د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۲

امریکا د افغانستان د انرژۍ د تولید بنیادي پروژې ته ځانګړې پیسې بېرته ګرځوي


د امریکا د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو
د امریکا د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

د امریکا د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پرون د سپټمبر په نولسمه وویل چې حکومت به یې ۱۰۰ ميلیونه ډالر چې د افغانستان د انرژۍ د تولید بنیادي پروژې ته ځانګړي شوي وو، وګرځوي.

د پامپیو اشاره د افغانستان په جنوب کې د غزني او کندهار او د کجکي او کندهار ترمنځ د برېښنا د پنځو سبسټېشونونو او د برېښنا د لینونو د لېږدولو پروژې ته وه.

د امریکا حکومت به دا پروژه پرته له دې چې د جمهور رئیس غني حکومت ته پیسې ورکړي، بشپړه کړي.

د کجکي د برېښنا بند
د کجکي د برېښنا بند

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په بیان کې پر افغان حکومت انتقاد شوی چې نه شي کولی چې هغه سرچینې چې د امریکا حکومت ورته برابروي، په شفافیت تنظیم او مدیریت کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په یوه بیان کې ویلي چې د امریکا متحده ایالات به د افغانستان د انرژۍ د پروژې د بشپړولو کار سرته ورسوي او له حکومتي بودجې بهر یو میکانیزم به یې د تمویل لپاره په کار واچوي.

مایک پامپیو پرون وویل چې د افغانستان د تدارکاتو ملي اداره ناکامه شوې چې د مالي ادارې په برخه کې د شفافیت او حساب ورکونې پر تول تللي ګامونه پورته کړي.

د تدارکاتو پر ملي ادارې په کابل کې د امریکا سفیر هم په وروستیو کې جدي نیوکه وکړه.

د افغانستان برېښنا شرکت د سپټمبر په پنځلسمه اعلان وکړ چې په شمال کې د وارداتي برېښنا څلور ستنې الوځول شوي او له دې امله د ازبکستان او تاجکستان د وارداتي برېښنا جریان پرې دی.

له دې امله په کابل کې څو ورځې برېښنا نه وه.

د امریکا سفیر جان بس د سپټمبر په اتلسمه پر ټوېټر ولیکل: ما اورېدلي چې د تدارکاتو ملي اداره د کابل د حرارتي برېښنا لپاره د تېلو د اخیستلو اجازه نه ورکوي، دا په داسې حال کې ده چې امریکا او د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت د افغانستان د امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي چې د برېښنا نړېدلې ستنې بیا ورغوي، ایا دا خبر سم دی؟

د تدارکاتو ملي ادارې د جان بس خبره رد کړه او ویې ویل چې دوی هېڅ ستونزه نه ده پېښه کړې او نه یې لري.

په افغانستان کې د امریکا سفیر جان بس
په افغانستان کې د امریکا سفیر جان بس

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو هم په کابل کې تورې شپې او د بې برقۍ له امله د خلکو ستونزو ته اشاره کړې وه.

هغه پرون ویلي چې په افغانستان کې به د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې له خپلواکې ګډې کمېټې سره ټولې مرستې به د دې میاشتې له پای ته رسېدو سره سم بندې کړي.

پامپیو ویلي چې دې ادارې خپل کار نه دی ترسره کړی او د دې توان نه لري چې د افغانستان خلکو ته د ښې راتلونکې د جوړولو لپاره د نړیوالو له هڅو سره ملګرتیا وکړي.

واشنګټن همدا راز په پروني بیان کې ویلي چې ۶۰ ميلیونه نور ډالر به هم چې له افغانستان سره د مرستې لپاره بېل شوي وو، په هغه هېواد کې د اداري فساد او د شفافیت د نشتوالي له امله را وګرځول شي.

په بیان کې ویل شوي چې د غني حکومت د مرستو په مصرف کې شفاف نه دی او حساب یې هم نه دی ورکړی.

