د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۳
د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنران د کابل په زرغونې لېسه کې د رأی ورکونې بهیر پیل
د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنران د کابل په زرغونې لېسه کې د رأی ورکونې بهیر پیل

د ولسمشریزو ټاکنو د رأی‎ اچونې بهیر رسماً پای ته ورسېد

د افغانستان د څلورم ځل ولسمشریزو ټاکنو د رأی اچونې بهیر نن سهار ۷ بجې پیل او د مازیګر تر ۵ بجو یې دوام وکړ.

  • د افغانستان د څلورم ځل ولسمشریزو ټاکنو د رأی اچونې پیل

د افغانستان د څلورم ځل ولسمشریزو ټاکنو د رأی اچونې بهیر نن سهار ۷ بجې پیل شو.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وایي چې دغه بهیر به د ماسپښین په درېیو بجو به پای ته ورسېږي.

له ډېرو بدګومانیو، اندېښنو او ننګونو سره سره چې ویل کېدل ښايي ټاکنې شاته ولوېږي او یا هم هېڅ ترسره نه‎شي، د ولسمشرۍ د ټاکنو بهیر مخته لاړ.

ډېر خلک په دغو ټاکنو کې د روښانه راتلونکې او د ډموکراتیک نظام پیاوړي کېدو هیلې ګوري او ځینو نورو ته يې بیا د روان بحران اوږدېدو اندېښنې راولاړې کړې دي.

خو د نن ورځې ولسمشریزې ټاکنې په هر حالت کې شونې شوې. دا چې افغانستان کوم لوري ته بیايي، تر ډېره د ټاکنو په روڼوالي پورې تړلي، هغه څه چې له کورنیو سیاستوالو نیولې، د افغانستان تر نړیوالو متحدینو امریکا، اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو ټولو پرې ټینګار کړی.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې، دغو انتخاباتو کې د ګډون لپاره نهه میلیونه او ۶۶۵ زره کسانو نوم‎لیکنه کړې چې ۳ میلیونه ۳۳۴ زره‎یې ښځې دي.

د ټاکنو کمیسیون شمیرو له مخې د ولسي جرګې د ۱۳۹۷ کال د میزان انتخاباتو کې شااوخوا څلور میلیونه کسانو ګډون کړی و چې ۳۳ سلنه‎یې ښځې وې.

خو دا چې د ولسمشرۍ نوماندان څومره وتوانېدل د ټاکنیز کمپاین په موده کې خلک قانع کړي چې خپله رأیه وکاروي، دا به تر ټاکنو وروسته څرګنده شي.

امنیتي ګواښونه ښايي په ټاکنو کې د خلکو ګډون اغېزمن کړي.

پر دې سربېره په تېر کې د ټاکنیزو درغلیو په مخنیوي کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون پاتې راتلو هم، د ټاکنو څارونکو بنسټونو په خبره، رأی ورکونې ته د ډېرو لېوالتیا کمه کړې او پر دغه بهیر یې د خلکو باور زیانمن کړی.

په ټاکنو کې د درغلیو اندېښنې تر بل هر وخت جدي دي. کاندیدانو خبرداری ورکړی چې که ټاکنې رڼې ترسره نه‌شي، نو پایلې به‎یې ورته د منلو نه‎وي. نړیوالې ټولنې او په تېره بیا ملګري ملتونو او امریکا د ټاکنو پر روڼوالي ټینګار کړی.

د ټاکنو کمېسیون که څه هم ډاډ ورکړی چې د درغلۍ ټولې لارې یې تړلې دي، خو د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون یو شمېر سیاسي څېرو اندېښنه څرګنده کړې چې ښايي ولسمشریزې ټاکنې د افغانستان بحران لاپسې ژور کړي.

د درغلیو د مخنیوي په هدف، دا دوهم ځل دی چې د رأی ورکوونکو لېست له وړاندې جوړ شوی او په ټاکنو کې له بایومټریک دستګاوو کار اخیستل کېږي. د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې له دغو تدابیرو سره سره، د درغلیو پراخې ادعاوې وشوې. لاهم د ټاکنو څارونکي بنسټونه ډاډمن نه‎دي چې د ټاکنو کمېسیون به توانېږي دغه بهیر سم مدیریت کړي او د بایومټریک دستګاوې له ستونزې پرته وکاروي.

د پرمختللې ټکنالوژۍ کارولو په دغه هېواد کې د ټاکنو لوړ لګښت لاپسې ډېر کړی دی.

پر راروانو ولسمشریزو ټاکنو ۱۴۹ میلیونه ډالر لګښت راځي چې ۶۰ سلنه‎یې یعنی ۹۰ میلیونه ډالره د افغانستان دولت ورکوي.

دا د سیمې هېوادونو په کچه د هرې رایې د لګښت له پلوه تر ټولو ګران بیه ټاکنې دي چې د چارواکو په وینا پر هرې رأیې ۱۵ ډالره لګښت راځي.

په تېرو ۱۸ کلونو افغانستان کې اته ځلې ټاکنې ترسره شوي، درې ولسمشریزې، درې پارلماني او دوه د ولایتي شورا چې تر یو میلیارد ډالرو ډېر لګښت پرې راغلی او تر ډېره له بهرنیو مرستو تمویل شوې دي.

  • د انتخاباتي بهیر پيل

په پام کې وه د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د روان ۱۳۹۸ کال د وري (حمل) په ۳۱مه ترسره شي، خو وروسته د چنګاښ (سرطان) ۲۹مې او بیا د میزان شپږمې ته وځنډېډې. یو علت‎یې هم د ټاکنو په کمېسیون کې اصلاحات وو. د کمزوري مدیریت او پراخو درغلیو له امله، د ۱۳۹۷ کال ولسي جرګې ټاکنې جنجالي شوې او پایلې یې څو میاشتې وخت ونیوه.

وروسته د ولسمشر اشرف غني د تقنیني فرمان له مخې د ټاکنیزو کمېسیونو کمېشنران له دندو لیرې او پر ځای یې د ۱۳۹۷ کال په کب (حوت) میاشت کې نوي ۱۲ کمېشنران وټاکل شول ترڅو ولسمشریز ټاکنې د دوی په مدیریت ترسره شي.

د ټاکنو د نوي مهالوېش له مخې ټاکنیز کمپاین د اسد په ۶مه پیل شو. د ولسمشرۍ د ۱۸ کاندیدانو له ډلې د محمد حنیف اتمر ټاکنیزه ډله په دغه ټیم کې د داخلي اختلاف له امله وپاشل شوه او ده څو ورځې وړاندې له ټاکنو د شاته کېدو اعلان وکړ، خو درې نور نوماندان شیدا محمد ابدالي، زلمی رسول، ابراهیم الکوزی او نورالحق علومی د محمد اشرف غني په مشرۍ له دولت‎ساز ټیم سره یوځای شول.

د میزان ۶مې په ټاکنو کې به ۱۳ کاندیدان احمد ولي مسعود، رحمت‎الله نبیل، سید نورالله جلیلي، عبدالله عبدالله، عبدالطیف پدرام، عنایت‎الله حفیظ، غلام فاروق نجرابي، فرامرز تمنا، ګلبدین حکمتیار، محمد اشرف غني، محمد حکیم تورسن، محمد شهاب حکیمي، نورالحق علومي او نور رحمان لېوال سره سیالي وکړي.

په پام کې ده تر ۱۲۰ زرو ډېر کورني او نړیوال څارونکي د شنبې ورځې ټاکنې وڅاري. په دوی کې ۳۰زره څارونکي د ښاغلي عبدالله او ۳۰زره نور د ښاغلي غني دي. ملګري ملتونه، امریکا او بریتانیا به هم پر دغه بهیر څار وکړي.

  • امنیتي اندېښنې

په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې داسې مهال ترسره کېږي چې د دولت او مخالفینو ترمنځ جګړو هم زور اخیستی. طالبانو له خلکو غوښتي چې په ټاکنو کې له برخه اخیستو ډډه وکړي او ګواښ‎یې کړی چې په ټول توان به هڅه وکړي دغه بهیر ګډوډ کړي.

د افغانستان د ټاکنو کمېسیون د شنبې ورځې ټاکنو لپاره په ټول افغانستان کې د رأی اچونې ۷۳۰۰ مرکزونه په پام کې نیولي وو، له دې ډلې به هم ۴۴۵ مرکزونه تړلي پاتې کېږي.

د ټاکنو کمېسیون د میزان ۶مې ولسمشریزو ټاکنو لپاره د رأی اچونې ۷۳۰۰ مرکزونه په پام کې نیولي و، خو د امنیتي اندېښنو له امله ۵۳۷۳ مرکزونو ته راښکته شول. اوس له دې ډلې هم ۴۴۵ مرکزونه تړلي پاتې کېږي. د کورنیو چارو وزارت وروسته وویل، یوازې د ۴۹۴۲ مرکزونو امنیت خوندي کولای شي چې د ۲۰۱۴ کال ولسمشریزو ټاکنو په پرتله ۱۸۰۰ مرکزونه کم دي.

۷۲ زره دولتي سرتېري د ټاکنو ورځې د امنیت لپاره ګومارل شوي او په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ځواکونو هم له امنیتي ادارو سره د همکارۍ ژمنه کړې.

د ټاکنیز کمپاین پر مهال پر ټاکنیز بهیر دوه لوی بریدونه وشول. د اسد په شپږمه کابل کې د زرغون بهیر په نوم د اشرف غني د ټاکنیز ټیم مرستیال امرالله صالح پر دفتر ځانمرګي موټربم برید ۲۰ کسان ووژل او ۵۰ نور یې ټپیان کړل.

همداراز د سنبلې په ۲۶مه پروان کې د اشرف غني ټاکنیز کمپاین په نښه شو. دغه ځانمرګي برید چې طالبانو یې مسئولیت ومانه، ۲۶ کسان ووژل او ۴۲ نور ټپیان کړل.

۰۸:۵۶ ۷.۷.۱۳۹۸

ولسمشر محمد اشرف غني د ۲۰۱۹ میلادي کال ولسمشرۍ ټاکنو کېدل د جمهوریت بقا او د ټول افغانستان بریا بولي.

د افغانستان د ولسمشرۍ څلورم پړاو ټاکنې د شنبې په ورځ وشوې.

د ملي یووالي حکومت مشران په ټاکنو کې د خلکو ګډون ستايي او د ولسواکۍ د بنسټیزې کېدو په برخه کې یې لویه بریا یادوي.

ولسمشر محمد اشرف غني د شنبې په ماښام ملت ته په خپل پیغام کې وویل، افغانانو په ټاکنو کې د ګډون په وسیله جمهوریت ته لبیک ووایه.

ده وویل: د افغانستان عظیم ولس په دې ملي پروسه کې په خپل پراخ حضور سره، خپل مهم مسؤلیت په ډېر شوق او مېړانې تر سره کړ، اوس پاتې چارې او مسؤلیت چې د دې ملي پروسې بریالیتوب دی، په ټاکنیزو کمېسیونونو پورې اړه لري.

ولسمشر غني همدا ډول له نوماندانو وغوښتل چې له قانوني لارې ټاکنیزې سرغړونې وڅاري او تر خوا یې بیا پر ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غږ وکړ چې ټول شکایتونه د قانون له مخې وڅېړي.

په ورته وخت کې د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، افغانانو ثابته کړه چې په ولسواکۍ باور لري، خو اوس باید د دوی ارادې ته ټاکنیز کمېسیونونه احترام وکړي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

دی وایي: د ټاکنو خپلواک کمېسیون او ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون څخه غوښتنه کوو چې د افغانستان د خلکو د قربانۍ، فداکارۍ، همت او عزت ته په پوره احترام د رأیې په وسیله د خپل راتلونکي ټاکلو لپاره، د ټاکنو د رونټیا په اړه ډاډ ورکړي او خپل ډاډ په عمل کې وښيي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې د شنبې په ورځ د سهار په اوو بجو پیل شوې او د مازیګر په پنځو بجو پای ته ورسېدې.

که څه هم د ورځې په اوږدو کې د ټاکنیزو مرکزونو دننه له بېلابېلو ستونزو یادونه وشوه، خو د ورځې په پای کې ټاکنو خپلواک کمېسیون وویل، په ډېرو مرکزونو کې را ولاړې شوې ستونزې د ورځې په اوږدو کې حل شوې.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون کمیشنر محمد عبدالله د شنبې په ماښام رسنیو ته وویل، ۴۹۴۲ ټاکنیز مرکزونه په ټول افغانستان کې پرانیستي وو او یوازې ۳۹ ته یې ټاکنیز توکي و نه رسېدل.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون کمیشنر محمد عبدالله

نوموړي وویل: زموږ هڅه داده چې له دوو لارو د رأیې ورکوونکو لومړی شمېر معلوم کړو. لومړی دا چې د ولسوالیو له مرکزونو ولایتونو ته مواد ورسېږي او یا هم د هغه مخابراتو په وسیله چې امنیتي ځواکونو موږ په واک کې راکړي، څو موږ دا شمېرې راټولې او تاسې سره شریکې کړو.

ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د یو شمېر تخنیکي ستونزو له کبله نه شي کولای چې د رأیې ورکوونکو بشپړ شمېر خلکو ته ووايي، خو ژمنه یې وکړه چې ډېر ژر به د ګډون کوونکو لومړنی شمېر خلکو سره شریک کړي.

بل لورته بیا پر ټاکنو د څار یو شمېر بنسټونه وايي، ټاکنې د تېر په پرتله رڼې وې، خو د خلکو د ګډون شمېر کم و.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ رئیس یوسف رشید د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې د دوی د شمېرو له مخې نږدې دوه میلیونه کسانو په ټاکنو کې ګډون کړی دی او همدا ډول، د ۴۹۴۲ مرکزونو له ډلې یې له ۴۰۰ زیات تړلي وو.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ رئیس یوسف رشید

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره ۹،۶ میلیونو کسانو نوم‌لیکنه کړې وه، خو په ټول افغانستان کې د ازادي راډیو خبریالانو ته د رسېدلو شکایتونو پر اساس، یو شمېر کسان ځکه له رأیې ورکولو پاتې شوي چې یا یې په بایومټریک دستګاوو کې نومونه نه وو او یا یې هم د رأیې ورکوونکو نوم‌لړ کې نوم نه دی پیدا شوی.

راپور: امید زهیرمل

۰۸:۵۶ ۷.۷.۱۳۹۸

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، طالبانو د هېواد په ۶۸ برخو کې غوښتل چې د رأیې ورکوونې د مرکزونو امنیت ګډ وډ کړي.

په افغانستان کې د شنبې د ورځې ولسمشرۍ ټاکنې له امنیتي ګواښونو لېرې نه وې.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه وتوانېدل چې د ټاکنو په ورځ د رأیې ورکوونې د ۶۸ مرکزونو پر وړاندې د طالبانو د بریدونو مخنیوی وکړي.

دی وایي: دښمن په ټول افغانستان کې د ۶۸ ټاکنیزو مرکزونو پر وړاندې ګواښ جوړ کړی و او هڅه یې کوله چې له بېلابېلو لارو ټاکنې ګډې وډې کړي، خو افغان ځواکونه وتوانېدل چې د دې بریدونو مخنیوی وکړي، دښمن یوازې وتوانېد چې د راکټونو په توغولو او غږیزو بمونو سره یو شمېر برخو کې د خلکو لپاره اندېښنې پیدا کړي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د ټاکنو په ورځ د طالبانو ډېر خوځښت او خطر په تخار، لوګر، کونړ، پکتیا، پکتیکا، جوزجان، فاریاب، کندز او کندهار ولایتونو کې وو.

په ورته وخت کې په بغلان، بدخشان، غور، فاریاب، غزني او کابل کې هم د نا امنۍ او چاودنو په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر وايي، د حکومت د مخالفو وسله‌والو په بریدونو کې دوه پولیس هم چې د ټاکنیزو مرکزونو امنیت یې نیولی و، وژل شوي دي.

د هغه له قوله، په همدې ورځ درې افغان نظامیان او ۳۷ ملکیان ټپیان شوي هم دي.

د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد

خو له دې ټولو سره سره ملي دفاع وزارت وايي، د ولسمشرۍ ټاکنې د ولسي جرګې د ټاکنو په پرتله له امنیتي اړخه ښې وشوې.

د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد د شنبې په ماښام یوه خبري غونډه کې وویل: د تېرو ټاکنو په پرتله په ځلونو د دښمن بریدونه کم وو، دا په دې مانا نه ده چې دښمن مو بریدونه نه دي کړي او دوی یعنې طالبانو چمتووالی نه درلود، بلکې څو ځایه یې بریدونه وکړل، یوازې په ۲۲ برخو کې د ځانګړيو ځواکونو له‌خوا عملیات وشول او دا سبب شول چې دښمن خپلې شومې موخې ته ونه رسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې طالبانو ګواښ کړی و چې د ولسمشرۍ ټاکنو امنیت به ګډ وډ کړي او له خلکو یې غوښتي وو چې ټاکنو کې ګډون ونه کړي.

راپور: امید زهیرمل

۰۸:۵۵ ۷.۷.۱۳۹۸

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکي وایي، تردې مهال د رأی ورکونې د ۴۴۸۰ مرکزونو له ډلې د ۲۵۹۷ مرکزونو د نتایجو لومړنۍ شمېرې د کمیسیون مرکزي دفتر ته رسېدلي دي.

