د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۰
د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنران د کابل په زرغونې لېسه کې د رأی ورکونې بهیر پیل
د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنران د کابل په زرغونې لېسه کې د رأی ورکونې بهیر پیل

د ولسمشریزو ټاکنو د رأی‎ اچونې بهیر رسماً پای ته ورسېد

د افغانستان د څلورم ځل ولسمشریزو ټاکنو د رأی اچونې بهیر نن سهار ۷ بجې پیل او د مازیګر تر ۵ بجو یې دوام وکړ.

  • د افغانستان د څلورم ځل ولسمشریزو ټاکنو د رأی اچونې پیل

د افغانستان د څلورم ځل ولسمشریزو ټاکنو د رأی اچونې بهیر نن سهار ۷ بجې پیل شو.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وایي چې دغه بهیر به د ماسپښین په درېیو بجو به پای ته ورسېږي.

له ډېرو بدګومانیو، اندېښنو او ننګونو سره سره چې ویل کېدل ښايي ټاکنې شاته ولوېږي او یا هم هېڅ ترسره نه‎شي، د ولسمشرۍ د ټاکنو بهیر مخته لاړ.

ډېر خلک په دغو ټاکنو کې د روښانه راتلونکې او د ډموکراتیک نظام پیاوړي کېدو هیلې ګوري او ځینو نورو ته يې بیا د روان بحران اوږدېدو اندېښنې راولاړې کړې دي.

خو د نن ورځې ولسمشریزې ټاکنې په هر حالت کې شونې شوې. دا چې افغانستان کوم لوري ته بیايي، تر ډېره د ټاکنو په روڼوالي پورې تړلي، هغه څه چې له کورنیو سیاستوالو نیولې، د افغانستان تر نړیوالو متحدینو امریکا، اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو ټولو پرې ټینګار کړی.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې، دغو انتخاباتو کې د ګډون لپاره نهه میلیونه او ۶۶۵ زره کسانو نوم‎لیکنه کړې چې ۳ میلیونه ۳۳۴ زره‎یې ښځې دي.

د ټاکنو کمیسیون شمیرو له مخې د ولسي جرګې د ۱۳۹۷ کال د میزان انتخاباتو کې شااوخوا څلور میلیونه کسانو ګډون کړی و چې ۳۳ سلنه‎یې ښځې وې.

خو دا چې د ولسمشرۍ نوماندان څومره وتوانېدل د ټاکنیز کمپاین په موده کې خلک قانع کړي چې خپله رأیه وکاروي، دا به تر ټاکنو وروسته څرګنده شي.

امنیتي ګواښونه ښايي په ټاکنو کې د خلکو ګډون اغېزمن کړي.

پر دې سربېره په تېر کې د ټاکنیزو درغلیو په مخنیوي کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون پاتې راتلو هم، د ټاکنو څارونکو بنسټونو په خبره، رأی ورکونې ته د ډېرو لېوالتیا کمه کړې او پر دغه بهیر یې د خلکو باور زیانمن کړی.

په ټاکنو کې د درغلیو اندېښنې تر بل هر وخت جدي دي. کاندیدانو خبرداری ورکړی چې که ټاکنې رڼې ترسره نه‌شي، نو پایلې به‎یې ورته د منلو نه‎وي. نړیوالې ټولنې او په تېره بیا ملګري ملتونو او امریکا د ټاکنو پر روڼوالي ټینګار کړی.

د ټاکنو کمېسیون که څه هم ډاډ ورکړی چې د درغلۍ ټولې لارې یې تړلې دي، خو د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون یو شمېر سیاسي څېرو اندېښنه څرګنده کړې چې ښايي ولسمشریزې ټاکنې د افغانستان بحران لاپسې ژور کړي.

د درغلیو د مخنیوي په هدف، دا دوهم ځل دی چې د رأی ورکوونکو لېست له وړاندې جوړ شوی او په ټاکنو کې له بایومټریک دستګاوو کار اخیستل کېږي. د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې له دغو تدابیرو سره سره، د درغلیو پراخې ادعاوې وشوې. لاهم د ټاکنو څارونکي بنسټونه ډاډمن نه‎دي چې د ټاکنو کمېسیون به توانېږي دغه بهیر سم مدیریت کړي او د بایومټریک دستګاوې له ستونزې پرته وکاروي.