د اسوشېټېډ پرېس په حواله، دا اول وار دی چې د امریکا حکومت له افغانستانه د مرستې د پېسو د بېرته ګرځولو پرېکړه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي چې د امریکا مالیه ورکوونکي او د افغانستان خلک د امریکا پر حکومت په دې کې حساب کولی شي چې که ورته جوته شي چې د مرستې پیسې بې ځایه لګول کېږي، عاجل اقدام کوي.

خو په افغانستان کې د امریکا د بیارغونې د لګښتونو د مفتش دفتر په مکرر ډول په افغانستان کې د مرستې د ميلیونونو ډالرو د ضایع کېدو، درغلیو او اداري فساد رپوټونه خپاره کړي دي.

د امریکا د نړیوالو پراختیايي مرستو په اداره (یو اېس اېډ) کې د افغانستان او پاکستان د برخې سرپرستې مرستیالې کارین فریمن پرون د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې په استماعیه غونډه کې له افغانستان سره د مرستو په اړه لنډې خبرې وکړې.

په کانګرس کې پرونۍ غونډه (د ټرمپ د ادارې د افغانستان پاليسي) تر نوم لاندې جوړه شوې وه.

غونډې ته مېرمن فریمن وویل چې د روان کال په پیل کې په کابل کې د امریکا سفارت د امریکا د ټولو ملکي مرستو ارزونه وکړه چې په درېیو اړخونو یې تمرکز درلود، د افغانستان د سولې د پروسې ملاتړ، د افغانستان د دولت د ثبات ټینګ ساتل، د افغانستان د خودکفايۍ پر لور د حرکت ملاتړ او د سیاسي پروسو لپاره زمینه برابرول.

کارن فریمن وویل: موږ د افغانستان پر مالیې وزیر ټینګار وکړ چې شفاف، اغېزمن او داسې حکومتي سېسټم چې د خلکو اندېښنو او غوښتنو ته ځواب ووايي، ضروري دی څو خصوصي سکټور وده وکړي او پانګه جلبه شي.

د امریکا د نړیوالو پراختیايي مرستو په اداره کې د افغانستان او پاکستان د برخې سرپرسته مرستیاله کارین فریمن
د امریکا د نړیوالو پراختیايي مرستو په اداره کې د افغانستان او پاکستان د برخې سرپرسته مرستیاله کارین فریمن

د امریکا د نړیوالو پراختیايي مرستو اداره [یو اس اېډ] وايي چې افغانستان په وروستیو اتلسو کلونو کې ۹۳ ميلیارد ډالر ملکي مرستې ترلاسه کړي دي.

د اسوشېټېډ پرېس په وینا، د امریکا د حکومت پرونی اعلان به د غني پر حکومت فشار زیات کړي چې په افغانستان کې د شفافو او معتبرو ټاکنو د ترسره کولو لپاره د پامپیو مخکنی بیان جدي وګڼي.

د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنې د سپټمبر په اته ویشتمه یا د میزان په شپږمه دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د سپټمبر په اتلسمه په متحده عربي اماراتو کې خبریالانو ته وویل: موږ خپلې غوښتنې واضح مطرح کړي، ازاد او عادلانه انتخابات، موږ به یې د ملاتړ لپاره هر کار وکړو او په سیمه کې له ټولو خواو، ټولو رهبرانو او د افغانستان له هر وګړي غواړو چې پر دې لور حرکت وکړي.

د افغانستان حکومت تر اوسه په دې اړه چې د امریکا حکومت ټول ۱۶۰ ميلیونه ډالر ورڅخه ګرځولي او د اداري فساد، د شفافیت او حساب ورکونې د نشتوالي خبره یې کړې ده، غبرګون نه دی څرګند کړی.

خو د افغانستان حکومت تر دې مخکې مکرراً ټینګار کړی چې د اداري فساد پر ضد جدي مبارزه کوي.

XS
SM
MD
LG