د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۰۶

کرکټ بورډ د بند امیر، بُست او امو زونونو مسؤلین له دندو لېرې کړل

د افغانستان کرکټ بورډ د بند امیر، بُست او امو زونونو مسؤلین له خپلو دندو د ناوړه ګټې اخیستنې او فساد له امله له دندو لېرې کړل.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان د کرکټ بورډ مشرتابه د يادو زونونو د مسؤلینو د کاري پروګرامونو او کړنو له ارزونو وروسته دغه پرېکړه کړې.

د دوی په خبره، د بند امیر زون مشر میر مبارز، د بُست زون مشر مسعود رحماني او امو زون مشر نور عالم فرید چې له شااوخوا پنځو کلونو راهیسې یې د زونونو رهبري کوله، د پام وړ لاسته راوړنې نه درلودې.

د افغانستان د کرکټ بورډ اداره وايي، هېڅ چاته اجازه نه ورکوي چې له کرکټه ناوړه استفاده وکړي او د خپلو شخصي ګټو لپاره کرکټ قرباني کړي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG