په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د پراخ ګډون په موخه په پکتیا کې د دې ولایت مېرمنو د ټاکنو د عامه پوهاوي غونډه وکړه.
دوی وایي، د دې ولایت مېرمنې به راتلونکو ټاکنو کې د دې لپاره برخه واخلي، څو له راتلونکي حکومته خپل حقونه ترلاسه کړي او د ولسواکۍ رښتینی تمثیل وکړي.
خو د پکتیا مېرمنې اندېښنې دي او وایي چې ناامني، د ښځو عکس جبري کېدل او په یو شمېر مرکزونو کې د نارینه وو ګمارنه هغه ستونزې دي چې ممکن په ټاکنو کې د ښځو ګډون کمرنګه کړي.
په دې اړه نور تفصیل د ازادي راډيو د خبریال احسان ارین په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدای شئ: