د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۱۹

د ازادي راډیو موندنې د ټاکنو په ورځ نږدې ۸۰۰ ټاکنیز مرکزونه تړلي وو

د ازادي راډیو موندنې ښيي چې د ولسمشریزو ټاکنو په ورځ په ۲۷ ولایتونو کې نږدې ۸۰۰ ټاکنیز مرکزونه تړلي وو.

داسې مهال چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون سربېره امنیتي او دفاعي ادارو په ۳۴ ولایتونو کې د ۴۹۴۲ ټاکنیزو مرکزونو د فعالیدو خبر ورکړی و، خو تازه کمېسیون ویلي، له دې ډلې هم ۳۹ هغو ته ټاکنیز مواد ونه رسېدل.

خو د ازادي راډیو موندنې ښيي چې په ټول افغانستان کې د ټاکنو په ورځ له ۵۳۷۳ مرکزونو له ډلې شااوخوا ۸۰۰ هغه یې په ۲۷ ولایتونو کې تړلي وو.

د دې موندونو پر بنسټ، د تړل شویو مرکزونو اصلي دلیل نا امني ده.

ازادي راډیو دا موندنې د خپلو خبریالانو پرمټ چې د ټاکنو په ورځ یې د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې دا بهیر څارلی، تر لاسه کړي دي.

اخوا بیا د افغانستان د ازادو او رڼو ټاکنو بنسټ د معلوماتو پر اساس، د ټاکنو په ورځ په ټول هېواد کې د ۴۹۴۲ مرکزونو له ډلې یې نږدې ۴۰۰ تړلي وو.

د دې موندونو له مخې، د ټاکنو په ورځ د حکومت مخالفو وسله‌والو د هېواد په شمالي ولایتونو کې مخامخ بریدونه وکړل، خو د کابل په ګډون بیا په شمال ختیځ او سویلي ولایتونو کې د راکټي بریدونو او غږیزو بمونو په وسیله ټاکنیز مرکزونه په نښه شول، داسې مهال چې د هېواد ختیځ او لوېدیځ بیا نسبتاً ارام وو.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه وتوانېدل چې د ټاکنو په ورځ د رأی ورکوونې د ۶۸ مرکزونو پر وړاندې د طالبانو د بریدونو مخنیوی وکړي.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د ټاکنو په ورځ د طالبانو ډېر خوځښت او خطر په تخار، لوګر، کونړ، پکتیا، پکتیکا، جوزجان، فاریاب، کندز او کندهار ولایتونو کې وو.

په ورته وخت کې په بغلان، بدخشان، غور، فاریاب، غزني او کابل کې هم د نا امنۍ او چاودنو په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر وايي، د حکومت د مخالفو وسله‌والو په بریدونو کې دوه پولیس هم چې د ټاکنیزو مرکزونو امنیت یې نیولی و، وژل شوي دي.

د هغه له قوله، په همدې ورځ درې افغان نظامیان او ۳۷ ملکیان ټپیان شوي هم دي.

  • 16x9 Image

    محمد خاطر پردېس

     محمد خاطر پردېس (Mohammad Khater Pardes) د ازادې اروپا/ ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG