ګارډین:
ګارډین په افغانستان کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په درشل کې د بریدونو د زیاتېدو مسئله را اخیستې ده.
دا بریتانوۍ ورځپاڼه په کابل او پروان کې د سې شنبې د ورځې بریدونو ته په اشاره لیکي، د دې ډول حملو شدت د امریکا او طالبانو د سولې د خبرو تر لغوه کېدو وروسته زیات شوی دی.
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ وویل چې له طالبانو سره د سولې خبرې نورې په ټپه درېدلي دي.
د ګارډین په وینا، څو اوونۍ د افغانستان ټاکنې د امریکا او طالبانو د سولې د خبرو تر اغېزې لاندې وې او ډېری افغانانو داسې انګېرله چې د سولې د توافق په صورت کې به انتخابات لغوه شي.
وړاندې راغلي دي چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو نوماندانو د اوږدې مودې په مخه انتخاباتي مبارزې ونه کړې، خو د سولې د خبرو له لغوه کېدو وروسته ولسمشر اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او څو نورو نوماندانو انتخاباتي مبارزې ګړندۍ کړې.
د ورځپاڼه په باور، ښاغلی غني چې په افغانستان کې د سولې راوستو ته واضح تعهد لري، هڅې کوي چې له طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړي.
د هیل:
بله ورځپاڼه د هیل لیکي، افغانان د ولسمشرۍ د څلورمې دورې د انتخاباتو په لور روان دي چې د سپټمبر په ۲۸مه ترسره کېږي.
د دې انتخاباتو لپاره د امریکا متحدو ایالتونو ۲۹ میلیونه ډالر مرسته کړې ده او د افغانستان حکومت ۹۰ میلیونه ډالر ورته ځانګړي کړي دي.
ورځپاڼه لیکي، له ۲۰۰۱ کال راپدېخوا چې نړیوالې ټولنې د افغانستان رغونې ته مخه کړې ده، دا ځل د ولسمشرۍ انتخاباتو ته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو په ګډون ګڼ کسان په دې سترګه ګوري چې دا ټاکنې په دې هېواد کې چې د ډموکراسۍ په لور ورو روان دی، یو مهم ګام دی.
د هیل وړاندې لیکي، د دې سربېره دې ته جدي باید پام وشي چې انتخابات تل د ډموکراتیکي واکمنۍ په لور نه درومي، په ځینو حالاتو کې ښایي ډموکراتیک ارزښتونه له پامه وغورځوي.
د ۲۰۱۴ کال تر انتخاباتو وروسته د افغانستان اقتصاد له سقوط سره مخامخ شو که څه هم یو شمېر نورو عواملو لکه د بهرنیو ځواکونو وتلو هم لاس پکې درلود.
ورځپاڼه بیا لیکي چې د امریکایي پلاوي او طالبانو د سولې د خبرو لغوه کېدو هم پر دې انتخاباتو سیوری غوړولی دی.
نېشل انټرسټ:
نېشل انټرسټ خپرونه بیا د افغانستان په اړه په خپره کړې مقاله کې لیکي، امریکا افغانستان ته له القاعده شبکې سره د مبارزې لپاره ولاړه او هدف دا نه و چې یو ملت تغییر کړي.
د دې امریکایي خپرونې په باور، زمان تېر شو، پوځیان افغانستان ته واستول شول، خو کله هم بهرنی پوځي فشار د افغانستان د ایډیالوژیک مشکل لپاره کافي نه دی.
وړاندې راغلې دي چې د امریکا د متحدو ایالتونو شااوخوا یولک پوځیانو هم ونه کړای شول چې د افغانستان کورنۍ ستونزې هوارې کړي.
نېشنل انټرسټ بیا لیکي، د متحدو ایالتونو دوامداره جګړې دغه هېواد د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له بل ورته بریده نه شي ژغورلی، سرچینې، ځواک، د ترهګرو ډلو څارنه د افغانستان په ګډون په نورو سیمو کې متحده ایالتونه له سترو خطرونو ژغورلی شي.