د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۵:۴۰

ټاکنیزې سیالۍ او د انتخاباتو کمېسیون د چمتووالي ۲ میاشتې څرنګه تېرې شوې؟


د انتخاباتي سیالیو او د ټاکنو لپاره د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د چمتووالي دوه میاشتې څرنګه تېرې شوې؟

محمد فرید د کابل د کارته سخي سیمې په یوه کوڅه کې له ۴۸ کلونو راپدېخوا بایسکلونه جوړوي.

۵۴ کاله عمر لري او د یوې ۸ کسیزې کورنۍ سرپرست دی، هغه د ولسمشرۍ په درېیو ترسره شویو ټاکنو کې رأیه ورکړې ده.

که څه هم دا سړی وایي چې تردې دمه یې په دسترخوان کې هېڅ بدلون نه دی راغلی، خو د میزان د میاشتې د شپږمې په ټاکنو کې به رأیه ورکړي.

دی وایي، د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو د دوو میاشتو په لړ کې په خپلو سیالیو کې هېڅ قناعت ورکوونکې برنامه نه ده وړاندې کړې.

د محمد فرید انتقاد دا دی چې په دغو دوو میاشتنیو ټاکنیزو سیالیو کې نوماندانو د دې پر ځای چې ولس ته خپلې برنامې او طرحې وړاندې کړي، د یو بل په وړاندې يې کنایوي انتقادونه وکړل.

دی زیاتوي: دا کنایې یې له کوڅو او بازارونو زده کړي، که دومره یې فکرونه روښانه دي، دوی به دا خبرې نه کولې، زما په شان بېسواده خلک به له دوی څه زده کړي، چې یو بل وهي او تخربیوي، انتخابات خو پنځه کاله وروسته بیا ترسره کېږي، داسې کار دې وکړي چې خلک ترې دفاع وکړي او په نورو دورو کې ورته رأیه ورکړي، برنامې دې ولري او خلکو ته دې هیلې ورکړي.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د مهالوېش پر اساس د ولسمشرۍ د نوماندانو ترمنځ ټاکنیزې سیالۍ دوه میاشتې وړاندې د اسد په شپږمه پیل شوې وې.

پر ټاکنو د څار یو شمېر بنسټونه وایي، د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندان د خپلو برنامو د شرحې لپاره ښه فرصتونه له لاسه ورکړی.

له بلې خوا دا ټاکنیزې سیالۍ تر نورو ټاکنو کمرنګې بلل شوې دي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا ویانده سمیرا رسا وایي، د ټاکنیزو سیالیو پر مهال د سولې تودو خبرو له امله دغه سیالۍ کمرنګه وې.

نوموړې وایي، کېدای شي چې د دغو سیالیو د کمرنګوالي له امله خلک د قومي او شخصي اړیکو پر اساس نوماندانو ته رأیه ورکړي، نه د برنامو په اساس.

دا وایي: موږ دلته اندېښمنوي چې خلک به بیا هم د سمت، قوم او څېرو له مخې رأیه ورکړي، نه د برنامې له مخې، ان دا چې په ځینو ولسوالیو کې خلک دغه نوماندان نه پېژني، زابل یې یوه بېلګه ده چې د دغه ولایت په مرکز کلات ښار کې د دوو نوماندانو دوه پوسټرونه چې (محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله) دي، نصب دي او بس."

د ټاکنیزو سیالیو په کمرنګوالي سربېره د دغو سیالیو دوه میاشتنۍ دوره له امنیتي ستونزو سره هم مخ وه.

تر دې وړاندې ځينو ټاکنیزو ټکټونو ویلي وو چې د امنیتي ستونزو له امله یې ونشو کړای چې د افغانستان زیاتو سیمو ته لاړ شي او خپلې ټاکنیزې سیالۍ تر سره کړي.

په دې دوره کې دوه سترې امنیتي پېښې وشوې.

وروستۍ انتحاري حمله چې په پروان ولایت کې د ټاکنیزو سیالیو په یوه غونډه کې وشوه، ۲۹ کسان په کې ووژل شول او ۴۲ نور ټپیان شول.

له دې وړاندې د ټاکنیزو سیالیو په لومړۍ اوونۍ کې د دولت جوړونکي ټاکنیز ټیم مشر محمد اشرف غني د لومړي مرستیال امرالله صالح پر دفتر حمله وشوه چې په دې پېښه کې ۲۰ کسان ووژل شول او پنځوس نور ټپیان شول.

فیفا وایي، دې دوه حملو او نورو امنیتي ستونزو په ټاکنیزو کمپیانونو کې د خلکو د پراخ حضور ترڅنګ، د ټاکنو خپلواک کمېسیون پر چمتووالي هم اغېز کړی دی.

دې کمېسیون ولایتونو ته د ټاکنیزو موادو لېږد له مهالوېش درې ورځې وروسته پای ته ورساوه.

د انتخاباتو حساس مواد
د انتخاباتو حساس مواد

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، کمېسیون دغه شان ونه توانېد چې د رأیې ورکوونکو نوملړ د رأیې ورکونې په مرکزونو او محلونو کې را وځړوي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا رئیس حبیب الرحمان ننګ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: تقویتي نوملیکنه مو چې وکړه، موږ ونه توانېدو چې د رأیو په مرکزونو کې یې نوملړ خپور کړو، له بده مرغه چې په ټاکلي وخت مواد ولایتونو ته ونه لېږدول شول او موږ په دغه چاره کې بریالي نشو، نو ټول مهالوېش مو پلی کړ، بسته بندي بشپړه شوه او ولایتونو ته په ښه توګه ولېږل شول.

که څه هم د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د ټاکنو د امنیت د ټینګښت خبر ورکړی، خو په دغو ټاکنو کې د رأیې ورکونې د مرکزونو په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

په تېرو ټاکنو کې د رأیې ورکونې د مرکزونو شمېر له اوو زرو پورته و، خو په روانو ټاکنو کې دغه شمېر ۵۳۰۰ ته ښکته شوی دی چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د دغو مرکزونو څخه د ۴۹۴۲ مرکزونو د امنیت د ټينګښت خبره کړې ده.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ وايي، په دومره شمېر کې د مرکزونو تړلي پاتې کېدل د ټاکنو سراسريوالی تر پوښتنې لاندې راولي.

د دغه بنسټ ویانده سمیرا رسا وویل: د ټاکنو خپلواک کمېسيون مکلف دی چې د اړوندو بنسټونو په مرسته په ټول هېواد کې خلکو ته د رأیې ورکونې زمینه برابره کړي، له بده مرغه چې امنیتي ننګونې به په ټاکنو کې د خلکو د ګډون مخه ونیسي.

بله اندېښنه چې پر ټاکنو د څار بنسټونو له خوا مطرح کېږي، هغه ټاکنو ته د خلکو نه لېوالتیا ده.

د افغانستان د شفافو ټاکنو بنسټ يا ټیفا وايي، حکومتي بنسټونو، نوماندانو او حکومت په ټاکنو کې د خلکو د باور زیاتولو لپاره بنسټیز کارونه نه دي کړي.

د دغه بنسټ ویاند زبیر حبیب زاده ازادي راډیو ته وویل، تېرې ټاکنیزې درغلۍ او د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې د حکومت له خوا د شویو ژمنو نه عملي کېدل هغه عوامل دي چې پر ټاکنو یې د خلکو باور کم کړی دی.

په ټاکنو څار بله مسئله ده چې په را روانو ټاکنو کې د اندېښنې وړ بلل شوې ده.

د فیفا او ټيفا په ګډون د څار يو شمېر بنسټونو د مالي امکاناتو د کموالي له امله په دغو ټاکنو کې خپل څارونکي کم کړي دي.

د افغانستان د رڼو ټاکنو د موسسې يا ټيفا ویاند زبیر حبیب زاده وايي، د مالي ستونزو سره سره به دغه بنسټ د را روانو ولسمشریزو ټاکنو د څارنې لپاره ۴۵۰۰ څارونکي وټاکي.

ده وویل: له بده مرغه چې دا ځل نړیواله ټولنه د څارنې له پروګرامونو څخه لازم ملاتړ نه لري او موږ په دې برخه کې هېڅ ډول مالي مرسته نه ده ترلاسه کړې، خو موږ بیا هم د يوه ملي بنسټ په توګه هڅه وکړه چې په راتلونکو ټاکنو کې ۴۵۰۰ څارونکي ولرو.

خو هغه څه چې کولای شي را روانې ټاکنې د ۲۰۱۴ کال له ټاکنو بېلې کړي، هغه د رأیې ورکوونکو لپاره له بایومټریک دستګاو څخه ګټه اخیستنه ده.

که څه هم د څار يو شمېر بنسټونه او سیاسي جریانونه د دغو دستګاو د کارونې پر څرنګوالي نیوکه کوي، خو د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، له بایومټریک څخه کار اخيستنې د ټاکنیزو درغلیو زیاتره لارې محدودې کړي دي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا د رئیس حبیب الرحمن ننګ په خبره، په را روانو ټاکنو کې د رای ورکونکو نوملړ بدلون موندلی او د هر رأیه ورکوونکي نوم د کمېسیون په ویبپاڼه کې خپور شوی دی.

خو له دې ټولو ننګونو او پرمختګونو سره سره ټاکل شوې چې د څلورم ځل لپاره ولسمشریزې ټاکنې د شنبې په ورځ د تلې په شپږمه نېټه ترسره شي.

XS
SM
MD
LG