د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۸

د فوټبال د غوره لیګ سیالیو اتم دور طوفان هریرود لوبډلې وګاټه


په افغانستان کې د فوټبال د غوره لیګ سیالیو اتم دور د طوفان هریرود لوبډلې ګټلی دی.

د غوره لیګ فاینل مسابقه پرون د سپټمبر په شلمه ماښام د طوفان هریرود او شاهین اسمايي لوبډلو ترمنځ وه.

په پرونۍ سیالۍ کې یوازې د طوفان هریرود لوبډلې یو ګول وواهه چې د لوبډلې په ګټه دغه ګول هم حاتم شېردل وهلی دی.

مسابقه یو پر صفر پای ته ورسېده.

په دې سیالیو کې د افغانستان د اتو زونونو د فوټبال لوبډلو ګډون درلود.

XS
SM
MD
LG