ددغه کمیسیون غړو نن شپه شااوخوا ۱۱ بجې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د اټکل له مخې ددغو مرکزونو د رایو شمېر شااوخوا یو میلیون او ۵۰ زرو ته رسېږي.

ددغه کمیسیون کمیشنر اورنګزېب وویل، تراوسه له درېیو ولایتونو فاریاب، فراه او غزنی هېڅ پایلې دوی ته نه دي رسېدلي.

ددغه کمیسیون بل غړي مولانا محمد عبدالله وویل، دغه شمېرې په غیرمعیاري او اټکلیز ډول ډول جمع بندي شوي او سبا به د نورو پاتې مرکزونو پایلې هم ورسېږي.

د افغانستان د ۱۳۹۸ کال ولسمشریزو ټاکنو د رای ورکونې بهیر چې نن (میزان شپږمه) په سهار اوو بجو پیل شو، د مازدیګر په پنځو بجو په رسمي ډول پایته ورسېد. د رأی اچونې لپاره اته ساعته په پام کې نیول شوي وو، خو د ټاکنو کمیسیون دوه ساعته نور هم وغځېده.

د ټاکنو کمیسیونو د کړنلارې له مخې اوسمهال د رأی ورکونې په مرکزونو کې د رایو شمېرنه روانه ده او د هر محل پایلې به هملته څارونکو ته اعلان شي. سبا به له دغو مرکزونو د ولایتونو مرکزونو ته د انتخاباتي توکو لېږدول پيل شي.

تراوسه څرګنده نه ده چې په ټاکنو کې څومره کسانو رأی ورکړې ده، خو د ټاکنو څارونکو بنسټونو د تېرو انتخاباتو په پرتله د خلکو ونډه کمرنګه بللې ده.

د ټاکنو کمیسیون د معلوماتو له مخې څه باندې نهه میلیونه او ۶۰۰ زره کسانو نوملیکنه کړې وه. نن ۴۴۸۰ مرکزونه د رأی ورکوونکو پرمخ پرانستل شوي وو. د امنیتي ګواښونو د تړلي پاتې مرکزونو پر شمېر ۳۱ نور هم ورزیات شول او په ټوله کې ۴۶۲ مرکزونه په ټول افغانستان کې تړلي پاتې شول.

د ټاکنو کمیسیون چارواکو وویل چې وړاندې شوې شمېرې تخمیني دي او ددغو نتایجو جمع بندي په غیرمعیاري ډول شوې.

د افغانستان د ملي یووالي حکومت مشرانو د رأی اچونې په پای کې د نن ورځې ټاکنو کې د خلکو ګډون وستایه.

ولسمشر اشرف غني دغه ټاکنې په افغانستان کې د جمهوریت بقا او د دغه هېواد بریاله وبلله او ویې ویل چې د افغانستان خلک وتوانېدل چې نړۍ ته د ولسواکۍ یوه بېلګه وړاندې کړي.

هغه زیاته کړه: "د افغانستان عظیم ولس په دې ملي پروسه کې په خپل پراخ حضور سره، خپل مهم مسوولیت په ډېر شوق او مېړانې تر سره کړ. اوس پاتې چارې او مسوولیت چې د دې ملي پروسې بریالیتوب دی، په ټاکنیزو کمېسیونونو پورې اړه لري."

د حکومت اجراییه ريیس عبدالله عبدالله وویل، خلکو ثابته کړه چې په ډیموکراسۍ باور لري. هغه زیاته کړه چې اوس د ټاکنیزو کمیسیونو وار دی چې د خلکو ارادې ته احترام وکړي.

"د ټاکنو خپلواک کمېسیون او ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون څخه غوښتنه کوو چې د افغانستان د خلکو د قربانۍ، فداکارۍ، همت او عزت ته په پوره احترام د رایې په وسیله د خپل راتلونکي ټاکلو لپاره، د ټاکنو د رونټیا په اړه ډاډ ورکړي او خپل ډاډ په عمل کې وښيي. "

د رأی ورکولو بهیر ستونزې

تقریبا له ټولو ولایتونو د رأی ورکونې په بهیر کې د تخنیکي ستونزو راپورونه ورکړل شول چې د څارونکو بنسټونو په وینا ډېر کسان یې له رأی ورکولو محروم کړل.

په افغانستان کې د ۱۳۹۸ کال ولسمشریزې ټاکنې له کوم جدي امنیتي ګواښ پرته ترسره شوې.

ترټولو پراخه ستونزه د رأی ورکوونکو په لیست کې د رأی ورکوونکو د نوم نشتوالی و. ځینو کسانو چې تېر کال یې د همدې نوملړ له مخې د ولسي جرګې په ټاکنو کې برخه اخیستې وه، دا ځل یې نومونه نه لیدل کېدل.

ان د ولسشمرۍ نوماند شهاب حکیمي هم د همدې ستونزې په وجه ونه شوای کولی خپله رایه وکاروي.

امنیتي ستونزې

د ورځې په اوږدو کې امنیتي پېښې ډېرې وې، خو د مخالفینو د لویو بریدونو راپور ورنکړل شو.

د افغانستان د کورنیو چارو او دفاع وزیرانو د رأی اچونې بهیر پایته رسېدو وروسته نن ماښام د امنیتي پېښو په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړل.

د دفاع وزیر اسدالله خالد وویل، په افغانستان کې تېرو ټاکنو ته په کتو دا ځل د مخالفینو بریدونه ډېر کم و. هغه وویل: "دا په دې معنا نه ده چې هغوی هڅه ونه کړه. هغوی خپل چمتووالی درلوده. په څو ځایونو کې یې بریدونه وکړل، خو د امنیتي ځواکونو د تېرې شپې ۲۲ عملیاتو د طالبانو د بریدونو مخه ونیوله."

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي وویل، د دولت مخالفینو په ۶۸ سیمو کې د انتخاباتي مرکزونو شاوخوا او په لارو کې تحرکات درلودل.

د دولتي ځواکونو له کلکو امنیتي تدابیرو سره سره، مخالفینو په ۶۸ سیمو کې د انتخاباتي مرکزونو شاوخوا او په لارو کې تحرکات درلودل.

ښاغلي اندرابي وویل، که څه هم په ځینو سیمو کې مقناطیسي ماینونو او غږیزو ماینونو په وسیله چاودنې وشوې او توغندي وتوغول شول، خو ویې نشوای کولی چې د رای ورکونې بهیر ګډوډ کړي.

د امنیتي چارواکو د معلوماتو له مخې د مخالفینو ډېر تهدید په تخار، لوګر، کنرها، پکتیا، پکتیکا، جوزجان، فاریاب، کندز او کندهار کې و چې چاودنې او توغندیز بریدونه پکې وشول.

په کندهار کې د دوو چاودنو راپور ورکړل شوی. په کابل کې هم د مقاطیسي ماینونو په وسیله دوه چاودنې شوي، د پلخمري ښار پر څنډو هم دوه توغندي ولګېدل او په ارزګان کې هم توغندويي بریدونه وشول.

په ورته وخت کې په بغلان، بدخشان، غور، فاریاب، غزني او کابل کې هم د نا امنۍ او چاودنو راپورونه ورکړل شوي دي.

د امنیتي چارواکو د معلوماتو له مخې په ټول افغانستان کې د نن ورځې په جګړو کې ۲۵۱ طالبان او دوه پولیس وژل شوي او دوه پوځیان، یو محلي پولیس او ۳۷ ولسي وګړي ټپیان شوي دي.

۰۸:۵۵ ۷.۷.۱۳۹۸

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د افغانستان خلک چې پرون یې په ټاکنو کې ګډون وکړ، ستایلي دي.

سټولټنبرګ پرون د سپټمبر په ۲۸مه پر ټوېټر لیکلي چې ناټو تړون په افغانستان کې سولې ته د شرایطو د برابرولو لپاره د دې هېواد ترڅنګ ولاړ دی.

په کابل کې د امریکا سفارت هم افغانانو ته د زړورتیا لپاره چې د تهدیدونو په اوج کې له کورونو ووتل او دخپل ډموکراتیک حق لپاره یې رأیه ورکړه، مبارکي ویلې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازي دفتر یوناما ویلي چې وخت، سړې سینې او حوصلې ته اړتیا ده، تر څو د انتخاباتو کمېسونونه شکایتونه وڅېړي او پایلې اعلان کړي.

د پاکستان حکومت هم افغانانو ته مبارکي ویلي چې څلورم وار یې په بریالیتوب د جمهوري ریاست ټاکنې تر سره کړې.

د پاکستان د حکومت په رسمي بیان کې چې پرون خپور شوی، لیکل شوي چې پیاوړی، خپلواک او سوله ییز افغانستان غواړي او د ټولې سیمې سولې او ثبات ته یې مهم ګڼي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG