د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۲

د زابل په مرکز قلات کې موټربم بريد ۲۰ کسان وژلي


د زابل چارواکي وايي چې د دغه ولایت پر روغتون په موټربم حمله کې ۲۰ کسان وژل شوي او نږدې سل تنه ټپیان شوي دي.

دغه بريد نن سهار شااوخوا ۶ بجې کلات ښار کې شوی.

د ازادي راډیو سیمه ییز خبریال وایي، دغې چاودنې د زابل په ولایتي روغتون کې د ناروغانو او ډاکترانو په ګدون روغتیایي کارکوونکو ته ډېره مرګ ژوبله اړولې او هم یې د دې روغتون ودانۍ ویجاړه کړې ده.

طالبانو د بريد مسؤليت منلی او د ګڼو افغان سرتېرو د مرګ ژوبلې ادعا يې کړې ده.

په دې اړه نور جزیات د صادق رښتیني په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدای شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:58 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG