د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۲

د امریکا کانګرس یو پلاوی د افغان سولې په اړه له پاکستاني چارواکو سره غږېدلی


(ښی) د امریکا، پاکستان او افغانستان بیرغونه او نقشې
(ښی) د امریکا، پاکستان او افغانستان بیرغونه او نقشې

د امریکا کانګرس یوه پلاوي پرون د اکټوبر په ۲مه په پاکستان کې د دغه هېواد له چارواکو سره د افغانستان د سولې پر پروسه خبرې کړې دي.

د پاکستان د حکومت پر رسمي ټویټرپاڼه لیکل شوي چې د کانګرس غړي شان پاتريک او جېم هایمس د هغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره د افغانستان د سولې د پروسې په اړه غږېدلي دي.

قریشي په اسلام‌اباد کې د وسله‌والو طالبانو د قطر دفتر له یو شمېر استازو سره هم ليدنې کتنې لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه بیان کې ویلي چې په دوحه کې د طالبانو د سیاسي کمېسيون غړو ته‌یې بلنه ورکړې چې اسلام‌اباد ته ورشي.

په دوحه کې د وسله‌والو طالبانو ویاند سهېل شاهین پرون وویل چې د پلاوي مشري ملا عبدالغني برادر کوي.

شاهین تأیید کړه چې دا پلاوی د پاکستان د حکومت په بلنه پاکستان ته روان شوی دی.

شاهین پر ټویټر لیکي وو چې هغوی به پر مهمو مسئلو خبرې وکړي، خو په دې اړه‌یې نور جزئیات نه‌و ورکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل، د طالبانو استازو ته د ورتګ د بلنې ورکولو هدف د افغانستان د سولې لپاره هغو پرمختګونو ته بیا کتنه ده چې د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ په خبرو کې شوي دي.

په بیان کې لیکل شوي چې په دې لیدنو کتنو کې به هڅه وشي چې څرنګه په افغانستان کې د سولې په ټپه درول شوې پروسه بیا فعالېدای شي.

د روېټرز خبري اژانس په حواله، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت خاص استازی زلمی خلیل‌زاد هم پرون په اسلام‌اباد کې له لوړرتبه چارواکو سره غږېدلی دی.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت خاص استازی زلمی خلیلزاد
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت خاص استازی زلمی خلیلزاد

دا لا نه‌ده تأیید شوې چې خلیل‌زاد د وسله‌والو طالبانو له استازو سره ګوري، خو د پاکستان د حکومت یوه لوړرتبه چارواکي روېټرز ته ویلي چې دا هم ممکنه ده.

په اسلام‌اباد کې د واشنګټن پوسټ خبریال شایق حسین پرون د اکټوبر په ۲مه ازادي راډیو ته وویل چې په یوه وخت کې پاکستان ته د طالبانو د استازو او خلیل‌زاد ورتګ یو تصادف نه‌شي ګڼل کېدلی.

  • خو ایا خلیل‌زاد او د طالبانو استازي به سره وګوري؟

شایق حسین وویل: "زما په نظر، حتی که سره وګوري، ښايي رسماً یې اعلان نه‌کړي، ځکه چې د امریکا جمهور رئيس له طالبانو سره خبرې لغوه کړي، خو که چېرې سره وګوري، دا به یو ښه پرمختګ او یو لوی پرمختګ وي."

پاکستان ته د خلیل‌زاد تر تګ مخکې، د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ په امریکا کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره وکتل او د افغانستان پر مسئله‌یې خبرې وکړې.

په اسلام‌اباد کې د امریکا سفارت په حواله، ټرمپ او خان تېره اوونۍ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څڼده کې سره وکتل.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ او د پاکستان صدراعظم عمران خان
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ او د پاکستان صدراعظم عمران خان

په اسلام‌اباد کې د امریکا سفارت د روېټرز خبري اژانس د یوه اېمېل په ځواب کې لیکلي: "دلته خبرې به د هغه بحث ادامه وي چې د ملګرو متلونو د عمومي اسامبلې په ترځ کې تېره اوونۍ د امریکا د متحده ایالاتو او پاکستان ترمنځ شوی دی."

په پاکستان کې یوه لوړرتبه چارواکي روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې ډېر امکان شته چې د طالبانو استازي به د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره وګوري.

دې چارواکي چې روېټرز اژانس‌یې نوم نه‌دی خپور کړی، ویلي: "موږ هڅه کوو چې د طالبانو استازي قانع کړو چې له خلیل‌زاد سره هم کتنې ته حاضر شي."

کله چې اسلام‌اباد ته د وسله‌والو طالبانو د استازو د تګ خبر خپور شو، د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر ټویټر ولیکل چې سولې ته لومړیتوب ورکوي، خو د سولې په هره پروسه کې باید د افغانستان دولت دخیل وي.

صدیقي ولیکل: "د سولې پروسه پرته له دې چې د افغانستان په مالکیت او مشرۍ وي، نتېجه نه‌شي ورکولای."

XS
SM
MD
LG