د پرمختللې ټکنالوژۍ کارولو په دغه هېواد کې د ټاکنو لوړ لګښت لاپسې ډېر کړی دی.

پر راروانو ولسمشریزو ټاکنو ۱۴۹ میلیونه ډالر لګښت راځي چې ۶۰ سلنه‎یې یعنی ۹۰ میلیونه ډالره د افغانستان دولت ورکوي.

دا د سیمې هېوادونو په کچه د هرې رایې د لګښت له پلوه تر ټولو ګران بیه ټاکنې دي چې د چارواکو په وینا پر هرې رأیې ۱۵ ډالره لګښت راځي.

په تېرو ۱۸ کلونو افغانستان کې اته ځلې ټاکنې ترسره شوي، درې ولسمشریزې، درې پارلماني او دوه د ولایتي شورا چې تر یو میلیارد ډالرو ډېر لګښت پرې راغلی او تر ډېره له بهرنیو مرستو تمویل شوې دي.

  • د انتخاباتي بهیر پيل

په پام کې وه د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د روان ۱۳۹۸ کال د وري (حمل) په ۳۱مه ترسره شي، خو وروسته د چنګاښ (سرطان) ۲۹مې او بیا د میزان شپږمې ته وځنډېډې. یو علت‎یې هم د ټاکنو په کمېسیون کې اصلاحات وو. د کمزوري مدیریت او پراخو درغلیو له امله، د ۱۳۹۷ کال ولسي جرګې ټاکنې جنجالي شوې او پایلې یې څو میاشتې وخت ونیوه.

وروسته د ولسمشر اشرف غني د تقنیني فرمان له مخې د ټاکنیزو کمېسیونو کمېشنران له دندو لیرې او پر ځای یې د ۱۳۹۷ کال په کب (حوت) میاشت کې نوي ۱۲ کمېشنران وټاکل شول ترڅو ولسمشریز ټاکنې د دوی په مدیریت ترسره شي.

د ټاکنو د نوي مهالوېش له مخې ټاکنیز کمپاین د اسد په ۶مه پیل شو. د ولسمشرۍ د ۱۸ کاندیدانو له ډلې د محمد حنیف اتمر ټاکنیزه ډله په دغه ټیم کې د داخلي اختلاف له امله وپاشل شوه او ده څو ورځې وړاندې له ټاکنو د شاته کېدو اعلان وکړ، خو درې نور نوماندان شیدا محمد ابدالي، زلمی رسول، ابراهیم الکوزی او نورالحق علومی د محمد اشرف غني په مشرۍ له دولت‎ساز ټیم سره یوځای شول.

د میزان ۶مې په ټاکنو کې به ۱۳ کاندیدان احمد ولي مسعود، رحمت‎الله نبیل، سید نورالله جلیلي، عبدالله عبدالله، عبدالطیف پدرام، عنایت‎الله حفیظ، غلام فاروق نجرابي، فرامرز تمنا، ګلبدین حکمتیار، محمد اشرف غني، محمد حکیم تورسن، محمد شهاب حکیمي، نورالحق علومي او نور رحمان لېوال سره سیالي وکړي.

په پام کې ده تر ۱۲۰ زرو ډېر کورني او نړیوال څارونکي د شنبې ورځې ټاکنې وڅاري. په دوی کې ۳۰زره څارونکي د ښاغلي عبدالله او ۳۰زره نور د ښاغلي غني دي. ملګري ملتونه، امریکا او بریتانیا به هم پر دغه بهیر څار وکړي.

  • امنیتي اندېښنې

په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې داسې مهال ترسره کېږي چې د دولت او مخالفینو ترمنځ جګړو هم زور اخیستی. طالبانو له خلکو غوښتي چې په ټاکنو کې له برخه اخیستو ډډه وکړي او ګواښ‎یې کړی چې په ټول توان به هڅه وکړي دغه بهیر ګډوډ کړي.

د افغانستان د ټاکنو کمېسیون د شنبې ورځې ټاکنو لپاره په ټول افغانستان کې د رأی اچونې ۷۳۰۰ مرکزونه په پام کې نیولي وو، له دې ډلې به هم ۴۴۵ مرکزونه تړلي پاتې کېږي.

