د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۵

د کورنيو چارو وزارت: د نشه يي موادو د قاچاق کوونکو څلور لکه ډالر ضبط شوي


د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري وايي، افغان دولت په تېرو شپږو میاشتو کې د نشه يي موادو د قاچاق کوونکو څلور لکه او اتلس زره امريکايي ډالر ضبط کړي دي.

ښاغلی یادګاري زیاتوي چې دا پیسې پر حوالو باندې د څارنې په نتیجه کې تر لاسه شوې دي.

ده وویل: پیسې په دوه ډوله حواله کېږي، یو دا چي د صراف له بانکي حسابه استول کېږي او بل دا چې يو صراف يې له یوه ولایت څخه په بل ولایت کې بل صراف ته حواله کوي، له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت د افغانستان بانک له استخباراتي څانګې سره اړيکې لري، کله چې له نشه يي موادو څخه تر لاسه شوې پیسې بانک ته ځي، نو د محکمې د حکم پر اساس هغه بانکي حساب تړل کېږي او پیسې یې له نشه يي موادو سره د مبارزې د ځانګړې څارنوالۍ بانکي حساب ته ځي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د افغانستان بانک نظر هم ولرو، خو بریالي نه شو.

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د راپور له مخې، د سږني شمسي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې دې مرکز د نشه يي موادو له تورنو کسانو څخه څه د پاسه اته لکه افغانۍ او څه د پاسه اته زره امریکايي ډالر ضبط او افغانستان بانک ته سپارلي دي.

د افغانستان بانک پخوانی مرستیال او مالي کارپوه خان افضل هډه وال د افغانستان بانک قوانین او سېسټم د باور وړ بولي، خو د حوالې پر سېسټم باور نه لري او وايي چې دا سيسټم ډېرې ستونرې لري.

ده وویل: دوه ډوله خلک پيسې حواله کوي، یو هغه خلک دي چې له دولت سره ثبت او په منظم ډول څارل کېږي، خو یو شمېر یې بیا له افغانستان بانک سره ثبت نه دي، ځکه نو ډېر امکان لري چې له دې لارې ناوړه ګټه واخیستل شي، دا کار یوازې په افغانستان پورې نه دی تړلی، بلکې دا یوه سیمه ییزه او نړیواله ستونزه ده.

د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د امریکا د تفتیش د ځانګړې ادارې یا سيګار د راپور له مخې، طالبان هر کال له نشه يي موادو څخه څه د پاسه دوه سوه میلیونه او نړیوالې مافیايي ډلې بيا پنځه سوه میلیونه ډالره عواید تر لاسه کوي چې د دې پيسو ډېره برخه د ناقانونه مالي سېسټمونو له لارې له يوه لاسه بل لاس ته استول کېږي.

راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:32 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG