د امریکا ولسمشر وايي، د ثبات په اړه د ډاډ تر لاسه کولو لپاره، متحده ایالات د خپلو افغان شریکانو همکارۍ ته دوام ورکوي.
ډونالډ ترمپ نن د سپتمبر څلوریشتمه نېټه د ملګرو ملتونو په څلور اویایم اجلاس کې په خپله وینا کې وویل، چې دا اقدام ترهګرۍ سره د مبارزې په هدف کوي.
ترمپ زیاته کړه، چې "له بده مرغه طالبانو په افغانستان کې د وحشيانه حملو لار خپله کړې ده."
د نوموړي په خبره، متحده ایالات د افغانستان خلکو ته یو ښه او هوسا راتلونکې غواړي.
ولسمشر ټرمپ په ایران ډېر انتقادونه وکړل او ویې ویل، چې د هغه هیواد رژیم د خپلو خلکو لپاره کار نه دی کړی.
نوموړي د ایران مشرتابه په سوریه او یمن کې د ترهګرۍ ملاتړی یاد کړ.
ډونالډ ټرمپ دغه شان ایران د امریکا پر وړاندې لوی امنیتي ګواښ یاد کړ.
د امریکا ولسمشر د سپتمبر د میاشتې په څوارلسمه د سعودي عربستان په نفتي تاسیساتو په حملې کې هم ایران ګرم وګڼلو.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش، د ملګرو ملتونو د مجمعې څلور اویایم اجلاس د پرانیستې پر مهال د دغه پښې په اړه ټولې خواوې زغم ته راوبللې.
ایران په دې برخه کې هر ډول لاس لرل رد کړي دي.