د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۸

کرکټ بورډ: لانس کلوزنر د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې روزونکی شو


د افغانستان کرکټ بورډ
د افغانستان کرکټ بورډ

د سویلي افریقا پخوانی الراونډر لوبغاړی لانس کلوزنر د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه وګمارل شو.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل، د دغه بست لپاره ۵۰ کسانو خپل غوښتنلیکونه د افغانستان کرکټ بورډ ته سپارلي وو چې د دغې ادارې مشرتابه له ټولو نوماندانو سره له مرکو وروسته ښاغلی کلوزنر د مشر رزونکي په توګه وټاکه.

د افغانستان کرکټ بورډ تمه لري چې ښاغلی کلوزنر به د افغان لوبغاړو د رزونې ترڅنګ د روزونکو په روزنه کې هم د پام وړ رول ولوبوي.

لانس کلوزنر د رزونې په برخه نړیوال سند لري، هغه د هندوستان په غوره لیګ سیالیو کې رزونکی پاتې شوی، دا شان د سویلي افریقا او زېمبابوې د ملي لوبډلو رزونکی هم پاتې شوی دی.

XS
SM
MD
LG