د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۶

د طالب جنګیالیو د ادغام په اړه د سیګار ادارې راپور ته د کابل غبرګون


د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش (سیګار) په خپل وروستي راپور کې ویلي، په ټولنه او دولتي ځواکونو کې د لسګونه زره طالبانو د ادغام لپاره هېڅ کوم پلان نشته.
د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش (سیګار) په خپل وروستي راپور کې ویلي، په ټولنه او دولتي ځواکونو کې د لسګونه زره طالبانو د ادغام لپاره هېڅ کوم پلان نشته.

افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د دولتي ځواکونو په لیکو کې د طالب اورپکو د ادغام په اړه به د سولې هوکړې تر ترلاسه کېدو وروسته بحث وشي.

د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش (سیګار) په خپل وروستي راپور کې چې دوه ورځې وړاندې (سپټمبر ۱۹) خپور شو ویلي چې په ټولنه او په دولتي ځواکونو کې د لسګونه زره طالبانو د ادغام لپاره هېڅ کوم پلان نشته.

په راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې که ددغو اورپکو د ادغام لپاره یو هراړخیز پلان جوړ نه شي، نو د افغانستان د سولې لرلید ته به هیله مندي نه وي.

خو د افغانستان د ملي امنیت شورا د سیګار د راپور په غبرګون کې وایي چې په دې اړه به هغه مهال بحث وشي چې له طالبانو سره د سولې توافق وشي.

ددغې شورا ویاند کبیر حقمل وویل: "کله چې مذاکرت پیل شي، اوربند وشي او طالبان له جګړې لاس واخلي، نو په دې اړه به خبرې وشي او په سیاسي پروسو کې د هغوی د ادغام، اشتغال او اشتراک بحث به همغه مهال روښانه شي."

د سیګار ادارې په راپور کې ویل شوي، که د سولې هڅې نتېجې ته ورسیږي، نزدې ۶۰ زره طالب وسله وال او لسګونه زره نور اورپکي چې په فصلي ډول ددوی لیکو ته ورځي، باید عادي ژوند پیل کړي.

د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش ویلي، که له طالبانو سره د سولې توافق هم وشي، خو که عادي ژوند ته ددغو وسله والو د بېرته راګرځېدو مساله په سمه توګه مدیریت نه شي، نو ددې خطر احتمال ډېر دی چې دوی د نورو غیرقانوني ډلو لخوا جذب شي او افغانستان کې ناامنۍ دوام ومومي.

سیګار ویلي طالبان اوسمهال ۶۰ زره اورپکي لري او ۹۰ زره نور په فصلي ډول له دغې ډلې سره یوځای کېږي.
سیګار ویلي طالبان اوسمهال ۶۰ زره اورپکي لري او ۹۰ زره نور په فصلي ډول له دغې ډلې سره یوځای کېږي.

د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر ویس احمد برمک وایي، په ټولنه او حکومت کې د مخالفو وسله والو ادغام ډېر وخت ته اړتیا لري.

ښاغلي برمک ازادي راډیو ته وویل: "دغه پروګرام باید هر اړخیز وي. په دې معنا چې موږ لسو کلونو ته اړتیا لرو څو د دې مرحلې له لارې د جنګيالو رواني، ټولنیز او نظامي لیدلوري بدل شي او دوی له افراطي لیدلوري ووځي؛ ځکه ادغام یوه مهمه او اساسي مرحله".

سیګار داسې مهال دا راپور خپروي چې واشنګټن او کابل له طالبانو سره د سولې هڅې درولي او پر دغې ډلې یې د پوځي فشار زیاتولو اعلان کړی.

د افغانستان حکومت ویلې چې د میزان ۶مې تر ولسمشریزو ټاکنو وروسته به نوی حکومت له طالبانو سره د سولې په اړه پرېکړه وکړي.

خو سیګار ویلي چې د جګړه مارو د ادغام په اړه د لازم وضاحت نشتوالی، د سولې هڅو د ماتې یو عامل دی.

د یادولو ده چې د افغانستان حکومت دوه کاله وړاندې (۲۰۱۷ میلادي کال) د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له اسلامي حزب سره د سولې هوکړه او په حکومتي بنسټونو کې ددغې ډلې د غړو جذبولو د هوکړې په شرایطو کې وو.

که څه هم ښاغلي حکمتیار په وار وار حکومت د کړو ژمنو په نه عملي کولو تورن کړی، خو د هغه اړوند وسله والو د بیا ادغام په اړه په جزییاتو معلومات نه دي خپاره شوي.

حزب اسلامي که څه په رسمي ډول د وسلې اېښودو او سیاسي مبارزې پيلولو اعلان کړی، خو ویل کېږي چې دغه ډله لا هم د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې مسلح غړي لري.

XS
SM
MD
LG