د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۶

الجبېر: د خپلو تېلو پر تاسیساتو د وروستۍ حملې په ځواب کې مناسب اقدام کوو


د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبېر
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبېر

د سعودي عربستان چارواکو ویلي چې د خپلو تېلو پر تاسیساتو د وروستۍ حملې په ځواب کې به مناسب اقدام وکړي.

د سعودي عربستان د تېلو پر سترو تاسیساتو د سپټمبر په څوارلسمه حمله وشوه.

په یمن کې حوثي ملېشه وسله والو چې ایران یې ملاتړ کوي، د سعودي پر تاسیساتو د حملې مسؤلیت واخیست.

خو ریاض او واشنګټن وايي چې ایران د حملو تر شا و.

د وروستیو حملو له امله د سعودي عربستان د تېلو د تصفیې تقریباً نیمايي تاسیسات له کاره لوېدلي وو.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبېر د شنبې په ورځ یو وار بیا پر ایران تور پورې کړ چې د هغوی د تېلو پر تاسیساتو په حملو کې یې لاس درلود.

عادل الجبېر د سپټمبر په یویشتمه په ریاض کې خبریالانو ته وویل: موږ ایران د دې جنایتکار عمل مسؤل ګڼو.

الجبېر زیاته کړه چې له ملګرو ملتونو یې غوښتنه کړې چې خپل کارپوهان ور واستوي او د پېښې په اړه په څېړنو کې ګډون وکړي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د څېړنو تر بشپړېدو وروسته به د داسې تشدد مناسب ځواب ورکړي.

خو ایران پر ځان لګېدلي تورونه کړي دي.

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب چارواکو هم پرون خبرداری ورکړ چې که حمله پرې وشي، متقابل عمل به وکړي.

د سپاه پاسداران انقلاب قوماندان جنرال حسین سلامي د ایران له دولتي ټلویزیونه په وینا کې وویل چې د ایران ځواب به حد او پوله نه لري.

د سپاه پاسداران انقلاب قوماندان حسین سلامي
د سپاه پاسداران انقلاب قوماندان حسین سلامي

هغه وویل: احتیاط وکړئ، موږ به هر تشدد کوونکي ته ځواب ورکړو، موږ به تر هغو چې تشدد کوونکی په بشپړ ډول له منځه ولاړ نه شي، د دښمن له ځپلو لاس نه اخلو.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د سپټمبر په شلمه په سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو کې د امریکايي ځواکونو د متوسطې کچې تقویتي پلان سره موافقه وکړه.

د امریکا د لویو درستیزانو د کمېټې مشر جنرال جوزف ډانفورد پرون وویل چې سعودي عرب او متحده اماراتو ته د امریکايي ځواکونو د استولو د پلان جزیات به وروسته څرګند کړي.

د امریکا دفاع وزیر مارک ايسپر په دې اړه وویل چې سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو غوښتنه ورڅخه کړې چې د هغوی د هوايي ځواکونو او د مزائیلو د دفاعي سېسټم د پیاوړي کولو لپاره مرسته وکړي.

مارک ايسپر وویل چې د ځواکونو تقویتي پلان د امریکا لومړی ګام دی او د نورو اقداماتو امکان یې هم رد نه کړ.

XS
SM
MD
LG