د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۳

د یمن د بهرنیو چارو وزیر: د هېواد د تجزیې هره هڅه به شنډه کړو


د یمن د بهرنیو چارو وزیر پر متحده عرب اماراتو هم نیوکه وکړه چې دده په خبره، د هغو ځواکونو ملاتړ کوي چې د يمن په جنوب کې د خپل دولت د جوړولو هڅه کوي.
د یمن د بهرنیو چارو وزیر پر متحده عرب اماراتو هم نیوکه وکړه چې دده په خبره، د هغو ځواکونو ملاتړ کوي چې د يمن په جنوب کې د خپل دولت د جوړولو هڅه کوي.

د يمن د بهرنيو چارو نوي وزير محمد عبداله الحضرمي ژمنه وکړه چې حکومت به د دغه هېواد د تجزيې هره هڅه شنډه کړي.

ښاغلي الحضرمي پرون (سپټمبر ۲۸مه) د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وینا کې پر حوثي یاغیانو چې ایران یې ملاتړ کوي او د يمن په شمال کې یې زياتې سيمې په کنټرول کې دي، انتقاد وکړ.

نوموړي همداراز پر متحده عرب اماراتو هم نیوکه وکړه چې دده په خبره، د هغو ځواکونو ملاتړ کوي چې د يمن په جنوب کې د خپل دولت د جوړولو هڅه کوي.

محمد عبداله الحضرمي ايران په ټوله نړۍ کې د تروريزم عمده تمويلوونکى وباله او ټينګار يې وکړ چې په يمن کې دده په خبره د حوثي ياغيانو کودتا ختمه کړاى شي.

د يمن د بهرنيو چارو نوي وزير په ضمن کې د سعودي عربستان مننه وکړه چې د حوثي ياغيانو پروړاندې په مبارزه کې د يمن د هغه حکومت مرسته کوي چې نړيوال يې په رسميت پېژني.

د يمن د بهرنيو چارو وزير زياته کړه، د متحده عرب اماراتو لخوا د يمن په جنوب کې هوايي حملو، د يمن ثبات کمزورى کړى دى.

ده وويل چې د اماراتو "تهاجم" د سعودي عربستان په مشرۍ د پوځي ائتلاف هم زیانمن کړی چې هدف یې د يمن له حکومت سره همکاري ده.

د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف چې متحده عرب امارات یې هم غړی دی، د يمن په رسميت پېژندل شوي حکومت په استازيتوب، له ٢٠١٥ میلادي کال راهيسې د حوثي ياغيانو پر وړاندې په جګړه بوخت دى.

د يمن په کورنۍ جګړه کې لسګونه زره کسان وژل شوي او دغې جګړې د عرب تر ټولو بېوزلي هېواد يمن کې د نړۍ په سطحه تر ټولو ناوړه بشري ناورين رامنځته کړى دی.

د يمن د بهرنيو چارو وزير هیله وښوده چې راتلونکی کال د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې په داسې حال کې برخه واخلي چې هېواد کې یې سوله ټینګه شوې وي.

XS
SM
MD
LG