کړي وو.

د نوموړي په وینا، تخمینونه ښيي چې د میزان د شپږمې په انتخاباتو کې نږدې درې میلیونو کسانو ګډون کړی و.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له خلکو غواړي چې د دقیقو ارقامو د خپراوي انتظار وکړي.

XS
SM
MD
LG