د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۶

سعودي: د تېلو پر تاسیساتو د وروستۍ حملې شاته ایران دی


د سعودي عربستان دفاع وزارت پرون د سپټمبر په اتلسمه د بې پیلوټه الوتکو او د کروز مزائيلو ټوټې خبریالانو ته ورښکاره کړې او ويې ویل چې په دې کې د پوښتنې ځای نه شته چې د دوی د تېلو پر تاسیساتو د وروستۍ حملې شاته ایران دی.

د سعودي عربستان د دفاع وزارت ویاند ترکي المالکي په ریاض کې خبریالانو ته وویل چې ۱۸ بې پيلوټه الوتکې او ۷ کروز مزائیل ورتوغول شوي دي.

ترکي المالکي وویل: د حملې له ځایه موندل شوې ټوټې زموږ د دفاع وزارت کارپوهانو کتلي او زموږ له متحدانو سره هم شریکې شوې دي، ټولې ټوټې او په کمپیوټرونو کې ثبت شوي معلومات څرګندوي چې د ایران کار دی، د مزائیلو د توغولو په اړه ټول معلومات ایران ته اشاره کوي او د هغوی د بې پيلوټه الوتکو ټکنالوژي کارول شوې ده.

ترکي المالکي د ایران د یوې بې پيلوټه الوتکې "دلتا وینګ" وزر او د ایراني مزائیلو"یا علي" ټوټې خبریالانو ته ورښکاره کړې او ویې ویل چې حمله له شماله شوې ده.

هغه وایي: د پوښتنې ځای نشته چې ایران یې تر شا دی.

یمن د سعودي عربستان په جنوب کې پروت دی.

د سپټمبر په څوارلسمه د سعودي عربستان د تېلو پر تاسیساتو (ارامکو) چې د نړۍ د خامو تېلو د پروسس تر ټولو ستر تاسیسات دي، حمله وشوه.

په یمن کې مېشتو حوثي ملېشه ځواکونو چې ایران یې ملاتړ کوي، ادعا کړې چې حمله دوی کړې ده.

خو د سعودي عربستان د دفاع وزارت ویاند وویل چې ایران هڅه کوي چې مسئله بل ډول څرګنده شي.

خو د ترکي المالکي په وینا، د ایران نیابتي جګړه مارې ډلې داسې پرمختللې حملې نه شي کولی.

ترکي المالکي زیاته کړه: دا چې له یمنه وتوغول شي، د هغوی په توان کې نه ده، د کروز مزائیلو د حملې دقت څرګندوي چې په دې کې د ایران د نیابتي جګړه مارو تر توان لوړه ټکنالوژي کارول شوې ده، د حملې لوری څرګندوي چې له شماله د جنوب پر خوا شوې ده.

تهران ویلي چې په حمله کې لاس نه لري.

تهران دا خبرداری هم ورکړ چې پوځي اقدام ته به متقابل ځواب ورکړي.

خو د سعودي عربستان د دفاع وزارت ویاند پرون وویل چې په دې کې شک نه لري چې ایران حمله کړې او ټینګار یې وکړ چې دا پر نړیوالې ټولنې حمله وه.

د ایران د جمهور رئیس سلاکار حسام الدین اشنا پرون د ترکي المالکي تر خبرو وروسته پر ټوېټر ولیکل چې سعودي عربستان ثابته کړه چې په دې اړه چې بې پيلوټه الوتکې او مزائیل چېرته جوړ شوي او له کومه ځايه ور توغول شوي وو، هېڅ معلومات نه لري.

په همدې حال کې د امریکا د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو هم پرون سعودي عربستان ته ورسېد.

د امریکا دفاع وزارت ویلي چې سعودي عربستان ته د پامپیو د سفر هدف دا دی چې په سیمه کې د ایران د تخریبوونکو فعالیتونو په وړاندې د مقابلې لپاره هڅې هماهنګې کړي.

XS
SM
MD
LG