د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۷

د افغانستان تر ۱۶ کلنو کم عمره فوټبال لوبډلې نیپال ته ماته ورکړه


د افغانستان تر ۱۶ کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډلې د اسیا د ملتونو جام په مقدماتي سیالیو کې نیپال ته ماتې ورکړه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون رسنیز مسؤل شمس امیني ازادي راډیو ته وویل چې افغان ۱۶ کلنې فوټبال لوبډلې په دغه لوبه کې نیپال ته ۳ د صفر پر وړاندې ماته ورکړه.

د افغانستان تر ۱۶ کلنو عمره فوټبال ملي لوبډلې په دغو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د فلسطین پر وړاندې ۲ پر ۲ مساوي کړې وه.

د اسیا د ملتونو جام په مقدماتي سیالیو کې د افغان لوبډلې بله لوبه د يکشنبې په ورځ د کوربه ایران پر وړاندې ده چې په بریا سره به یې د دغو سیالیو بل پړاو ته لار پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG