د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۱

هشت صبح: د انتخاباتو له ترسره کیدو پرته بله لاره نشته


د کابل د نن ورځې چاپ ورځپاڼو تر ډېره د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.
د کابل د نن ورځې چاپ ورځپاڼو تر ډېره د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.

د کابل د نن ورځې چاپ ورځپاڼو تر ډېره د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.

هشت صبح:

هشت صبح ورځپاڼې خپله سرمقاله د جمهوری ریاست انتخابات باید ترسره شي ترعنوان لاندې لیکلې ده.

د سرمقالې لیکوال لیکلي، یوه ډله سیاسیون د جمهوری ریاست د انتخاباتو له ترسره کیدو سره مخالف دي، په داسی حال کې چې دوی کې ځینې د انتخاباتو کاندیدان وو او پخپله حامد کرزی ددغه هېواد منتخب ولسمشر وو.

د ورځپاڼې په لیکنه د ملی وحدت حکومت وخت پای ته رسیدلی او هیڅ مرجع یې د تمدید صلاحیت نه لري.

د سرمقالې لیکوال لیکلي چې د انتخاباتو له ترسره کیدو پرته بله لاره نشته او که چیرې انتخابات ترسره نه شي، افغانستان به یو له یوه بل جدی اوخطرناک بحران سره مخامخ شي.

دنیا:

دنیا ورځپاڼې د ټاکنې او مهمې خبرې په عنوان په خپره کړې سرمقاله کې لیکلي دي چې د دغو ټاکنو پیکه کمپاینونو او د خلکو نه لېوالتیا ته په کتو، شاید د تېرو په پرتله په دې ټاکنو کې ډېر خلک برخه وانه خلي.

سرمقاله لیکونکی لیکي، که خلک په انتخاباتو کې برخه وانه خلي، نو ممکن د ولسمشرۍ د شنبې د ورځې ټاکنې، د یو بل بحران د پیل لامل شي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي دي چې د ولسمشرۍ یو شمېر مخکښ نوماندان هم سر له اوسه د ټاکنو پر شفافیت بې باوره دي او وايي چې شاید په ټاکنو کې د ځینو ځانګړو نوماندانو په ګټه درغلۍ وشي.

ورځپاڼه لیکي چې د ټاکنو په اړه دغه ډول ذهنیت اندېښنې راپورته کوي او خلک په خپل راتلونکې بې باوره کوي.

سرمقاله لیکونکی غوښتنه کوي چې حکومت باید د ټاکنو شفافیت تضمین کړي، ځکه د سرمقالې د لیکوال په باور که په ټاکنو کې پراخه درغلۍ وشي، نو هر څه به ګډوډ او هیواد به ژور بحران ته بوتلل شي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې هم له حکومت او ولسي وګړو غوښتنه کړې چې د شنبې د ورځې په ولسمشریزو ټاکنو کې د درغلیو مخه ونیسي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، که څه هم د ولسمشرۍ ټاکنې د بایومټریک دستګاه په استفادې ترسره کیږي او درغلي کول به په کې سخت وي، خو بیا هم په دې اړه اندېښنې شته.

ملي ارمان لیکي چې د انتخاباتو پروړاندې د درغلۍ ترڅنګ ناامنۍ بله هغه ستونزه ده چې خلک يې اندېښمن کړي او باور لري چې شاید په ډېرو سیمو کې ټاکنې ونه شي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي دي چې خلک د یوې ښې راتلونکې په هدف په ټاکنو کې برخه اخلي، نو اړینه ده چې حکومت، خلک او د څار بنسټونه د درغلۍ په مخنیوي کې مهم رول ادا کړي.

هېواد:

هيواد دولتي ورځپاڼې لیکلي دي چې که څه هم دښمن د ولسمشریزو ټاکنو د مخنیوي لپاره پراخ تبلیغات کړي، خو د سرمقالې لیکوال وړاندوینه کړې چې له ستونزو سره سره به افغانان په پراخه کچه د ولسمشرۍ په ټاکنو کې برخه واخلي.

د سرمقالې لیکوال ډاډ ورکړی چې د تېرو ټاکنو په پرتله د ولسمشرۍ د شنبې د ورځې ټاکنو ته پراخ امنیتي ترتیبات نیول شوي او د درغلۍ د مخنیوي لپاره هم پراخې هڅې کیږي.

XS
SM
MD
LG