د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۶

د انتخاباتو کمېسیون: د انتخاباتو لپاره چمتو یوو او کومه ستونزه نه لرو


د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، نن تر ماښامه پورې به د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره چمتووالی پای ومومي.

د ولسمشریزو ټاکنو پیلېدو ته معکوس شمېر پيل شوی او د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایي، چمتو دی چې د شنبې په ورځ په ټول هېواد کې ولسمشریزې ټاکنې ترسره کړي.

د دغه کمېسیون په خبره، ۳۴۴ ولسوالیو ته مواد رسېدلي او پاتې ۱۰۲ نورو ولسوالیو ته به په څو ساعتونو کې مواد ورسېږي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیال عصمت الله مل ازادي راډیو ته وویل چې نن ترماښامه پورې به د کمېسیون ټولې تیارۍ بشپړې شي.

ده وویل: تقریباً ۹۰ سلنه انتخاباتي مواد مرکزونو ته رسېدلي، پاتې مواد چې د ولایتونو په ښارونو کې دي، مرکزونو ته یې وېش پیل شوی، مونږ سل په سلو کې ډاډ ورکوو چې موږ د موادو په لېږد کې له کومې ستونزې سره مخ نه یوو، کومو ځایونو کې چې ستونزې وې، امنیتي مسؤلینو همکاري وکړه او د ځمکې او هوا له لارې موږ مواد ولېږدول، ان شاالله موږ له کومې ستونزې سره مخ نه یوو.

ټاکل شوې چې د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې سبا شنبه د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې په ۳۰ زره محلونو کې وشي.

د رأیې ورکونې د دغو محلونو له ډلې ۱۱ زره یې ښځو ته ځانګړي شوي دي.

د انتخاباتو د کمېسیون څه باندې دوه لکه موقت کارکوونکي به چې ۳۰ سلنه یې ښځې دي، په ټول هېواد کې انتخاباتي چارې پرمخ یوسي.

په دغو ټاکنو کې ۹ اعشاریه ۶ میلونه وګړي د رأیې ورکونې په شرایطو برابر ګڼل شوي چې په ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه به له انتخاباتو وروسته د ټاکنو کمېسیون له خوا اعلان شي.

د ځینو راپورونو له مخې، زرګونه کورني او نړیوال څارونکي به د میزان د شپږمې د ټاکنو څخه څارنه وکړي.

بل خوا امنیتي ننګونو ته په کتو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې له تېرو درېیو ورځو راهیسې د هېواد ټول ځواکونه د ټاکنو د امنیت د ټینګښت لپاره د تیارسۍ په حال کې دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیاله ویانده مروه امیني وايي چې د ټاکنو د امنیت د ټیګښت لپاره ۷۲ زره امنیتي ځواکونه ګمارل شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیاله ویانده مروه امیني
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیاله ویانده مروه امیني

دې وویل: په ټوله کې ۷۲ زره امنیتي سرتېري د ټاکنو د امنیت د ټینګښت مسؤلیت لري چې ۳۰ زره یې د رأیې ورکونې د مرکزونو د امنیت د ټینګښت لپاره ګمارل شوي چې اوسمهال په دغو مرکزونو کې ځای په ځای دي.

د ۴۹۴۲ مرکزونو له ډلې چې د ټاکنو په ورځ به خلاص وي، ۶۷۴ یې له لوړو امنیتي ننګونو سره مخ دي.

د کورنیو چارو وزارت په خبره، په هر يو ټاکنیز مرکز کې یې له ۸ تر ۱۲ پورې امنیتي سرتېري ځای پر ځای کړي دي.

دا شان ۹۶۰ نور مرکزونه چې په منځنۍ کچه له ننګونو سره مخ دي، د امنیت د ټينګښت لپاره يې په هر مرکز کې ۶ تنه پولیس ګمارل شوي دي.

خو ۳۲۶۲ نور مرکزونه چې خوندي ګڼل شوي، په هر يو مرکز کې یې څلور تنه پولیس ځای پر ځای شوي دي.

XS
SM
MD
LG