له فاریاب ولایته د ازادي راډيو خبریال اکرام کرم وایي چې په دغه ولایت کې نن سهار اووه بجې انتخاباتي مرکزونه پرانیستل شول او خلکو په پوره لېوالتیا د رأیې ورکونې په بهیر کې برخه واخیسته او لا هم دوام لري.
دی وایي چې په فاریاب کې د رأیې ورکونې په بهیر کې د سړیو په نسبت د ښځو ګډون پراخه دی او تر اوسه د هېڅ ستونزې په اړه راپور نشته.
کرم د ځایي چارواکو له قوله وایي چې افغان ځواکونو په فاریاب کې امنیتي تدابیر نیولي او په هره نقطه کې د پولیسو د څارنې یو مرکز تر سترګو کېږي.
د رأیو له حقه محروم پوځيان
د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشره حوا علم نورستانۍ وايي چې په ټاکنو کې يې درغلۍ ته هېڅ ځای نه دی پريښی.
نورستانۍ پر افغانانو غږ وکړ چې د تاریخ په دې حساسه مرحله کې د افغانستان د برخلیک په ټاکلو کې په جرأت برخه واخلي.
هغې له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل: په پښتو کې متل دی چې که شپه تیاره ده، مڼې په شمار دي، هر څه واضح شوي دي، د درغلۍ هېڅ ځای نه دی پاتې.
د رأیو مرکزونه به د سهار له اوو د ماسپښین تر ۳ بجو پرانیستي وي.
خو په مخکنیو ټاکنو کې د خلکو د زیات ګډون لپاره دا وخت تمدید شوی دی.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي چې ۴۹۴۲ انتخاباتي حوزې یې له امنیتي ادارو سره په ګډه تثبیت کړي دي.
په ټول افغانستان کې به د رأیو ورکولو تر ۲۹ زرو زیات د رأیو ورکولو مرکزونه پرانیستل شي.
په افغانستان کې د رأیې ورکولو په شرایطو د برابرو وګړو دقیق شمېر نه دی څرګند، ځکه په وروستیو کلونو کې د وګړو دقیقه سرشمېرنه نه ده شوې.
خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي چې نهه ميلیونه او ۶۶۵ زره کسانو چې د رأیې ورکولو په شرایطو برابر وو، نومونه ثبت کړي.
په دې کې ۳ميلیونه او ۳۳۴ زره ښځې دي.
د جمهوري ریاست لپاره هېځ ښځه نه ده کاندیده شوې.
حوا علم نورستانۍ وویل چې تر ۱۱ زره زیات د رأیو ورکولو مرکزونه یوازې د ښځو لپاره جوړ شوي دي.
د کورنیو چارو د وزارت یوه چارواکي خوشال سادات په ویډیويي پیغام کې چې د ټاکنو لپاره یې ځانګړی خپور کړی، ویلي چې د ښځو چارو د وزارت په همکارۍ یې تر ۷ زره زیاتې ښځې استخدام کړي چې د انتخاباتو په ورځ د ښځو په مرکزونو کې تلاشي وکړي.
د ښځو په مرکزونو کې به یوازې ښځې کار کوي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشرې وویل چې تر یو لکو زیاتې ښځې په انتخاباتي مرکزونو کې د مامورینو په توګه ګمارل شوي دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي چې تر۱۳۳ زره زیات کورني او بهرني څارونکي به د شنبې په ورځ د انتخاباتي بهیر څارنه کوي.
د ټاکنو لپاره یوه اساسي ستونزه د امنیت خرابوالی دی.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې د سهار له اوو بجو شدید امنیتي احضارات پېل شوي دي.
د ټاکنو د امنیت لپاره د تورخم لاره بنده شوې ده.
پر تورخم یوازې ناروغو وګړو ته د تېرېدو اجازه ورکول کېږي.
د کورنیو چارو وزارت مرستیاله ویانده مروه امیني وايي چې په کابل او لويو ښارونو کې د لویو موټرو پر تګ راتګ هم بندیز لګېدلی دی.
مروه امیني وایي چې د ټولې پروسې لپاره د امنیتي او دفاعي ځو اکونو ۷۲ زره پولیس او منصبدار په دنده ګمارل شوي دي.
په افغانستان کې د وسله والو طالبانو د رژیم تر سقوط وروسته د ا څلورم وار دی چې د جمهوري ریاست ټاکنې کېږي.
په دې انتخاباتو د درغلیو د مخنیوي لپاره ۳۸ زره ماشینونه چې بایومټریک معلومات ثبتوي، کارول کېږي.
د رأیې ورکولو هر مرکز ته د بایومټریک معلوماتو د ثبت یو ماشین استول شوی او یو د احتیاط لپاره ساتل شوی دی.
د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشره حوا علم نورستانۍ وايي چې که سترې ستونزې پېښې نه شي، د جمهوري ریاست د ټاکنو ابتدايي پایلې به د میزان په اووه ویشتمه اعلان شي.
د افغانستان د اساسي قانون د درېیم فصل د شپېتمې مادې پر اساس د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت ولسمشر د دولت په رأس کې دی او په اجرائیه، تقنینیه او قضایه برخه کې ځانګړي صلاحیتونه لري.
د قانون د همدې مادې پر اساس، ولسمشرۍ ته کاندید باید دوه مرستیالان ولري او ولس ته یې ور وپېژني.
د قانون د درېیم فصل د یوشپېتمې مادې پر اساس، جمهور رئيس د ازادو، عمومي او سري ټاکنو له لارې تر پنځوس فیصده د زیاتو رأیو پر اساس ټاکل کېږي.
که په اول دور ټاکنو کې یو کاندید تر پنځوس فیصده زیاتې رأیې ونه ګټي، د یوشپېتمې مادې حکم دا دی چې د اول دور د پایلو تر اعلان دوه اوونۍ وروسته دوهم وار انتخابات وشي او یوازې دوه کاندیدان چې تر نورو یې زیاتې رأيې ګټلي، ګډون په کې وکړي.
که په دې بهیر کې او د پایلو تر اعلان مخکې یو کاندید مړ شي، انتخابات باید له سره وشي.
د افغانستان د اساسي قانون درېیم فصل، یوشپېتمه ماده حکم کوي چې د افغانستان د جمهوري ریاست لپاره هر وګړی چې د افغانستان تبعه، مسلمان او د افغانې مور او افغان پلار اولاد وي او د بل هېواد تابعیت ونه لري، کاندیدېدلی شي.
هېڅ څوک تر دوو وارو زیات جمهوري ریاست نه شي کولی.
د اساسي قانون د همدې مادې درېیم بند وايي چې یوازې هغه وګړی چې محکمې د بشري ضد جرم یا جنایت حکم نه وي ورباندې کړی، جمهوري ریاست ته د کاندیدېدو حق لري.