د ټاکنو کمېسیون د میزان ۶مې ولسمشریزو ټاکنو لپاره د رأی اچونې ۷۳۰۰ مرکزونه په پام کې نیولي و، خو د امنیتي اندېښنو له امله ۵۳۷۳ مرکزونو ته راښکته شول. اوس له دې ډلې هم ۴۴۵ مرکزونه تړلي پاتې کېږي. د کورنیو چارو وزارت وروسته وویل، یوازې د ۴۹۴۲ مرکزونو امنیت خوندي کولای شي چې د ۲۰۱۴ کال ولسمشریزو ټاکنو په پرتله ۱۸۰۰ مرکزونه کم دي.

۷۲ زره دولتي سرتېري د ټاکنو ورځې د امنیت لپاره ګومارل شوي او په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ځواکونو هم له امنیتي ادارو سره د همکارۍ ژمنه کړې.

د ټاکنیز کمپاین پر مهال پر ټاکنیز بهیر دوه لوی بریدونه وشول. د اسد په شپږمه کابل کې د زرغون بهیر په نوم د اشرف غني د ټاکنیز ټیم مرستیال امرالله صالح پر دفتر ځانمرګي موټربم برید ۲۰ کسان ووژل او ۵۰ نور یې ټپیان کړل.

همداراز د سنبلې په ۲۶مه پروان کې د اشرف غني ټاکنیز کمپاین په نښه شو. دغه ځانمرګي برید چې طالبانو یې مسئولیت ومانه، ۲۶ کسان ووژل او ۴۲ نور ټپیان کړل.

۰۷:۵۲ ۶.۷.۱۳۹۸

د ازادي راډيو خبریاله فېروزه عزیزي د کابل ښار زرغونې لېسې ته تللې چېرته چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون غړو د ولسمشریزو ټاکنو بهیر پرانيست.
فیروزه عزیزي وایي چې د انتخاباتو د کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ د پرانیستې پرمهال له خلکو وغوښتل چې بې له کوم ترسه دې خلک په ډاډه زړه مرکزونو ته ولاړ شي او خپل راتلونکی ولسمشر دې وټاکي او ودې ښيي چې دوی هم په ډموکراسۍ کې ونډه اخیستی شي.

فیروزه وایي چې لا په زرغونه لېسه کې عامو خلکو رأیه اچونه نه ده پیل کړې خو لسګونه کسان رأیې اچونې ته لېوال دي.

۰۷:۵۲ ۶.۷.۱۳۹۸

په کابل کې د انتخاباتو د امنیت لپاره جدي امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
د ازادي راډيو خبریال نورالله شایان وایي چې په کابل کې مهمې لارې د ټرافیکو پر مخ بندې او امنیتي ځواکونه د خلکو د امنیت لپاره په خپلو امنیتي چارو بوخت دي.
دی وایي چې د کابل ښار په ټولو لارو او سړکونو د پولیسو د تلاشۍ محلونه تر سترګو کېږي.
شایان د کورنیو چارو د وزارت له قوله وایي چې یوازې د کابل لپاره ۳۰زره ځواکونه په دنده ګمارل شوي تر څو خلک په ډاډه زړه رأیه ورکړي.
د شایان په خبره چې په کابل ښار د افغانستان ولسمشریز انتخابات د سهار په اوو بجو پیل شول.

۰۸:۱۳ ۶.۷.۱۳۹۸

له کندهاره د ازادي راډيو خبریال صادق رښتیني وایي چې په کندهار ښار کې رأیه اچونه پیل شوې او د امنیتي ځواکونو په خبره چې لومړۍ درجه امیتي تدابیر او چمتووالی یې نیولي دي.

د رښتیني په خبره چې د کندهار په سید جماالدین لېسه کې انتخابات په پوره اوو بجو پیل نشول او په وینا یې چې لامل یې سیمې ته د انتخاباتي کار کوونکو ناوخته راتګ و، خو وایي چې لسګونو کسانو د رأیې اچونې انتظار کاوه.

رښتینی وایي، لیدل کېږي چې افغان ګډ ځواکونه د رأیې اچونې د مرکزونو په امنیت ساتلو بوخت دي او خپلو چارو ته یې دوام ورکړی دی.

۰۸:۳۳ ۶.۷.۱۳۹۸

د رای ورکولو په پروسه کې د ولسمشر غني د ګډون ژوندی بهير

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG